Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1بیا د نون زوی یوشع د شطیم له کمپ څخه په پټه دوه جاسوسان د دې حکم سره ولېږل چې لاړ شي او د کنعان د خاورې او په خاصه توګه د اریحا د ښار وضع وڅېړي. کله چې هغوی ښار ته ورسېدل، نو هغوی لاړل چې د راحاب په نوم د یوې فاحشې په کور کې شپه تېره کړي.
2د اریحا پادشاه خبر شو چې نن شپه ځینې اسراییلیان راغلي دي چې په دې خاوره کې جاسوسي وکړي،
3نو هغه راحاب ته دا پیغام ورولېږه:
4-
6هغې په ځواب کې وویل: (راحاب هغه دوه جاسوسان د بام سرته بیولي وو او هغوی یې د کتان د بوټو د ډنډرو لاندې چې هلته یې ایښي وو پټ کړي وو.)
7د پادشاه نفر د ښار څخه لاړل او بیا دروازه بنده شوه. هغوی د اسراییلي جاسوسانو د لټولو په خاطر تر هغه ځای پورې لاړل په کوم ځای کې چې خلک به د اردن له سیند څخه تېرېدل.
8د شپې له خوا مخکې له دې چې جاسوسان ویده شي، راحاب بام ته وروختله
9او هغوی ته یې وویل:
10مونږ اورېدلي دي کله چې تاسو له مصر څخه راوتلئ نو څښتن څنګه ستاسو په مخکې د سرې بحیرې اوبه وچې کړې. او مونږ خبر یو چې تاسو څنګه د اموریانو دوه پادشاهان یعنې سیحون او عوج د اردن د سیند په ختیځ کې ووژل.
11څنګه چې مونږ له دې څخه خبر شو، نو ووېرېدو او خپل جرأت مو له لاسه ورکړ. ځکه چې ستاسو څښتن خدای د ځمکې او اسمان خدای دی.
12نو اوس ماته د هغه په نوم قسم وخورئ چې تاسو به زما د کورنۍ سره داسې له مهربانۍ څخه ډکه رویه کوئ، لکه څنګه چې ما ستاسو سره کړې ده او ماته یوه داسې نښه راکړئ چې په تاسو باندې اعتبار وکړم.
13زما سره وعده وکړئ چې زما مور او پلار، زما ورونه او خوېندې او د هغوی ټولې کورنۍ به ژغورئ! مونږ مه پرېږدئ چې مړه شو.>
14هغو سړیو هغې ته وویل:
15نو راحاب هغوی په یوې رسۍ باندې د کړکۍ په لار ښکته کړل، ځکه چې په کوم کور کې چې هغه اوسېدله هغه د ښار په دېوال باندې ؤ.
16راحاب هغوی ته وویل:
17سړیو هغې ته وویل:
18هغه څه چې ته یې باید وکړې دا دي: کله چې مونږ ستاسو په خاوره باندې حمله وکړه، دا سور مزی په هغې کړکۍ باندې وتړه چې تا ورباندې راښکته کړو. خپل پلار، مور، ورونه او د خپل پلار ټوله کورنۍ په خپل کور کې سره راغونډ کړه.
19که چېرې څوک ستا د کور څخه ووزي، د هغه خون به د هغه په خپله غاړه وي او مسئولیت به یې زمونږ په غاړه نه وي. مګر که چېرې ستا په کور کې چاته زیان ورسیږي، بیا به مسئولیت زمونږ په غاړه وي.
20مګر که چېرې چاته ووایې چې مونږ څه کوو، نو بیا به مونږ مجبور نه یو په هغې وعدې باندې ټینګ پاتې شو کومه چې تا په مونږ باندې کړې وه.>
21راحاب دا خبره ومنله او هغوی یې رخصت کړل. کله چې هغوی لاړل، هغې په کړکۍ باندې سور مزی وتړه.
22هغه جاسوسان غونډیو ته لاړل او پټ شول. د پادشاه نفرو درې ورځې د هغې سیمې ټولې لارې ولټولې، خو هغوی یې پیدا نکړل، نو هغوی بېرته اریحا ته راستانه شول.
23بیا هغه دوه جاسوسان د غونډیو څخه راکوز شول، د اردن له سیند څخه تېر شول او بېرته یوشع ته ورغلل. هرڅه چې په هغوی باندې تېر شوي وو هغه ته یې بیان کړل.
24هغوی یوشع ته وویل: