Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1افرض کړئ د هغه هېواد په یوه بانډه کې چې خپل څښتن خدای یې تاسو ته درکوي یو قتل شوی نفر موندل کیږي او تاسو نه پوهېږئ چې هغه چا وژلی دی.
2ستاسو مشران او قاضیان دې لاړ شي او له هغه ځای څخه چې مړی په کې موندل شوی دی تر شاوخوا ښارونو پورې دې فاصله اندازه کړي.
3بیا د هغه ښار مشران چې هغه ځای ته ترټولو نژدې وي چېرته چې مړی موندل شوی وي، یوه داسې خوسۍ انتخاب کړي چې هیڅ کار ورڅخه اخیستل شوی نه وي او جغ ورباندې نه وي ایښودل شوی.
4هغوی دې دا خوسۍ یوې داسې ویالې ته نژدې یو ځای ته کوزه کړي چې هیڅ نه وچیږي او چېرته چې ځمکه هیڅکله قلبه شوې نه وي او څه په کې کرل شوي نه وي او هلته دې هغوی د هغې اورمېږ مات کړي.
5لاوي کاهنان دې هم هلته لاړ شي ځکه چې هغوی د هرې قانوني دعوې پرېکړه کوي چې ظلم او زیاتی په کې وي. ستاسو څښتن خدای هغوی د عبادت ځای د خاص خدمت دپاره او د دې دپاره انتخاب کړي دي چې د هغه په نوم برکت ورکړي.
6بیا به د هغه ښار ټول مشران چې هغه ځای ته ترټولو نژدې وي چېرته چې مړی موندل شوی وي، خپل لاسونه د مړې خوسۍ دپاسه ومینځي
7او داسې اعلان دې وکړي: مونږ دا نفر په قتل نه دی رسولی او په دې نه پوهېږو چې چا دا قتل کړی دی.
8څښتنه، خپل قوم اسراییل چې تا د مصر څخه ازاد کړی دی وبخښه. مونږ وبخښه او د یو بې ګناه نفر د قتل مسئولیت زمونږ په غاړه مه اچوه.
9نو تاسو به خپل ځانونه د بې ګناه وینې د تویولو د جرم څخه پاک کړئ ځکه چې تاسو داسې کار وکړ چې د څښتن په نظر کې صحیح دی.
10کله چې تاسو ته خپل څښتن خدای په جګړه کې بری درکړي او تاسو خلک اسیران کړئ،
11نو کېدای شي چې د هغوی په منځ کې یوه داسې ښایسته نجلۍ ووینئ چې ستاسو خوښیږي او غواړئ چې واده ورسره وکړئ.
12هغه خپل کور ته راولئ. هلته به هغه خپل سر وخرایي، خپل نوکان به پرې کړي
13او خپل د اسیرتوب کالي به وباسي. هغه دې یوه میاشت ستاسو په کور کې پاتې شي او د خپل مور او پلار دپاره دې وژاړي. له هغې څخه وروسته تاسو کولی شئ چې واده ورسره وکړئ.
14وروسته که چېرې تاسو د هغې سره خوشاله نه وئ، نو طلاق ورته ورکړئ او هغه پرېږدئ چې هر چېرته چې غواړي لاړه شي. هغه د یوې غلامې په توګه نه شئ خرڅولی او نه یې خپله غلامه کولی شئ ځکه چې تاسو د هغې سره یوځای شوي یئ.
15فرض کړئ یو سړی دوه ښځې لري چې یوه ورباندې ګرانه وي او بله ورباندې ګرانه نه وي او هغوی دواړه هغه ته زامن وزېږوي، مګر مشر زوی یې د هغې ښځې اولاد وي چې د هغه خوښه نه ده.
16کله چې هغه سړی پرېکړه کوي چې څنګه به هغه د خپلو زامنو ترمنځ خپل جایداد ووېشي، نو هغه دې د مشر زوی د برخې په ورکولو سره د خپلې هغې ښځې د زوی طرفداري نه کوي چې هغه یې خوښه ده.
17هغه دې د خپل مال څخه مشر زوی ته دوه چنده برخه ورکړي، که څه هم هغه د هغې ښځې زوی نه دی چې د هغه خوښه ده. یو سړی باید خپل مشر زوی قبول کړي او هغه برخه ورته ورکړي چې هغه یې په قانوني توګه مستحق دی.
18فرض کړئ یو سړی یو سرزوری او سرکش زوی لري، سره له دې چې مور او پلار ورته سزا هم ورکوي خو د هغوی اطاعت نه کوي.
19د هغه مور او پلار دې هغه د ښار دروازې ته چېرته چې د ښار مشران غونډه کوي ورولي.
20هغوی دې مشرانو ته داسې ووایي: زمونږ زوی سرزوری او سرکش دی او زمونږ اطاعت نه کوي، هغه پیسې بې ځایه مصرفوي او شرابي دی.
21بیا دې د ښار خلک هغه سنګسار کړي چې مړ شي او په دې ډول به تاسو خپل ځانونه د دې بدکارۍ څخه خلاص کړئ. په اسراییلو کې به ټول خلک د دې پېښې څخه خبر شي او وبه وېریږي.
22که چېرې یو نفر د یو جرم له کبله وژل شوی وي او د هغه مړی په یوه ونه کې ځوړند وي،
23دا مړی باید ټوله شپه هلته پاتې نه شي. هغه باید په هماغه ورځ ښخ شي ځکه چې یو داسې مړی چې په ونه کې ځوړند وي په وطن باندې د خدای پاک لعنت راولي. نو هغه مړی ښخ کړئ ترڅو تاسو هغه وطن ناپاکه نه کړئ چې خپل څښتن خدای یې درکوي.