Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1حضرت موسیٰ د موآب د ډاګونو څخه د نبو غره ته وخوت، یعنې د پیسګاه د غره سرته چې د اریحا په ختیځ کې دی. هلته ورته څښتن ټوله خاوره یعنې د جلعاد سیمه د دان تر ښاره پورې،
2د نفتالي ټوله سیمه، د افرایم او منسي سیمې، د مدیترانې تر بحیرې پورې د یهودا ټوله سیمه،
3د یهودا جنوبي برخه او هغه ډاګ وروښود چې د صوغر څخه تر اریحا پورې چې د خرما د ونو ښار دی رسیږي.
4بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
5نو لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو، د څښتن خدمتګار حضرت موسیٰ هلته د موآب په خاوره کې وفات شو.
6هغه د موآب په هغې دره کې ښخ کړای شو چې د بیت فغور ښار ته مخامخ وه. مګر تر نن ورځې پورې هیڅوک نه پوهیږي چې حضرت موسیٰ چېرته ښخ شوی دی.
7حضرت موسیٰ یوسلو شل کلن ؤ چې وفات شو، د هغه بدن لا قوي ؤ او د سترګو نظر یې هم ښه ؤ.
8د اسراییلو قوم د موآب په ډاګونو کې دېرش ورځې د هغه دپاره وژړل.
9حضرت موسیٰ د خپل مرګ څخه مخکې د نون د زوی یوشع په سر باندې خپل لاسونه کېښودل او هغه یې د خپل ځان په ځای وټاکه. څښتن هغه د حکمت څخه ډک کړ. د اسراییلو قوم د یوشع اطاعت کاوه او په هغو امرونو باندې یې عمل کاوه چې څښتن هغوی ته د حضرت موسیٰ په وسیله ورکړي وو.
10په اسراییلو کې هیڅکله د حضرت موسیٰ په شان نبي نه دی پیدا شوی. څښتن د هغه سره مخامخ خبرې کولې.
11بل هیڅ نبي داسې لویې معجزې نه دي ښودلې لکه څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ رالېږلی ؤ چې د فرعون، د هغه د درباریانو او د مصر د ټولو خلکو په حضور کې یې وښایي.
12بل هیڅ نبي داسې قدرت نه درلود چې هغه لوی او وېروونکي کارونه وکړي کوم چې حضرت موسیٰ د ټولو اسراییلیانو په مخکې وکړل.