Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
68 verses
1که چېرې تاسو په وفادارۍ سره د خپل څښتن خدای اطاعت وکړئ او د هغه د ټولو امرونو څخه چې زه یې نن درکوم پیروي وکړئ، هغه به ستاسو قوم د دنیا د نورو ټولو قومونو څخه لوی کړي.
2د خپل څښتن خدای اطاعت کوئ، نو دا ټول برکتونه به ستاسو شي:
3څښتن به ستاسو په ښارونو او پټیو کې برکت واچوي.
4څښتن به تاسو ته ډېر اولادونه، پرېمانه فصلونه او ډېرې پادې او رمې درکړي.
5څښتن به ستاسو د غلو دانو په فصلونو او په هغو خواړو کې برکت واچوي چې تاسو یې د هغو فصلونو څخه تیاروئ.
6څښتن به ستاسو په هر کار کې برکت واچوي.
7کله چې ستاسو دښمنان په تاسو باندې حمله کوي، څښتن به ستاسو سره مرسته وکړي چې هغوی ته ماتې ورکړئ. هغوی به د یوې لارې څخه حمله کوي، مګر هرې خواته به ستاسو څخه تښتي.
8ستاسو څښتن خدای به ستاسو په هر کار کې برکت واچوي او ستاسو ګودامونه به د غلو دانو څخه ډک کړي. هغه به تاسو ته په هغه ځمکه کې چې تاسو ته یې درکوي برکت درکړي.
9که چېرې تاسو د خپل څښتن خدای اطاعت وکړئ او د هغه هر امر په ځای کړئ، هغه به د خپلې وعدې سره سم ستاسو څخه خپل خاص قوم جوړ کړي.
10بیا به د دنیا ټول قومونه وویني چې څښتن تاسو د خپل قوم په توګه انتخاب کړي یاست او هغوی به ستاسو څخه ووېریږي.
11څښتن به تاسو ته ډېر اولادونه، ډېر حیوانات او پرېمانه فصلونه په هغې خاوره کې درکړي چې ستاسو د نیکونو سره یې وعده کړې وه چې تاسو ته به یې درکړي.
12هغه به په صحیح وخت د خپلو غني اسماني زېرمو څخه په تاسو باران اوروي او ستاسو په ټولو کارونو کې به برکت واچوي ترڅو تاسو ډېرو قومونو ته قرض ورکړئ، مګر د هیڅ قوم څخه به څه شی په قرض نه اخلئ.
13که چېرې تاسو د څښتن هغو ټولو امرونو ته چې زه یې نن درکوم په وفادارۍ سره غاړه کېږدئ، ستاسو څښتن خدای به ستاسو قوم د نورو قومونو په منځ کې پیرو نه بلکه مشر کړي، تاسو به همېشه بریالي یاست او هیڅکله به نه ناکامېږئ.
14مګر تاسو باید هیڅکله او په هیڅ ډول د دغو امرونو څخه سرغړونه ونه کړئ او نه د نورو خدایانو عبادت او خدمت وکړئ.
15مګر که چېرې تاسو د خپل څښتن خدای نافرماني وکړئ او په وفادارۍ سره د هغه د ټولو فرمانونو او قوانینو څخه چې زه یې نن درکوم پیروي ونه کړئ، دا ټول لعنتونه به په تاسو باندې راشي:
16څښتن به ستاسو په ښارونو او پټیو باندې لعنت ووایي.
17څښتن به ستاسو د غلو دانو په فصلونو او په هغو خواړو باندې لعنت ووایي چې تاسو یې ورڅخه تیاروئ.
18څښتن به تاسو ته د لږو اولادونو، خرابو فصلونو او لږو پادو او رمو په درکولو سره په تاسو باندې لعنت ووایي.
19څښتن به ستاسو په هر کار باندې لعنت ووایي.
20که چېرې تاسو بد کارونه وکړئ او څښتن رد کړئ، هغه به تر هغه وخته پورې ستاسو په هر کار کې آفت، وارخطایي او تکلیف رامنځته کوي ترڅو تاسو ژر او په بشپړه توګه تباه شئ.
21هغه به تر هغه وخته پورې تاسو په پرله پسې ناروغیو باندې اخته کوي ترڅو ستاسو څخه هیڅوک په هغې خاورې کې پاتې نه شي چې تاسو به یې ژر ونیسئ.
22څښتن به تاسو په ساري ناروغیو، پړسوب او تبې باندې اخته کړي. هغه به وچکالي او چڼاسکې رامنځته کړي او سوزوونکي بادونه به رانازل کړي چې ستاسو فصلونه له منځه یوسي. دا آفتونه به په تاسو باندې تر هغه وخته پورې وي ترڅو مړه شئ.
23باران به هیڅ نه اوریږي او ستاسو ځمکه به د اوسپنې په شان کلکه شي.
24د باران په ځای به څښتن د ګردونو او شګو طوفانونه تر هغه وخته پورې په تاسو باندې نازلوي ترڅو تاسو تباه شئ.
25څښتن به ستاسو دښمنانو ته په تاسو باندې بری ورکړي. تاسو به د یوې لارې څخه په هغوی باندې حمله کوئ، مګر د هغوی څخه به هرې خواته تښتئ او کله چې د دنیا ټول خلک دا پېښې وویني چې په تاسو باندې تېریږي، نو هغوی به سخت ووېریږي.
26کله چې تاسو مړه شئ، مرغان او وحشي حیوانات به راځي او ستاسو مړي به خوري او هیڅوک به نه وي چې هغوی وشړي.
27څښتن به په تاسو باندې دانې راوخېژوي لکه څنګه چې هغه په مصریانو باندې راخېژولې وې. هغه به ستاسو په بدنونو باندې زخمونه راپیدا کړي. تاسو به د داغونو څخه ډک شئ او خارښت به درباندې ولګیږي، مګر هیڅ علاج به یې نه وي.
28څښتن به تاسو لېوني کړي، هغه به تاسو ړانده او وارخطا کړي.
29تاسو به په رڼا ورځ د ړانده په شان لاس او پښې وهئ او خپله لاره به نه شئ پیدا کولی. په خپل هیڅ کار کې به نه کامیابېږئ. په تاسو باندې به همېشه ظلم کیږي او لوټل کېږئ به او هیڅوک به نه وي چې مرسته درسره وکړي.
30تاسو به د یوې پېغلې سره کوژدن کوئ، مګر بل څوک به په زور د هغې سره څملي. تاسو به کور جوړوئ، مګر هیڅکله به په کې ونه اوسېږئ. تاسو به د انګورو باغ جوړوئ، مګر هیڅکله به د هغه انګور ونه خورئ.
31ستاسو غوایان به ستاسو په مخکې حلال کړای شي، مګر تاسو به د هغو غوښه ونه خورئ. خره به مو په زور بیول کیږي او تاسو به ورته ګورئ خو بېرته به تاسو ته نه درکول کیږي. ستاسو دښمنان به ستاسو پسونه بوځي او هیڅوک به نه وي چې مرسته درسره وکړي.
32ستاسو زامن او لورګانې به ستاسو په مخکې بېګانه خلکو ته د غلامانو په توګه ورکول کیږي. هره ورځ به تاسو خپلې اوښکې تویوئ او بې ځایه به خپلو اولادونو ته سترګې په لاره یئ چې راستانه به شي.
33یو بېګانه قوم به ستاسو ټول فصلونه چې تاسو په ډېر زحمت سره کرلي دي اخلي خو تاسو به د دوامداره ظلم او بدې رویې څخه پرته هیڅ شی ترلاسه نه کړئ.
34څه چې تاسو وینئ هغه به دومره وېروونکي وي چې تاسو به لېوني شئ.
35څښتن به تاسو ته داسې سزا درکړي چې د سر څخه نیولې تر پښو پورې له دردناکو دانو څخه ډک شئ چې هیڅ علاج به یې نه وي.
36څښتن به تاسو او هغه پادشاه چې تاسو به یې انتخاب کړئ پرېږدي چې یو داسې بېګانه هېواد ته د اسیرانو په توګه یوړل شئ چې نه تاسو او نه ستاسو نیکونو پېژانده. هلته به تاسو د داسې خدایانو عبادت کوئ چې د لرګیو او تیږو څخه جوړ شوي وي.
37په هغو هېوادونو کې چې څښتن به تاسو په کې خپاره کړي، د هغو ځایونو خلک به د دې پېښو په لیدلو سره چې په تاسو باندې تېریږي له وېرې ولړزیږي او په تاسو باندې به ملنډې وهي.
38تاسو به په کافي اندازه تخم وکرئ، مګر لږ حاصل به ورېبئ ځکه چې ملخان به ستاسو فصلونه وخوري.
39تاسو به د انګورو باغونه جوړ کړئ او د هغو ساتنه به وکړئ، مګر انګور به ورڅخه راټول نه کړئ او د هغو شراب به ونه څښئ، ځکه چې تاکونه به چینجي وخوري.
40ستاسو په وطن کې به په هرځای کې د زیتونو ونې شنې کیږي، مګر د هغو په تېلو باندې به خپل ځانونه غوړ نه کړئ ځکه چې زیتون به له پخېدلو څخه مخکې راغورزیږي.
41تاسو به زامن او لورګانې ولرئ، مګر هغوی به له لاسه ورکړئ ځکه چې هغوی به د جنګي اسیرانو په توګه یوړل شي.
42ستاسو ټولې ونې او فصلونه به د ملخانو له خوا له منځه یوړل شي.
43هغه بېګانه خلک چې ستاسو په خاوره کې اوسیږي هغوی به نور هم شتمن او قدرتمند شي، خو تاسو به نور هم غریبان او بې وزلي شئ.
44هغوی به پیسې ولري چې تاسو ته یې په قرض درکړي، مګر تاسو به هیڅ شی نه لرئ چې هغوی ته یې په قرض ورکړئ. په آخر کې به هغوی ستاسو مشران شي.
45که چېرې تاسو د هغو ټولو قوانینو چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي اطاعت ونه کړئ، نو هغه به دا ټول آفتونه په تاسو باندې نازل کړي. دا آفتونه به تر هغه پورې په تاسو باندې وي ترڅو تباه شئ.
46دا به د تل دپاره په تاسو او ستاسو په اولادې باندې د څښتن د قضاوت نښه وي.
47څښتن تاسو ته په هر لحاظ برکت درکړ، مګر تاسو په خوشاله زړونو د هغه خدمت ونه کړ.
48په دې خاطر به څښتن ستاسو دښمنان راولېږي چې په تاسو باندې حمله وکړي او تاسو به د غلامانو په توګه د هغوی خدمت کوئ. تاسو به وږي، تږي، لوڅ او د هر شي دپاره به حاجتمند یاست. څښتن به ستاسو دښمنان دې ته پرېږدي چې په تاسو باندې سخت ظلم وکړي ترڅو مړه شئ.
49څښتن به د دنیا د بل سر څخه ستاسو په ضد یو داسې قوم راولي چې تاسو به یې په ژبه نه پوهېږئ. هغوی به د عقاب په شان په تاسو باندې راکوز شي.
50هغوی به بې رحمه وي او په هیچا به رحم نه کوي، نه په ځوانانو او نه په زړو خلکو.
51هغوی به ستاسو حیوانات او فصلونه واخلي او تاسو به له لوږې مړه شئ. هغوی به تاسو ته هیڅ غلې دانې، شراب، د زیتونو تېل، پادې او رمې پرېنږدي او تاسو به مړه شئ.
52هغوی به ټول ښارونه چې په هغه خاوره کې دي چې خپل څښتن خدای یې درکوي محاصره کړي او هغه لوړ او قوي دېوالونه به راوغورزوي چې تاسو ورباندې ډاډه یئ.
53د هغو تکلیفونو له امله چې ستاسو دښمنان به یې د محاصرې په وخت کې په تاسو باندې راولي، تاسو به دومره وږي شئ چې حتیٰ خپل اولادونه به چې خپل څښتن خدای درکړي دي هم وخورئ.
54-
55حتیٰ ترټولو مهربان او نرم سړی به هم د محاصرې په وخت کې دومره وږی شي چې د نورو خواړو د نشتوالي له کبله به د خپلو اولادونو غوښې وخوري. هغه به خپل ورور یا خپلې ښځې ته چې مینه ورسره کوي او خپلو پاتې اولادونو ته د هغې د ورکولو څخه په کلکه انکار کوي.
56-
57حتیٰ ترټولو مهربانه او نازکه ښځه چې دومره شتمنه وي چې د نازه خپله پښه په ځمکه نه ږدي، هغه به هم همداسې چلند وکړي. کله چې دښمن د هغې ښار محاصره کړي، هغه ښځه به دومره وږې شي چې په پټه به خپل نوی زېږېدلی ماشوم او د هغه پېروان هم وخوري. هغه به خپل مېړه چې ورسره مینه کوي یا خپل نور اولادونه په هغې کې شریک نه کړي.
58که چېرې تاسو د خدای پاک د ټولو قوانینو څخه چې په دې کتاب کې لیکلي دي په وفادارۍ سره اطاعت ونه کړئ او د خپل څښتن خدای د جلالي او هیبتناکه نوم احترام ونه کړئ،
59هغه به تاسو او ستاسو اولاده په وېروونکو بلاګانو او داسې خطرناکو ناروغیو اخته کړي چې علاج به یې نه کیږي.
60هغه به په تاسو باندې هغه ټول مرضونه راولي چې په مصر کې ورڅخه وېرېدلئ او هیڅکله به روغ نه شئ.
61حتیٰ هغه به تاسو په هر ډول ناروغیو او بلاګانو باندې چې د خدای پاک د قوانینو په دې کتاب کې ورڅخه یادونه نه ده شوې هم اخته کړي او تباه به شئ.
62که څه هم یو وخت ستاسو شمېر د اسمان د ستورو په شان زیات ؤ، مګر ستاسو څخه به یوازې څو تنه ژوندي پاتې شي ځکه چې تاسو د خپل څښتن خدای اطاعت ونه کړ.
63لکه څنګه چې څښتن خوشاله ؤ چې ستاسو سره نېکي وکړي او ستاسو شمېر زیات کړي، همداسې به هغه خوشاله شي چې تاسو له منځه یوسي او تباهي درباندې راولي. تاسو به د هغې خاورې څخه چې ژر به یې ونیسئ بېخي وویستل شئ.
64څښتن به تاسو د دنیا د یو سر څخه تر بل سره پورې په ټولو قومونو کې خپاره کړي او هلته به د داسې خدایانو عبادت کوئ چې د لرګیو او تیږو څخه جوړ شوي وي، د داسې خدایانو چې نه تاسو او نه ستاسو نیکونو مخکې د هغو عبادت کړی وي.
65تاسو به په هیڅ ځای کې ارامي نه مومئ، همېشه به د کور په ارمان یئ. څښتن به تاسو په اندېښنو، ناامیدۍ او مایوسۍ کې غرق کړي.
66ستاسو ژوند به همېشه په خطر کې وي. تاسو به شپه او ورځ سخت وېرېږئ او د مرګ په دوامداره وېره کې به ژوند کوئ.
67تاسو چې هر شي ته ګورئ زړونه به مو د وېرې له لاسه درزیږي. هر سهار به وایئ، کاشکې شپه وای او هره شپه به وایئ، کاشکې سهار وای.
68څښتن به تاسو بېرته په کشتیو کې مصر ته ولېږي که څه هم هغه فرمایلي دي چې تاسو به هیڅکله نه مجبوره کېږئ چې بیا هلته لاړ شئ. هلته به تاسو د دې هڅه کوئ چې خپل ځانونه په خپلو دښمنانو باندې د غلامانو په توګه خرڅ کړئ، مګر هیڅوک به تاسو نه اخلي.>