Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1جهیڅ داسې سړی چې خصي شوی وي یا د هغه تناسلي آله پرې کړل شوې وي د څښتن په قوم کې نه شي شاملېدلی.
2هیڅ داسې نفر چې حرامي وي او د داسې نفر اولاده حتیٰ تر لسم نسله پورې د څښتن په قوم کې نه شي شاملېدلی.
3هیڅ عمونی یا موآبی او د هغوی اولاده حتیٰ تر لسم نسله پورې د څښتن په قوم کې نه شي شاملېدلی.
4دا په دې سبب کله چې تاسو د مصر څخه راوتلئ، هغوی تاسو ته د ډوډۍ او اوبو د برابرولو څخه انکار وکړ او د بعور زوی بلعام یې چې په بین النهرین کې د فتور د ښار څخه ؤ اجیر ونیوه چې په تاسو باندې لعنت ووایي.
5مګر ستاسو څښتن خدای به بلعام ته غوږ نه نیوه، د هغې په ځای یې لعنت په برکت بدل کړ ځکه چې هغه ستاسو سره مینه درلودله.
6تاسو او ستاسو راتلونکي نسلونه د هغو قومونو سره د هیڅ شي مرسته ونه کړئ او د هغوی خوشبختي مه غواړئ.
7ادومیانو ته په سپکه سترګه مه ګورئ، ځکه چې هغوی ستاسو خپلوان دي. مصریانو ته هم په سپکه سترګه مه ګورئ، ځکه چې یو وخت تاسو د هغوی په خاوره کې اوسېدلئ.
8کېدای شي چې د هغوی لمسیان د څښتن په قوم کې شامل شي.
9کله چې تاسو د جنګ په وخت کې په کمپ کې یئ، باید د هر هغه شي څخه چې تاسو په مذهبي لحاظ ناپاکه کوي ځانونه وساتئ.
10که چېرې د شپې له خوا شیطان یو سړی وغولوي او له دې کبله هغه ناپاک شي، هغه دې د کمپ څخه بیرون ووزي او هلته دې پاتې شي.
11هغه دې مازدیګر غسل وکړي او ماښام کولی شي چې بېرته کمپ ته راشي.
12د کمپ څخه بیرون یو داسې ځای جوړ کړئ چې د تشناب په توګه ورڅخه کار واخیستل شي.
13په خپلو سامانونو کې یو داسې شی ولرئ چې ځمکه ورباندې وکیندل شي. کله چې تاسو د حاجت د رفع کولو دپاره ځئ، په هغه باندې یوه کنده وباسئ. بیا وروسته له دې چې خپل حاجت رفع کړئ، خپل غایطه مواد په هغې کندې کې ښخوئ.
14څرنګه چې ستاسو څښتن خدای ستاسو په کمپ کې ګرځي چې ستاسو ساتنه وکړي او په خپلو دښمنانو باندې بری درکړي، نو ستاسو کمپ باید مقدس وي ترڅو هغه ستاسو په منځ کې کوم خراب شی ونه ویني او ستاسو څخه مخ ونه ګرځوي.
15که چېرې یو غلام د خپل بادار څخه وتښتي او تاسو ته د پناه اخیستلو دپاره راشي، هغه بېرته خپل بادار ته په لاس مه ورکوئ.
16هغه کولی شي ستاسو په هر ښار کې چې د هغه خوښه وي واوسیږي او تاسو باید د هغه سره بده رویه ونه کړئ.
17هیڅ اسراییلی سړی یا ښځه باید د عبادتخانې لواطت کار یا فاحشه نه شي.
18همدارنګه هیڅ داسې پیسې چې په دې ډول ګټل شوې وي د نذر د ورکولو دپاره دې ستاسو د څښتن خدای کور ته رانه وړل شي. څښتن د عبادتخانې د لواطت کارانو او فاحشو څخه کرکه کوي.
19کله چې تاسو یو اسراییلي ورور ته پیسې یا ډوډۍ یا بل شی په قرض ورکړئ، د هغه څخه سود مه اخلئ.
20تاسو کولی شئ چې د بېګانه نفر څخه سود واخلئ، مګر د اسراییلي څخه نه. دا کار وکړئ، نو ستاسو څښتن خدای به ستاسو په هر کار کې چې تاسو یې په هغه خاوره کې کوئ چې تاسو یې نیسئ برکت واچوي.
21کله چې تاسو خپل څښتن خدای ته نذر منئ، د خپلې وعدې په پوره کولو کې ځنډ مه کوئ، ځکه چې ستاسو څښتن خدای به ستاسو څخه وغواړ�� چې هغه وعده پوره کړئ. که نه، نو تاسو به ګناهکار وګڼل شئ.
22دا کومه ګناه نه ده چې تاسو څښتن ته نذر ونه منئ.
23څه چې تاسو ویلي دي هغه باید خامخا پوره کړئ، ځکه چې تاسو په خپله خوښه او په خپلې خولې څښتن ته نذر منلی دی.
24کله چې تاسو د بل چا د انګورو باغ ته ورننوزئ، څومره انګور چې غواړئ خوړلی یې شئ، مګر هغه باید په یو لوښي کې د خپل ځان سره یونسئ.
25کله چې تاسو د بل چا د غلو دانو پټي ته ورننوزئ، کولی شئ چې په خپلو لاسونو باندې وږي راټول کړئ او هغه وخورئ، مګر هغه باید په لور باندې ونه رېبئ.