Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1که چېرې تاسو د خپل اسراییلي ورور غویی یا پسه ووینئ چې لاره یې ورکه کړې وي، نو خپلې سترګې ورباندې مه پټوئ، هغه حیوان بېرته د هغه خاوند ته بوځئ.
2مګر که چېرې د هغه خاوند لېرې اوسیږي یا تاسو نه پوهېږئ چې هغه حیوان د چا دی، بیا یې خپل کور ته بوځئ. کله چې خاوند یې د هغه د لټولو دپاره راشي، هغه ورته بېرته ورکړئ.
3که چېرې یو خر، ټوکر، یا بل داسې شی پیدا کړئ چې د یو اسراییلي ورور څخه ورک شوی وي، همدا ډول کار ورسره وکړئ.
4که چېرې د یو اسراییلي ورور خر یا غویی په لاره باندې لوېدلی وي، په هغه باندې خپلې سترګې مه پټوئ، بلکه د هغه سره مرسته وکړئ چې خپل حیوان بېرته پورته کړي.
5ښځې دې د سړیو کالي نه اغوندي او سړي دې د ښځو کالي نه اغوندي. ستاسو څښتن خدای د هغو خلکو څخه چې داسې کارونه کوي کرکه کوي.
6که چېرې تاسو په یوه ونه کې یا په ځمکه باندې د مرغیو یوه ځاله پیدا کړئ چې د مرغیو مور په هګیو باندې یا د خپلو بچیانو سره ناسته وي، تاسو باید د مرغیو مور وانخلئ.
7تاسو کولی شئ چې د مرغۍ بچیان واخلئ، مګر د مرغیو مور باید خوشې کړئ ترڅو اوږد او خوشبخته ژوند ولرئ.
8کله چې تاسو یو نوی کور جوړوئ، د بام ګردچاپېره یو دېوال جوړ کړئ. بیا که چېرې څوک ورڅخه راغورزیږي او وژل کیږي، مسئولیت به یې ستاسو په غاړه نه وي.
9که چېرې تاسو د انګورو باغ جوړوئ نو په هغه کې د نورو مېوو ونې یا فصل مه کرئ، که چېرې داسې وکړئ نو تاسو ته د انګورو یا د نورو حاصلاتو استعمالول حرام کیږي.
10یو غویی او خر د قلبې دپاره د یو بل سره یوځای مه تړئ.
11داسې کالي مه اغوندئ چې د دوه مختلفو ډولونو تار څخه یعنې د اوبدل شویو وړیو او کتان دواړو څخه ګډ جوړ شوي وي.
12د خپلې چپنې په څلورو کنجونو پورې زونډي وګنډئ.
13فرض کړئ یو سړی د یوې نجلۍ سره واده کوي او د هغې سره یوځای کیږي خو وروسته یې هغه نه خوښیږي
14او په هغې باندې د درواغو تور ولګوي او هغه بدنامه کړي ووایي: ما د دې نجلۍ سره واده وکړ، مګر کله چې مونږ سره څملاستو نو ماته معلومه شوه چې هغه پېغله نه وه.
15که چېرې داسې وشي، نو د نجلۍ مور او پلار دې د واده هغه روجایي چې په وینه باندې ککړه وي واخلي چې دا خبره ثابته کړي چې هغه پېغله وه. هغوی دې دا روجایي د ښار مشرانو ته د هغه ښار په دروازه کې وروښایي.
16د هغې پلار به هغوی ته داسې ووایي: ما خپله لور دې سړي ته په نکاح ورکړې ده او اوس زما لور د هغه نه خوښیږي.
17په هغې باندې یې د درواغو تور لګولی دی او داسې وایي: کله چې ما د هغې سره واده وکړ هغه پېغله نه وه. مګر دا زما د لور د پېغلتوب ثبوت دی. د واده په روجایي باندې د وینې داغونه وګورئ!
18بیا دې د ښار مشران د هغې مېړه په قمچینه باندې ووهي.
19هغوی دې هغه سړی سل مثقاله سپین زر جریمه هم کړي او هغه دې د ښځې پلار ته ورکړي ځکه چې هغه یوه اسراییلۍ ښځه بدنامه کړې ده. له دې سره سره به هغه د هغه سړي ښځه پاتې شي او ترڅو پورې چې هغه ژوندی وي هغې ته طلاق نه شي ورکولی.
20مګر که چېرې دا تور حقیقت ولري او د هغې د پېغلتوب هیڅ ثبوت نه وي،
21بیا دې هغوی هغه ښځه د خپل پلار د کور د دروازې خولې ته وباسي او د هغه ښار خلک دې هغه هلته سنګساره کړي چې مړه شي. ځکه چې هغې په داسې حال کې چې لا د خپل پلار په کور کې اوسېدله د واده څخه مخکې د کوم سړي سره د زنا کولو په سبب زمونږ د قوم په منځ کې له شرمه ډک کار کړی دی. نو د هغې په وژلو سره باید تاسو خپل ځانونه د دې بدکارۍ څخه خلاص کړئ.
22که چېرې یو سړی د بل سړي د ښځې سره د زنا کولو په حال کې ونیول شي، هغوی دواړه دې ووژل شي. په دې ډول به تاسو د دې بدکارۍ څخه خلاص شئ.
23فرض کړئ په یو ښار کې یو سړی د یوې داسې پېغلې سره د زنا کولو په حال کې نیول کیږي چې د بل چا سره یې کوژدن شوې وي.
24تاسو باید هغوی دواړه د ښار څخه بیرون وباسئ او سنګسار یې کړئ چې مړه شي. هغه پېغله دې ځکه مړه شي چې د مرستې دپاره یې چیغې نه دي وهلې، که څه هم هغه په ښار کې وه او کېدای شو چې هلته د هغې چیغې اورېدل شوې وای. او سړی دې ځکه مړ شي چې هغه د هغه چا سره زنا کړې ده چې کوژدن شوې وه. تاسو باید خپل ځانونه د دې بدکارۍ څخه خلاص کړئ.
25فرض کړئ یو سړی د ښار څخه بیرون په یوه بانډه کې یوه داسې پېغله بې عزته کړي چې د بل چا سره یې کوژدن شوې وي. بیا دې یوازې سړی ووژل شي،
26پېغلې ته دې هیڅ شی ونه ویل شي ځکه چې هغې داسې ګناه نه ده کړې چې د مرګ لایقه وي. دا هماغه شان دعوه ده لکه څنګه چې یو سړی په بل سړي باندې حمله وکړي او هغه په قتل ورسوي.
27هغه سړي په بانډه کې کوژدن شوې پېغله بې عزته کړه او که څه هم هغې د مرستې دپاره چیغې ووهلې، خو هلته هیڅوک نه ؤ چې د هغې سره مرسته وکړي او هغه وژغوري.
28فرض کړئ یو سړی د یوې داسې پېغلې په بې عزته کولو نیول کیږي چې کوژدن شوې نه وي.
29هغه سړی دې د هغې پلار ته د مهر بیه یعنې پنځوس مثقاله سپین زر ورکړي او د هغې پېغلې سره دې واده وکړي، ځکه چې هغه یې مجبوره کړې وه چې ورسره څملي. ترڅو پورې چې هغه ژوندی وي هغې ته طلاق نه شي ورکولی.
30هیڅ سړی دې د خپل پلار د کومې ښځې سره د زنا کولو په سبب خپل پلار نه سپکوي.