Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
50 verses
2زما تعلیم دې راپرېوزي لکه څاڅکو د باران په شاناو په ځمکه دې راپرېوزي لکه د پرخې په شاند باران په شان دې اوري زما خبرې په تنکیو بوټو باندېد نري باران په شان دې رااوریږي په تنکیو واښو باندې
3زه به کړمه د څښتن د نوم ستاینهاو خپل قوم دې یې لویي بیانوي
4څښتن دی د غښتلي ګټ په شانټول کارونه یې کامل دي او عادل ديستاسو خدای دی وفادار او دی رښتینیکړي کارونه دی صحیح او باانصافه
5مګر تاسو بې وفا یئ او د دغې لایق نه یئچې قوم د هغه اوسئستاسو قوم ګناهکار او چلباز قوم دی
6ای احمقانو بې شعوره خلکوآیا دا لار ده چې څښتن سره کوئ دا رویه؟ستاسو پلار دی او هغه ستاسو خالق دیدی جوړ کړی هغه ستاسو څخه قوم
7د تېر شوي وخت په هکله فکر وکړئهغه وخت چې دی تېر شوی ډېر پخواد خپل مور او پلار نه وکړئ تپوسونه چې څه وشولد تېر وخت په هکله وکړئ تپوسونه له سپین ږیرو
8قومونو ته ورکړې خدای تعالیٰ دي خپلې ځمکېد قومونو د هستوګنې په خاطر هغه ټاکلي دي ځایونههر یو قوم ته یې مقررې کړې ساتونکې فرښتې
9خو خپل ځان ته یې انتخاب کړه اولاده د یعقوب
10هغه وموندل په دښته کې هغویچې سرګردانه ګرځېدلیوه خوشې او یوه داسې صحراچې زیات بادونه لريده ساتنه د هغو کړه او په هغوی یې پام کاوهلکه د خپلو سترګو د کسیو په شان
11څښتن دی لکه عقاب چې خپله ځاله ساتياو الوتل کوي په سر باندې د خپلو بچوهمېشه څښتن تیار دی چې خپاره کړي خپل وزرونهاو چې راونیسي خپل خلک چې کله لویږي هغوی
12په سفر کې د خپل قوم مشري وکړله څښتن خپله یوازېمرسته نه وه د هغه سره د بل خدای
13څښتن پرېښودل هغوی چې حکومت وکړيد کنعان په لوړو ځمکو باندېاو څه چې پټیو کې شنه کېدل دوی به خوړلهغه هغوی ته د ګټونو منځ کې شات ورکړلد زیتون ونې یې شوې شنې په ډبرینه ځمکه
14د هغوی غواوو او وزو به ورکولې شیدې او مستېهغوی لرل ډېر ښه پسونه او وزې او پادېاو هغوی لرل ډېر ښه غنم او شراب
15د څښتن قوم شتمن شو خو یاغي شوهغوی چاغ وو او ډوډۍ یې ډېره خوړلههغوی مخ واړاوه له خپل خالقه خدایهاو هغوی خپل قوي نجات ورکوونکی رد کړ
16بت پرستۍ د هغوی څښتن کړ په غضبپه خپلو بدو عملونو یې هغه کړ په قهر
17هغوی وړاندې قربانۍ کړې شیطانانو تهخوشې خدایانو ته چې هیڅکله یې کومک ورسره نه دی کړیهغو نویو خدایانو ته چې هیڅکله یې نیکونو عبادت د هغو نه ؤ کړی
18هغوی هېر کړلو خپل خدایخپل قوي نجات ورکوونکیهغه څوک چا چې ژوند ورکړی دوی ته
19چې څښتن کله دا ولیدل په قهر شواو کړل رد یې خپل زامن او خپلې لوڼې
20هغه وویل زه نور نه کومه مرسته د هغویبیا به وګورم څه کیږي په دې قومچې سرزوری بې وفا دی
21هغوی زما قهر د خپلو بتانو په سبب راپارولی دیزما غیرت یې د خپل تش په نامه خدایانو په سبب راپارولی دیهغه داسې خدایان دي چې رښتیني خدایان نه دينو زه به کار واخلم د یو تش په نامه قوم څخه چې یې په قهر کړمزه به غیرت د دوی راوپاروم د احمقانو په قوم
22زما قهر به د اور په شان لمبې ووهياو فصلونه به په ځمکه باندې وسوزويهغه به ورسیږي د مړو دنیا تهاو د غرونو تهدابونه به وسوزوي
23نه ختمېدونکي آفتونه به نازل کړم په هغوی باندېاو خپل ټول غشي به ګوزار کړم په هغوی باندې
24له لوږې او تبې به هغوی مړه شيد هیبتناکو ناروغیو له کبله به هغوی مړه شيزه به نازل کړمه وحشي حیواناتچې حمله وکاندي هغوی باندېاو زه به نازل کړم زهرجن ماران چې هغوی وچیچي
25په سبب د جنګ به مړي وي پراته کوڅو کېاو په کورونو به راپرېوزي وحشتپېغلې او ځوانان به مړه شينه به کوچنیان پاتې شي نه به سپین ږیري
26ما به بېخي وای تباه کړي هغویترڅو چې پاتې نه وای د هیچا یاد کې هغوی
27خو زه له دې نه وېرېدم چې دښمنان به د هغوی وایيچې هغوی ماتې ورکړې زما قوم تهخو دا زه وم چې په خپله مې هغوی ته ماتې ورکړه
28اسراییل یو بې شعوره قوم دیهیڅ عقل نشته دوی کې
29په دې نه پوهیږي دوی چې ولې ماتې وخوړلهپه دې نه پوهیږي دوی چې څه ورپېښ شول
30د اسراییلو زرو تنو ولې ماتې وخوړلهد دښمن د یوه تن له لاسهاو لسو زرو وخوړله ماتې له دوه تنو؟خپل څښتن خدای له هغوی څخه خپل مخ ؤ اړولیهغوی خپل قوي خدای وو پریښي
31دښمنان د دوی پوهیږي چې د هغوی خپل خدایان کمزوري دياو د اسراییلو د خدای په شان قوي نه دي
32د سدوم او عموره په شان فاسد دي د هغوی دښمنانهغوی دي په شان د هغو تاکونو چې زهرجن او ترخه انګور نیسي
33داسې شرابو په شان چې وي جوړ شويد چمچه مار له زهرو
34دا د څښتن په یاد دي چې دښمنانو د هغوی څه وکړلهغه کوي انتظار صحیح موقعې تهچې سزا ورکړي ورته
35څښتن به واخلي بدله له هغویاو سزا به ورکړي ورتهوخت به راشي د هغوی د پرزېدلود هغوی د تباهۍ ورځ رانژدې ده
36چې کله وویني څښتنچې قوت د ده د قوم له منځه تللینو د هغوی سره به وکړي انصافکله چې وویني څښتنچې هغوی څومره بې وزلي ديهغه به وکړي دلسوزي په هغو خلکوچې خدمت د هغه کاندي
37بیا به څښتن وکړي پوښتنه داسې له خپله قومه څخهچېرته دي هغه غښتلي خدایان چې مو باور پرې درلود؟
38تاسو هغوی ته ورکوله د خوراک دپارهد خپلو قربانیو وازګهاو د څښاک دپاره مو شراب ورکولاوس پرېږدئ چې دوی راشياو کومک درسره وکړياو راشي چې ساتنه ستاسو وکړي
39آیا دا نه پوهېږئ؟یوازینی خدای یم زه چې بل خدای نشتهمرګ او ژوند زما په لاس کې دیټپي کول او روغول زما په لاس کې دياو نه شي کولی هیڅوک مخالفت زما د کار سره
40لکه څنګه چې زه یمه تل ژوندی خدایزه خپل لاس پورته کوم او دا وعده کومه
41زه به تېره کړمه خپله ځلانده تورهاو زه به انصاف وکړمزه به له خپلو دښمنانو څخه واخلم بدلاو هغو خلکو ته به ورکړمه سزاڅوک چې کرکه کړي له ما
42وبه څڅیږي د دوی وینه زما د غشو څخهاو وبه وژني زما توره هغه خلکچې زما مخالفت کړيزه به ټول اسیران مړه کړماو زه به پرې کړمه سرونهد دښمنانو د مشرانو
43ای اسمانونو! خوشالي وکړئ د څښتن د قوم سرهټولو خدایانو! د څښتن په مخکې وکړئ سجدههغه له خپلو دښمنانو څخه اخلي بدلچا چې وژلی دی قوم د هغهاو پاکوي د خپل قوم ځمکه د هغې ناپاکۍ څخهچې پیدا شوې په سبب د ګناهونو د دوی>
44-
45حضرت موسیٰ دا سندره وویله ترڅو د اسراییلو خلک یې واوري او یوشع ورسره مرسته وکړه. کله چې حضرت موسیٰ وزګار شو،
46هغه وفرمایل:
47دا تعلیم تشې خبرې نه دي بلکه ستاسو ژوند دی. د هغه په وسیله کولی شئ چې په هغه خاوره کې ډېره موده ژوند وکړئ چې د اردن د سیند په بلې غاړې باندې پرته ده او تاسو به یې ژر ونیسئ.>
48په هماغه ورځ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
50ته به په هغه غره باندې مړ شې لکه څنګه چې ستا ورور هارون د هور په غره باندې مړ شو.
51ځکه چې تاسو دواړو زما سره د اسراییلو د قوم په حضور کې د مریبه د چینې سره د صین په دښته کې چې د قادش ښار ته نژدې ده بې وفایي وکړه. زه خدای یم، خو تاسو هلته د اسراییلیانو په مخکې زما سره داسې د عزت او احترام له مخې رویه ونه کړه چې زه یې لایق یم.
52ته به هغه خاوره چې زه یې د اسراییلو قوم ته ورکوم د یو لېرې ځای څخه ووینې، مګر هغې ته به ورداخل نه شې.>