Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1د موسیٰ د مړینې څخه وروسته څښتن د موسیٰ د مرستیال د نون زوی یوشع سره خبرې وکړې:
3لکه څنګه چې ما له موسیٰ سره وعده کړې وه، په هر ځای چې تاسو قدم کېږدئ هغه به تاسو ته درکړم.
4ستاسو سیمه به د جنوبي دښتې څخه د لبنان تر غرونو پورې او د فرات د لوی سیند څخه یعنې د حیتیانو د ټول هېواد څخه په لوېدیځ کې د مدیترانې تر بحیرې پورې ورسیږي.
5ای یوشع، ترڅو چې ته ژوندی یې هیڅوک به ونه شي کولی چې ماتې درته درکړي. زه به ستا سره مل یم لکه څنګه چې د موسیٰ سره وم. زه به همېشه ستا سره مل یم او تا به هیڅکله پرېنږدم.
6نو قوي او زړور اوسه، ځکه څنګه چې دغه قوم هغه ځمکه چې د هغو د نیکونو سره مې وعده کړې ده نیسي، نو ته به د هغوی مشري کوې.
7نو قوي او ډېر زړور اوسه. په غور سره د هغه ټول شریعت څخه چې زما خدمتګار موسیٰ درته درکړی دی اطاعت وکړه. د هغه هیڅ کومه برخه له نظره ونه غورزوې نو ته به په هر ځای کې بریالی اوسې.
8ستاسو په هغه عبادت کې چې په ګډه سره کیږي باید همېشه د تورات کتاب په لوړ اواز سره ولولې. هغه شپه او ورځ مطالعه کړه او هرڅه چې په هغه کې لیکل شوي دي په غور سره د هغو څخه اطاعت وکړه. نو بیا به ته نېکمرغه او بریالی اوسې.
9دا په یاد ساته چې ما تاته حکم کړی دی چې قوي او زړور اوسه. مه وېرېږه او جرأت له لاسه مه ورکوه. زه ستا څښتن خدای یم او هر چېرې چې ځې زه به ستا سره مل یم.>
10نو یوشع د اسراییلو مشرانو ته حکم وکړ:
12یوشع د روبین، جاد او د منسي نیمې قبیلې ته وویل:
14ستاسو ښځې، ماشومان او څاروي به دلته پاتې شي، مګر ستاسو هغه نفر چې په وسلو باندې سمبال دي باید د نورو اسراییلیانو څخه مخکې د سیند څخه تېر شي چې د هغوی سره مرسته وکړي
15ترڅو هغوی هغه ځمکه ونیسي کومه چې د اردن د سیند په لوېدیځ کې پرته ده او څښتن هغوی ته ورکړې ده. کله چې هغه د اسراییلو ټولو قبیلو ته ارامي راوستله، نو بیا تاسو کولی شئ چې بېرته راشئ او په خپله خاوره کې واوسېږئ کومه چې د اردن د سیند په ختیځ کې پرته ده او موسیٰ تاسو ته درکړې ده.>
16هغوی یوشع ته په ځواب کې وویل:
17لکه څنګه چې مونږ همېشه د موسیٰ اطاعت کاوه، هماغه شان به ستا اطاعت کوو. زمونږ څښتن خدای دې ستا سره مل وي لکه څنګه چې د موسیٰ سره مل ؤ.
18هرڅوک چې ستا په مقابل کې سرکشي وکړي یا ستا د کوم یو حکم څخه سرغړونه وکړي هغه به وژل کیږي. نو قوي او زړور اوسه!>