Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1افرض کړئ یو سړی د یوې نجلۍ سره واده وکړي او وروسته یې بد ایسي ځکه چې په هغې کې یو داسې شی ګوري چې د هغه نه خوښیږي. نو هغه طلاقنامه لیکي، هغې ته یې ورکوي او د خپل کور څخه یې شړي.
2بیا فرض کړئ هغه د یو بل سړي سره واده کوي
3او د دوهم مېړه هم هغه ښځه نه خوښیږي، نو هغه هم طلاقنامه لیکي، هغې ته یې ورکوي او د خپل کور څخه یې شړي. یا فرض کړئ د هغې دوهم مېړه مړ کیږي.
4په دواړو صورتونو کې دې د هغې اولنی مېړه بیا د هغې سره واده نه کوي، ځکه چې هغه نجسه شوې ده. که چېرې هغه ورسره بیا واده وکړي، د هغوی واده به هغه ځمکه ناپاکه کړي کومه چې خپل څښتن خدای یې درکوي او څښتن د دې کار څخه کرکه کوي.
5که چېرې یو سړي نوی واده کړی وي، هغه دې جنګ یا کومې بلې وظیفې ته نه لېږل کیږي. هغه دې یو کال د وظیفې څخه معاف وي ترڅو هغه په کور کې پاتې شي او خپله ښځه خوشاله وساتي.
6کله چې تاسو چاته کوم شی په قرض ورکوئ، باید د هغه د مېچنې پلونه چې د غلو دانو د میده کولو دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي د ضمانت په توګه وانخلئ. په دې کار سره به د هغې کورنۍ هغه وسیله له منځه لاړه شي کوم چې هغوی ورباندې د ژوندي پاتې کېدلو دپاره خواړه تیاروي.
7که چېرې یو نفر ونیول شي چې خپل اسراییلی ورور یې تښتاوه چې هغه خپل غلام کړي یا یې د غلام په توګه خرڅ کړي، نو تښتوونکی دې ووژل شي. په دې ډول به تاسو د دې بدکارۍ څخه خلاص شئ.
8کله چې تاسو د پوستکي په ساري ناروغۍ اخته شئ نو څه چې لاوي کاهنان درته وایي کټ مټ هماغسې وکړئ. د هغو لارښودنو څخه پیروي وکړئ چې ما هغوی ته ورکړي دي.
9په یاد ساتئ کله چې تاسو د مصر څخه راوتلئ، ستاسو څښتن خدای په مریم باندې څه وکړل.
10کله چې تاسو چاته کوم شی په قرض ورکوئ، د هغه کور ته د دې دپاره مه ورننوزئ چې د هغه څخه کوم شی د ضمانت په توګه واخلئ.
11بیرون انتظار وباسئ او پرېږدئ چې هغه یې په خپله تاسو ته راوړي.
12فرض کړئ یو نفر دومره غریب وي چې یوازینی شی چې هغه یې کولی شي تاسو ته د ضمانت په توګه درکړي هغه چپنه ده، نو د هغه چپنه د شپې د خپل ځان سره ونه ساتئ.
13هغه د لمرپرېواته څخه مخکې بېرته ورکړئ ترڅو د هغې خاوند وکولی شي هغه واغوندي او ویده شي او د څښتن څخه ستاسو دپاره برکت وغواړي. نو دا کار به ستاسو د څښتن خدای په نظر کې ښه عمل وګڼل شي.
14که چېرې تاسو غریب خلک د خپل کار دپاره مزدوران ونیسئ، نو د هغوی اجوره مه ځنډوئ، که هغه اسراییلیان وي یا هغه بېګانه خلک چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي.
15د هرې ورځې اجوره د لمرپرېواته څخه مخکې ورکوئ. هغوی خپل ژوند په نېستۍ کې تېروي او د ژوندي پاتې کېدلو دپاره پیسو ته ضرورت لري. که چېرې هغوی ته په خپل وخت سره اجوره ورنه کړئ، هغوی به ستاسو په ضد څښتن ته فریاد وکړي او تاسو به ګناهکار وګڼل شئ.
16مور او پلار دې د هغو جرمونو په خاطر نه وژل کیږي چې د هغوی اولادونو کړي وي او اولادونه دې د هغو جرمونو په خاطر نه وژل کیږي چې د هغوی مور او پلار کړي وي. هرڅوک دې یوازې د هغو جرمونو دپاره ووژل شي چې هغوی په خپله کړي وي.
17بېګانه خلک او یتیمان د خپلو حقونو څخه مه محروموئ او د قرض په خاطر د یوې کونډې کالي د ضمانت په توګه مه اخلئ.
18په یاد ساتئ چې تاسو په مصر کې غلامان وئ او خپل څښتن خدای ازاد کړئ، نو ځکه زه تاسو ته دا حکم کوم.
19کله چې تاسو خپل فصلونه لو کوئ او په پټي کې درڅخه کومه ګېډۍ پاتې شي، د هغې پسې بېرته مه ورځئ. هغه بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو ته پرېږدئ ترڅو ستاسو څښتن خدای ستاسو په هر کار کې برکت واچوي.
20کله چې تاسو یوځل خپل زیتون راټول کړل، نو د پاتې شویو زیتونو پسې بېرته مه ورځئ چې هغه هم راوړئ. هغه د بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو دپاره پرېږدئ.
21کله چې تاسو یوځل خپل انګور راټول کړل، دوهم ځل تاکونو ته مه ورځئ. کوم انګور چې پاتې وي هغه د بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو دپاره دي.
22دا خبره هیڅکله مه هېروئ چې تاسو په مصر کې غلامان وئ، نو ځکه زه تاسو ته دا حکم کوم.