Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1دا د هغه لوظ شرایط دي چې څښتن حضرت موسیٰ ته امر کړی ؤ چې د اسراییلو د خلکو سره یې د موآب په خاوره کې وکړي. دا د هغه لوظ څخه جدا ؤ چې څښتن د هغوی سره د سینا د غره سره کړی ؤ.
2حضرت موسیٰ د اسراییلو ټول خلک راوغوښتل او ورته ویې فرمایل:
3تاسو هغه هیبتناکه بلاګانې، معجزې او هغه عجیبه عجیبه کارونه ولیدل چې څښتن کړي وو.
4مګر تر نن ورځې پورې هغه تاسو دې ته نه یئ پریښي چې په هغه څه باندې پوه شئ چې په تاسو باندې تېر شوي دي.
5څښتن څلوېښت کاله تاسو ته په دښته کې لارښودنه وکړه او په دې موده کې ستاسو کالي او څپلۍ هیڅ زاړه نه شول.
6تاسو د خوراک دپاره ډوډۍ نه درلودله او نه مو د څښاک دپاره شراب یا بیر درلودل، مګر څښتن تاسو ته خاص خواړه برابر کړل د دې دپاره چې تاسو په دې باندې پوه شئ چې هغه ستاسو خدای دی.
7کله چې مونږ دلته راغلو، د حشبون پادشاه سیحون او د باشان پادشاه عوج په مونږ باندې حمله وکړه. مګر مونږ هغوی ته ماتې ورکړه،
8د هغوی خاوره مو ونیوله او هغه مو د روبین او جاد د قبیلو او منسي د نیمې قبیلې ترمنځ ووېشله.
9د دې لوظ د ټولو شرایطو څخه په وفادارۍ سره اطاعت وکړئ ترڅو تاسو په خپل هر کار کې بریالي اوسئ.
10-
11نن تاسو ټول یعنې ستاسو قبیلوي مشران، سپین ږیري او ماموران، ستاسو نارینه، ښځې او ماشومان او هغه بېګانه خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي او ستاسو دپاره لرګي ماتوي او اوبه درته راوړي د خپل څښتن خدای په حضور کې ولاړ یاست.
12تاسو نن دلته د دې دپاره ولاړ یاست چې په هغه لوظ کې شامل شئ چې خپل څښتن خدای یې ستاسو سره کوي او د هغه شرایط قبول کړئ.
13-
15په دې لوظ کې څښتن دا وعده کړې ده چې تاسو به د هغه قوم یئ او هغه به ستاسو خدای وي. دا وعده هغه اول ستاسو د نیکونو یعنې حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره کړې وه او هماغه وعده نن ستاسو سره کوي. خو دا یوازې ستاسو سره نه بلکه ستاسو د اولادې سره یې هم کوي.
16ستاسو په یاد دي چې په مصر کې مو څنګه ژوند کاوه او څنګه د نورو قومونو د سیمې په لاره باندې تېر شولو.
17تاسو د هغوی د کرکې وړ بتان ولیدل چې د لرګیو، تیږو، سپینو او سرو زرو څخه جوړ شوي وو.
18پام کوئ چې هیڅ سړی، ښځه، کورنۍ یا قبیله چې نن دلته ولاړ دي زمونږ د څښتن خدای څخه به مخ نه اړوي او نه به د نورو قومونو د خدایانو عبادت کوي. که چېرې ستاسو څخه کوم یو د بتانو عبادت کوي هغه به د داسې بوټي په شان وي چې ترخه او زهرجنه مېوه نیسي.
19ګورئ چې نن باید دلته داسې څوک نه وي چې د دې لوظ خبرې واوري او بیاهم خپل ځان ته دا ډاډګیرنه ورکړي چې حتیٰ که چېرې هغه په سرزورۍ سره هم په خپله لاره لاړ شي، د هغه هر کار به په ښه ډول پرمخ ځي. داسې کار به تاسو ټول ښه او بد یوشان تباه کړي.
20څښتن به داسې سړی ونه بخښي، بلکه د هغه په ضد به د هغه قهر او غضب راوپاریږي او هغه ټول آفتونه به چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي په هغه باندې نازلیږي ترڅو څښتن د هغه نوم او نښان د ځمکې له مخ څخه ورک کړي.
21څښتن به د اسراییلو ټولو قبیلو ته هغه یو عبرت وګرځوي او د هغو ټولو لعنتونو سره سم به په هغه باندې آفت نازل کړي کوم چې په هغه لوظ کې شامل دي چې د څښتن د شریعت په دې کتاب کې لیکل شوی دی.
22-
23څښتن به ستاسو هېواد په مرضونو او آفتونو باندې ووهي. ستاسو اولاده او د لېرې هېوادونو بېګانه خلک به وویني چې ستاسو خاوره د مالګې او ګوګړو په یوه سوزوونکې دښتې بدله شوې ده چې هلته نه څه کرل کیږي، نه به تېغونه وهي او نه به په کې څه راشنه کیږي. ستاسو ځمکه به د سدوم، عموره، ادمه او صبوئیم د ښارونو په شان وي چې کله څښتن سخت په قهر شو او هغه یې له منځه یوړل.
24بیا به د ټولې دنیا خلک داسې پوښتنې کوي: څښتن ولې د هغوی په هېواد باندې داسې وکړل؟ د دې سخت غضب دلیل څه دی؟
25او ځواب به داسې وي: دا ځکه چې دې خلکو د خپلو نیکونو د څښتن خدای لوظ مات کړی دی، هغه لوظ چې څښتن د هغوی سره هغه وخت کړی ؤ چې کله یې هغوی له مصر څخه راوویستل.
26هغوی د نورو خدایانو عبادت کاوه چې مخکې یې هیڅکله نه ؤ کړی او څښتن د هغو عبادت منع کړی ؤ.
27نو څښتن په خپل قوم باندې په قهر شو او د هغوی په خاوره باندې یې هغه ټول آفتونه نازل کړل چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي.
28څښتن سخت په قهر شو او د خپل سخت قهر په وخت کې یې هغوی د خپلې خاورې څخه وویستل او پردۍ خاورې ته یې وشړل او هغوی اوس هم هلته دي.
29ځینې داسې خبرې شته چې زمونږ څښتن خدای زمونږ څخه پټې ساتلې دي، مګر هغه خپل شریعت راته ښکاره کړی دی او مونږ او زمونږ اولاده باید د تل دپاره د هغه شریعت اطاعت وکړو.