Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1حضرت موسیٰ د اسراییلو د قوم سره خپلو خبرو ته دوام ورکړ
2او ویې فرمایل:
3ستاسو څښتن خدای به په خپله ستاسو په مخ کې روان وي او هغه قومونه به چې هلته اوسیږي له منځه یوسي، ترڅو تاسو د هغوی خاوره ونیسئ. لکه څنګه چې څښتن فرمایلي دي یوشع به ستاسو مشر وي.
4څښتن به هغه خلک داسې له منځه یوسي لکه څنګه چې هغه د اموریانو پادشاهانو سیحون او عوج ته ماتې ورکړه او د هغوی هېواد یې وران کړ.
5څښتن به تاسو ته په هغوی باندې بری درکړي او تاسو باید د هغوی سره هماغه شان عمل وکړئ لکه څنګه چې ما درته ویلي دي.
6قوي او زړور اوسئ. د هغوی څخه مه وېرېږئ. ستاسو څښتن خدای به همېشه ستاسو سره وي او تاسو به هیڅکله یوازې نه پرېږدي.>
7بیا حضرت موسیٰ یوشع راوغوښت او د اسراییلو د ټول قوم په حضور کې یې ورته وفرمایل:
8څښتن به په خپله تاته لارښودنه کوي او درسره مل به وي. هغه به ستا سره مرسته کوي او تا به یوازې نه پرېږدي. نو جرأت له لاسه مه ورکوه او وېرېږه مه.>
9نو حضرت موسیٰ د شریعت حکمونه ولیکل او هغو لاوي کاهنانو ته چې د څښتن د لوظ صندوق یې انتقالاوه او د اسراییلو ټولو مشرانو ته یې ورکړل.
10حضرت موسیٰ هغوی ته داسې امر وکړ:
11دا په هغه وخت کې د اسراییلو قوم ته لولئ کله چې هغوی د څښتن خدای د عبادت دپاره هغه ځای ته راځي چې هغه یې انتخابوي.
12ټول سړي، ښځې او ماشومان او هغه بېګانه خلک چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي راوغواړئ، ترڅو هرڅوک هغه واوري او د خپل څښتن خدای احترام کول زده کړي او په وفادارۍ سره د هغه د ټولو قوانینو څخه پیروي وکړي.
13په دې ډول به ستاسو اولاده چې د خپل څښتن خدای شریعت یې نه دی اورېدلی واوري. نو هغوی به ټول ژوند په هغه خاوره کې چې تاسو به یې ژر د اردن د سیند په بله غاړه ونیسئ د څښتن اطاعت کول زده کړي.>
14بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: حضرت موسیٰ او یوشع خېمې ته لاړل
15او څښتن هغوی ته هلته په یوې ورېځې کې چې د خېمې د دروازې په سر باندې ولاړه وه ښکاره شو.
16څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
17کله چې داسې وشي نو زه به په هغوی باندې په قهر شم، د هغوی څخه به مخ واړوم او هغوی به تباه شي. ډېر هیبتناکه آفتونه به په هغوی باندې نازل شي او هغوی به په دې پوه شي چې دا پېښې ځکه ورباندې راځي چې زه یعنې د هغوی خدای نور د هغوی سره نه یم.
18په هغه وخت کې به زه د هغوی سره د مرستې کولو څخه انکار وکړم ځکه چې هغوی بد کار کړی دی او د نورو خدایانو عبادت یې کړی دی.
19موسیٰ او یوشع، اوس دا روحاني سندره ولیکئ. موسیٰ، هغه اسراییلیانو ته ورزده کړه. که چېرې هغوی دا سندره زده کړه نو هغوی به پوه شي چې زه ورڅخه څه غواړم چې ویې کړي او هغوی سره به کومه بهانه نه وي چې زما د امر څخه سرغړونه وکړي.
20لکه څنګه چې مې د هغوی د نیکونو سره وعده کړې ده، زه به هغوی دې غني او حاصلخېزې ځمکې ته بوځم. څومره خواړه چې هغوی غواړي هلته به ورته ورسیږي او هغوی به ارام ژوند لري. مګر هغوی به زما څخه مخ واړوي او د نورو خدایانو عبادت به کوي. هغوی به زما څخه منکر شي او زما لوظ به مات کړي
21او ډېر هیبتناکه آفتونه به ورباندې نازل شي. مګر بیاهم دا سندره به ویل کیږي او دا به د هغوی په ضد یوه نښه وي. حتیٰ اوس، مخکې له دې چې زه هغوی هغه هېواد ته بوځم چې ما یې د ورکولو وعده ورسره کړې ده، زه پوهېږم چې هغوی څه پلان سنجوي.>
22په هماغه ورځ حضرت موسیٰ سندره ولیکله او د اسراییلو قوم ته یې ورزده کړله.
23بیا څښتن د نون زوی یوشع مشر وټاکه او ورته ویې فرمایل:
24حضرت موسیٰ د شریعت حکمونه په کتاب کې ولیکل او پام یې کاوه چې څه شی ورڅخه پاتې نه شي.
25کله چې هغه وزګار شو، هغه هغو لاوي کاهنانو ته چې د څښتن د لوظ صندوق یې انتقالاوه داسې وفرمایل:
27زه په دې پوهېږم چې هغوی څومره سرزوري او سرکش خلک دي. هغوی زما د ژوندانه په دوران کې د څښتن په مقابل کې سرکشي کړې ده او زما د مړینې څخه وروسته به نور هم سرکش شي.
28خپل ټول قبیلوي مشران او ماموران زما په مخکې راغونډ کړئ ترڅو هغوی ته دا خبرې وکړم. زه به اسمان او ځمکه د اسراییلو د قوم په مقابل کې خپل شاهدان ونیسم.
29زه په دې پوهېږم چې زما د مرګ څخه وروسته به قوم بېخي فاسد شي او د هغې لارې څخه به چې ما ورته حکم کړی دی وګرځي. د وخت په تېرېدو سره به هغوی د آفت سره مخامخ شي ځکه چې هغوی به څښتن د هغو کارونو په سبب کوم چې هغه منع کړي دي په قهر کړي.>
30بیا حضرت موسیٰ ټوله سندره وویله او د اسراییلو ټول قوم ورته غوږ نیولی ؤ.