Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1کله چې تاسو هغه خاوره ونیسئ چې خپل څښتن خدای یې درکوي او هلته واوسېږئ،
2تاسو هر یو باید د هر فصل اوله برخه چې تاسو یې رېبئ په یوې ټوکرۍ کې واچوئ او د خپلو ځانونو سره یې هغه ځای ته یوسئ چې ستاسو څښتن خدای یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي.
3بیا د هغه وخت کاهن ته ورشئ او داسې ورته ووایئ: زه نن خپل څښتن خدای ته دا اقرار کوم چې زه هغه وطن ته ورداخل شوی یم چې هغه یې زمونږ د نیکونو سره وعده کړې وه چې مونږ ته به یې راکړي.
4کاهن به ستاسو څخه ټوکرۍ واخلي او د څښتن خدای د قربانۍ د ځای په مخ کې به یې کېږدي.
5بیا به تاسو د څښتن په حضور کې دا خبرې بیان کړئ: زما نیکه چې د ارام څخه ؤ یو در په در ګرځېدونکی سړی ؤ. هغه خپله کورنۍ مصر ته بوتله چې هلته واوسیږي. کله چې هغوی هلته لاړل، د هغوی شمېر کم ؤ، مګر یو لوی او قدرتمند قوم ورڅخه جوړ شو.
6مصریانو زمونږ سره بده رویه کوله او مونږ یې دې ته مجبورولو چې د غلامانو په توګه کار وکړو.
7بیا مونږ د خپلو نیکونو څښتن خدای ته د مرستې دپاره فریاد وکړ. هغه زمونږ فریاد واورېد او ویې لیدل چې مونږ څومره بې وزلي وو چې مصریانو راباندې ظلم کاوه او مونږ یې مجبورولو چې سخت کار وکړو.
8هغه د زورورو معجزو په ښودلو سره مصریان سخت ووېرول او په خپل لوی قدرت او قوت سره یې مونږ د مصر څخه ازاد کړو.
9هغه مونږ دلته راوستلو او دا غني او حاصلخېزه ځمکه یې مونږ ته راکړه.
10نو اوس زه تاته د هغو حاصلاتو اولنۍ برخه راوړم چې تا څښتن راته راکړي دي.ټوکرۍ د څښتن په حضور کې کېږدئ او هلته عبادت وکړئ.
11بیا لاړ شئ او د هغو ټولو ښو شیانو په خاطر چې ستاسو څښتن خدای تاسو او ستاسو کورنیو ته درکړي دي جشن ونیسئ. دا یاد ساتئ چې لاویانو او هغه بېګانه خلکو ته چې ستاسو په منځ کې اوسیږي په دې جشن کې بلنه ورکړئ.
12په هر دریم کال د خپلو حاصلاتو لسمه برخه یعنې عشر هغو لاویانو، بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو ته چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي ورکوئ، ترڅو هغوی د خوراک دپاره هرڅه ولري.
13بیا څښتن ته داسې ووایئ: ما د خپل کور څخه هغه لسمه برخه چې مقدسه ده واخیستله او هغه مې ستا د امر سره سم لاویانو، بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو ته ورکړه. ما ستا د هغو امرونو څخه چې د عشر په هکله دي، د هیڅ یو څخه سرغړونه نه ده کړې او نه مې هېر کړی دی.
14ما د غمرازۍ په وخت کې د دې مقدس عشر څخه هیڅ شی نه دی خوړلی. کله چې زه ناپاک وم هغو ته مې لاس نه دی وروړی او نه مې د هغو څخه د مړو په نوم څه ورکړي دي. ای څښتنه، ما ستا اطاعت کړی دی او تا چې ماته هر حکم کړی دی هغه مې په ځای کړی دی.
15ای څښتنه، د خپل مقدس ځای څخه چې په اسمان کې دی لاندې وګوره او خپل قوم یعنې اسراییلو ته برکت ورکړه. په هغې غني او حاصلخېزې ځمکې کې هم برکت واچوه چې تا مونږ ته د هغې وعدې سره سم راکړې ده چې زمونږ د نیکونو سره دې کړې وه.
16نن تاسو ته خپل څښتن خدای امر کوي چې د هغه ټولو قوانینو ته غاړه کېږدئ. نو په وفادارۍ سره او د زړه له کومي هغو ته غاړه کېږدئ.
17نن تاسو اقرار وکړ چې څښتن ستاسو خدای دی. تاسو وعده کړې ده چې د هغه اطاعت به کوئ، د هغه د ټولو قوانینو څخه به پیروي کوئ او د هغه په ټو��و حکمونو باندې به عمل کوئ.
18څښتن د خپلې وعدې سره سم نن دا اقرار کړی دی چې تاسو د هغه خاص قوم یئ او تاسو ته امر کوي چې د هغه ټولو قوانینو ته غاړه کېږدئ.
19څښتن به ستاسو قوم د نورو ټولو قومونو څخه چې هغه پیدا کړي دي لوی کړي او ستاسو صفت او عزت به کیږي. تاسو به د څښتن د وعدې سره سم د هغه خپل قوم یئ.>