Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1بیا حضرت موسیٰ د اسراییلو د مشرانو سره ولاړ ؤ او قوم ته یې وویل:
2-
4تاسو به ژر د اردن د سیند څخه تېر شئ او هغې خاورې ته به ورداخل شئ چې ستاسو څښتن خدای وعده کړې ده چې تاسو ته به یې درکوي. دا هغه خدای دی چې ستاسو نیکونو یې عبادت کاوه. دا غني او حاصلخېزه خاوره ده. څنګه چې هغې خاورې ته ورننوزئ نو د عیبال غره ته لاړ شئ. هلته لویې لویې تیږې ودروئ او د ګچ اخېړ ورته ورکړئ. بیا په هغو باندې دا ټول قوانین ولیکئ.
5په هغه ځای کې یوه قربانګاه جوړه کړئ، خو د داسې تیږو څخه په کې کار مه اخلئ چې د اوسپنیز سامان په وسیله پرې کړل شوې وي،
6ځکه تاسو چې خپل څښتن خدای ته د قربانۍ ځای جوړوئ باید د داسې تیږو څخه جوړ شي چې پرې کړل شوې نه وي. هلته باید تاسو سوزېدونکې نذرانې وړاندې کړئ
7او هلته باید خپلې د سلامتۍ نذرانې قرباني کړئ او هغه وخورئ او د خپل څښتن خدای په حضور کې خوشالي وکړئ.
8په هغو تیږو باندې چې د ګچ اخېړ ورته ورکړل شوی دی، په واضیح ډول د خدای پاک د قوانینو ټولې خبرې ولیکئ.>
9بیا حضرت موسیٰ او لاوي کاهنانو د اسراییلو ټول قوم ته وویل:
10نو د هغه اطاعت کوئ او د هغه د ټولو قوانینو څخه چې زه یې نن درکوم پیروي کوئ.>
11په هماغه ورځ حضرت موسیٰ د اسراییلو قوم ته حکم وکړ:
13دغه قبیلې به د عیبال په غره باندې ودریږي کله چې د لعنتونو اعلان کیږي: روبین، جاد، اشیر، زبولون، دان او نفتالي.
14لاویان به د اسراییلو ټول قوم ته په لوړ اواز سره دا خبرې وکړي:
15د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د تیږې، لرګي یا د فلز څخه بت جوړوي او په پټه د هغه عبادت کوي. څښتن د بت پرستۍ څخه کرکه کوي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
16د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د خپل پلار او مور بې احترامي کوي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
17د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې هغه تیږې بېځایه کوي چې د ګاونډي د جایداد حد ورباندې په نښه کیږي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
18د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې ړانده ته غلطه لار ورښایي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
19د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې بېګانه خلک، یتیمان او کونډې د خپلو حقونو څخه محروموي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
20د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د خپل پلار د ښځې سره د زنا کولو په سبب خپل پلار سپکوي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
21د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د حیوان سره جنسي اړیکې ساتي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
22د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د خپلې سکه یا ناسکه خور سره زنا کوي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
23د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د خپلې خواښې سره زنا کوي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
24د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې په پټه قتل کوي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
25د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د یو بې ګناه نفر د قتلولو دپاره پیسې اخلي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!
26د خدای پاک لعنت دې وي په هر هغه چا باندې چې د هغه د دې ټولو قوانینو اطاعت نه کوي.ټول قوم به په ځواب کې ووایي: امین!