Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1تاسو ته مې اوس د برکت او لعنت د انتخابولو حق درکړی دی. کله چې په تاسو باندې دا ټولې پېښې وشي او تاسو د هغو قومونو په منځ کې ژوند وکړئ چې خپل څښتن خدای هلته شړلي یاست، نو زما هغه خبره به در په یاده شي.
2که چېرې تاسو او ستاسو اولاده بېرته څښتن ته رجوع وکړئ او د زړه له کومي د هغه د ټولو امرونو چې نن یې درکوم اطاعت وکړئ،
3بیا به خپل څښتن خدای په تاسو باندې رحم وکړي. هغه به تاسو د هغو قومونو څخه چې تاسو یې په کې خپاره کړي یاست بېرته راولي او بېرته به مو خوشبخته کړي.
4حتیٰ که تاسو د دنیا په بل سر کې هم اوسئ، ستاسو څښتن خدای به تاسو راپیدا کړي او بېرته به مو راولي،
5ترڅو ستاسو اولاده بیا هغه خاوره ترلاسه کړي چې یو وخت د هغوی نیکونه په کې اوسېدل. هغه به ستاسو اولاده د خپلو نیکونو څخه نوره هم خوشبخته او زیاته کړي.
6تاسو او ستاسو اولادې ته به خپل څښتن خدای منونکي زړونه درکړي ترڅو د زړه له کومي د هغه سره مینه وکړئ او په هغه خاوره کې خپل ژوند وکړئ.
7هغه به دا ټول لعنتونه ستاسو په دښمنانو باندې چې ستاسو څخه یې کرکه کوله او تاسو یې ځورولئ راولي
8او تاسو به بیا د څښتن او د هغه د ټولو امرونو اطاعت کوئ چې زه یې نن درکوم.
9څښتن به تاسو ته په خپلو ټولو کارونو کې زیات بریالیتوبونه درکړي. تاسو به ډېر اولادونه او حیوانات لرئ او ستاسو پټي به پرېمانه فصلونه کوي. هغه به ستاسو په خوشبخته کولو باندې هماغسې خوشاله وي لکه څنګه چې ستاسو د نیکونو په خوشبخته کولو باندې خوشاله ؤ،
10مګر تاسو به مجبور یئ چې د څښتن اطاعت وکړئ او د هغو ټولو قوانینو څخه پیروي وکړئ چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي. تاسو به مجبور یئ چې د زړه له کومي هغه ته رجوع وکړئ.
11هغه امرونه چې نن یې تاسو ته درکوم په هغو باندې پوهېدل او عمل کول ډېر سخت کار نه دی.
12هغه امرونه پورته په اسمان کې نه دي ترڅو تاسو دې ته مجبور شئ چې داسې پوښتنه وکړئ: څوک به پورته وخېژي چې هغه مونږ ته لاندې راوړي ترڅو هغه واورو او عمل ورباندې وکړو؟
13نه هغه د دریاب په بلې غاړې باندې دي ترڅو دې ته مجبور شئ چې داسې پوښتنه وکړئ: څوک به د دریاب څخه تېر شي چې هغه مونږ ته راوړي ترڅو هغه واورو او عمل ورباندې وکړو؟
14نه، هغه دلته ستاسو سره دي. په هغو باندې پوهېږئ او هغه ویلی شئ، نو تاسو باید ورباندې عمل وکړئ.
15نن زه تاسو ته د خوشبختۍ او بدبختۍ او ژوند او مرګ د انتخابولو حق درکوم.
16که چېرې تاسو د خپل څښتن خدای امرونو ته چې زه یې نن درکوم غاړه کېږدئ، که چېرې د هغه سره مینه وکړئ، اطاعت یې وکړئ او د هغه د ټولو قوانینو څخه پیروي وکړئ، بیا به تاسو خوشبخته شئ او یو لوی قوم به درڅخه جوړ شي. تاسو ته به خپل څښتن خدای په هغه خاوره کې چې تاسو به یې ژر ونیسئ برکت درکړي.
17مګر که چېرې سرغړونه وکړئ او غوږ ورته ونه نیسئ او نور خلک تاسو بې لارې کړي او د نورو خدایانو عبادت وکړئ،
18نو تاسو به تباه شئ. زه تاسو ته اوس همدلته خبرداری درکوم. تاسو به په هغه خاوره کې چې د اردن د سیند په بلې غاړې باندې پرته ده او ژر به یې ونیسئ ډېره موده ژوند ونه کړئ.
19زه اوس تاسو ته د ژوند او مرګ، د خدای پاک د برکت او لعنت د انتخابولو حق درکوم او زه اسمان او ځمکه د دې خبرې دپاره شاهدان نیسم چې تاسو کوم شی انتخابوئ. تاسو ژوند انتخاب کړئ ترڅو تاسو او ستاسو اولاده ژوندي پاتې شئ.
20خپل څښتن خدای ته پوره وفادار اوسئ، د هغه سره مینه کوئ او څه چې درته فرمایي هغه کوئ. یوازې څښتن دی چې ژوندون ورکولی شي. هغه به تاسو ته په هغه خاوره کې چې ستاسو د نیکونو حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره یې وعده کړې ده زیات عمر درکړي.>