Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1فرض کړئ دوه اسراییلیان محکمې ته ورځي چې یوه دعوه حل کړي او یو تن یې بې ګناه او بل یې مجرم وګڼل شي.
2که چېرې په مجرم باندې د وهلو حکم وشي، قاضي دې هغه پړمخې څملوي او په قمچینه باندې دې ووهي. د قمچینې د ګوزارونو شمېر به د هغه په جرم پورې اړه ولري.
3هغه به د څلوېښتو ګوزارونو څخه زیات نه وهل کیږي، د هغې څخه زیات به په عام محضر کې د هغه د سپکاوي سبب شي.
4د غلو دانو د غوبل کولو په وخت کې د غویي خوله مه تړئ.
5که چېرې دوه ورونه په یو جایداد باندې ژوند کوي او د هغو څخه یو تن مړ شي او هیڅ زوی ورڅخه پاتې نه شي، بیا دې د هغه کونډه د کورنۍ څخه بیرون د بل چا سره واده نه شي. دا د مړه شوي سړي د ورور وظیفه ده چې د هغې سره واده وکړي.
6د هغوی اول زوی چې پیدا شي، هغه به د مړ شوي سړي زوی ګڼل کیږي ترڅو د هغه نوم د اسراییلو له قوم څخه ورک نه شي.
7مګر که چېرې د مړ شوي سړي ورور نه غواړي چې د هغې سره واده وکړي، نو هغه ښځه دې د ښار مشرانو ته چې د ښار په دروازه کې غونډه کوي ورشي او داسې دې ورته ووایي: زما لېور زما په حق کې خپل مسئولیت نه ترسره کوي، هغه د دې خبرې څخه انکار کوي چې د هغه ورور دې د اسراییلو په قوم کې اولاده ولري.
8بیا دې د ښار مشران د هغې لېور راوغواړي او خبرې دې ورسره وکړي. که چېرې بیاهم د هغې سره د واده کولو څخه انکار کوي،
9نو د هغه د ورور کونډه دې د ښار د مشرانو په حضور کې هغه ته ورشي، د هغه یوه څپلۍ دې وباسي، په مخ دې ورته لیاړې توکړي او داسې دې ووایي: د هغه سړي سره چې نه غواړي د خپل مړ ورور کور یې ودان شي داسې کیږي.
10پس له دې به د هغه سړي کورنۍ په اسراییلو کې د څپلۍ ویستل شوي د کورنۍ په نوم مشهوره شي.
11که چېرې دوه نفره یو د بل سره جنګ کوي او د یو سړي ښځه هڅه وکړي چې خپل مېړه د هغه سړي څخه وژغوري او هغه سړی د تناسلي آلې څخه ونیسي،
12نو په هغې باندې هیڅ رحم مه کوئ. د هغې لاس پرې کړئ.
13-
14دوه قسمه وزنونه یا اندازې چې خلک ورباندې وغولوئ مه استعمالوئ چې یو یې د کوم شي د اخیستلو دپاره استعمال کړئ چې زیاته ګټه ترلاسه کړئ او بل یې د خرڅلاو دپاره چې خلکو ته کم شی ورکړئ.
15د صحیح وزنونو او اندازو څخه کار اخلئ ترڅو تاسو په هغه خاوره کې چې خپل څښتن خدای یې درکوي زیات عمر ولرئ.
16څښتن د داسې خلکو څخه چې ټګي او منافقت کوي، کرکه کوي.
17در په یاد کړئ کله چې تاسو د مصر څخه راتللئ، عمالیقیانو په تاسو باندې څه وکړل.
18هغوی د خدای پاک څخه هیڅ وېره نه درلودله، په داسې حال کې چې تاسو ډېر ستړي وئ نو د شا له خوا یې درباندې حمله وکړه او هغه نفر چې شاته پاتې وو هغه ټول یې ووژل.
19نو بیا کله چې خپل څښتن خدای تاسو ته هغه وطن درکړي او د خپلو ټولو دښمنانو څخه مو چې ستاسو په شاوخوا کې اوسیږي خوندي وساتي، دا خبره هېره نه کړئ چې عمالیقیان باید په بشپړه توګه د ځمکې له مخ څخه ورک کړئ، ترڅو هیڅوک نور هغوی یاد نه کړي.