Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1پدا هغه برکتونه دي چې د خدای پاک نبي حضرت موسیٰ د خپل مرګ څخه مخکې د اسراییلو قوم ته ورکړل:
3څښتن مینه کوي له خپله قومه سرهاو ساتنه کاندي د هغو خلکو کوم چې د هغه دينو مونږ ټیټېږو د هغه پښو تهاو د امرونو اطاعت یې کوو
4مونږ اطاعت کوو د هغه شریعت کوم چې موسیٰ راکړیچې زمونږ د قوم ده قیمتي شتمني
5کله چې راغونډ شول قبیلې د اسراییلو او مشراننو څښتن د هغوی پادشاه شو>
6حضرت موسیٰ د روبین د قبیلې په باره کې داسې وفرمایل:
7هغه د یهودا د قبیلې په باره کې داسې وفرمایل:
8هغه د لاوي د قبیلې په باره کې داسې وفرمایل:
9هغوی وښودله تاته وفا زیاتهد مور او پلار، ورونو او خوېندو اولادونو څخهستا امرونو ته هغوی کېښوده غاړهاو شول پاتې وفادار د ستا د لوظه سره
10هغوی ستا قوم ته زده کوي ستا د قانون اطاعتهغوی ږدي خوشبویي ستا په حضور کېاو سوزېدونکې نذرانې ستا قربانګاه باندې
11مرسته وکړه د هغوی د قبیلې سره څښتنهچې قوي شيخوشاله اوسه ته د هغوی د کارونو څخهټول دښمنان د هغوی له منځه یوسههغوی مه پرېږده چې بیا سر کړي راپورته>
12هغه د بنیامین د قبیلې په باره کې داسې وفرمایل:
13هغه د حضرت یوسف د اولادې په باره کې داسې وفرمایل:
14د هغوی ځمکه دې ډکه شي له هغو مېووچې پخې شوې وي په لمر باندېاو شي دې غني د هر موسمپه ډېرو ښو مېوو باندې
15د هغوی پخوانۍ غونډۍ دې پټې شيپه ډېرو ښو مېوو کې
16د هغوی ځمکه دې ډکه شي له ټولو نعمتونو څخههغه څښتن دې د هغوی سره نېکي وکړيچې په سوزېدونکي بوټي کې ښکاره شودا برکتونه دې نازل شي د یوسف په اولادې باندېځکه رهبر ؤ هغه د خپلو ورونو منځ کې
17په قوت کې دی یوسف لکه د ځوان غویي په شاند وحشي غویي د ښکرو په شاند هغه ښکرونه د منسي زرګونه خلک دياو د افرایم لس ګونه زره خلک دينور قومونه وهي هغو ښکرونو باندېاو ټېل وهي هغوی د دنیا آخر سرته>
18هغه د زبولون او یساکار د قبیلو په باره کې داسې وفرمایل:
19هغوی خپل غره ته نورې قبیلې رابولياو وړاندې کوي هلته صحیح قربانۍلاس ته راوړي هغوی دولت خپل له دریابه څخهاو د دریاب د غاړې شګو څخه>
20هغه د جاد د قبیلې په باره کې داسې وفرمایل:
21هغوی د ځان دپاره واخیستله ښه ښه ځمکهد یو مشر برخه ورکړل شوه هغوی تهکله راغونډ چې شول مشران د اسراییلود جاد خلکو کېښودله غاړهد څښتن امرونو او قوانینو ته>
22هغه د دان د قبیلې په باره کې داسې وفرمایل:
23هغه د نفتالي د قبیلې په باره کې داسې وفرمایل:
24هغه د اشیر د قبیلې په باره کې داسې وفرمایل:
25په هغو دروازو دې د هغه د ښارونو ساتنه وشيچې اړمونه وي د اوسپنې او برنجو په کېاو ژوند دې کوي هغه همېشه امن کې
26ای د اسراییلو خلکو! هیڅ یو خدای نه دیزمونږ د خدای په شانهغه سپریږي د اسمان په ورېځود خپل شوکت او شانه سرهچې راشي تاسو ته کومک دپاره
27ابدي خدای زمونږ د پټېدلو ځای دیهغه نیسي مونږه په ابدي غېږه کېخدای لېرې دښمنان کړل ستاسوستاسو له مخې څخهاو درته ویې ویل چې هغوی تباه کړئ
28نو اولاده د یعقوب کوي په سوله کې ژونددي په امن هغوی په داسې خاوره کېچې ده ډکه له غلو او له شرابو څخهاو چېرته چې پرخه له اسمانه څخهځمکې ته اوبه ورکوي
29اسراییلو! تاسو څومره یئ خوشالهچې هیڅوک نشته لکه ستاسو په شانیو داسې قوم چې څښتن ژغورلید دې دپاره چې دفاع وکړي له تاسو څخهاو بری درکانديڅښتن په خپله ستاسو سپر او ستاسو توره دهرحم دپاره به راځي دښمنان ستاسواو زاري به کوياو تاسو تر پښو لاندې کوئ به هغوی>