Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1کله چې تاسو د خپلو دښمنانو سره د جګړې دپاره لاړ شئ او ووینئ چې د هغوی جنګي ګاډۍ او اسونه او لښکر ستاسو په پرتله زیات دي، د هغوی څخه مه وېرېږئ. ستاسو څښتن خدای چې تاسو یې د مصر څخه ازاد کړئ هغه به ستاسو سره مل وي.
2مخکې له دې چې تاسو جګړه پیل کړئ، یو کاهن دې مخکې راشي او لښکر ته دې داسې ووایي:
3د اسراییلو خلکو، واورئ! تاسو نن جګړې ته روان یئ. د خپلو دښمنانو څخه ونه وېرېږئ او جرأت له لاسه ورنه کړئ او وارخطا نه شئ.
4ځکه چې ستاسو سره خپل څښتن خدای روان دی چې ستاسو په خاطر ستاسو د دښمنانو په مقابل کې وجنګیږي او تاسو ته بری درکړي.
5بیا دې منصبداران لښکرو ته وینا وکړي او ودې وایي: آیا دلته داسې سړی شته چې نوی کور یې ودان کړی وي مګر لا تر اوسه پورې یې ورته کډه نه وي وروړې؟ که چېرې وي نو هغه دې کور ته لاړ شي. که نه، نو که چېرې هغه په جګړه کې ووژل شي، بل څوک به د هغه په کور کې واوسیږي.
6آیا دلته داسې سړی شته چې د انګورو باغ یې جوړ کړی وي، مګر لا تر اوسه یې دا موقع نه وي موندلې چې د هغه څخه انګور راټول کړي؟ که چېرې وي نو هغه دې کور ته لاړ شي. که نه، نو که چېرې هغه په جګړه کې ووژل شي، بل څوک به یې د مېوو څخه خوند واخلي.
7آیا دلته داسې څوک شته چې کوژدن یې کړې وي او تر اوسه پورې یې واده نه وي کړی؟ که چېرې وي نو هغه دې کور ته لاړ شي. که نه، نو که چېرې هغه په جګړه کې ووژل شي، بل څوک به د هغه د کوژدن شوې ښځې سره واده وکړي.
8منصبداران به لښکرو ته دا هم ووایي: آیا دلته داسې سړی شته چې خپل جرأت یې له لاسه ورکړی وي او وېریږي؟ که چېرې وي نو هغه دې کور ته لاړ شي. که نه، نو هغه به د نورو رویه کمزورې کړي.
9کله چې منصبداران د لښکرو سره خپلې خبرې خلاصې کړي، نو قوماندانان دې د لښکرو مشري په غاړه واخلي.
10کله چې تاسو په یو ښار باندې د حملې کولو دپاره لاړ شئ، اول د هغه ځای خلکو ته د تسلیمېدلو موقع ورکړئ.
11که چېرې هغوی دروازې خلاصې کړي او تسلیم شي، هغوی ټول دې ستاسو غلامان شي او ستاسو دپاره دې سخت کارونه کوي.
12مګر که چېرې د هغه ښار خلک تسلیم نه شي بلکه وجنګیږي، د خپلو لښکرو په وسیله هغه ښار محاصره کړئ.
13کله چې هغه ښار تاسو ته خپل څښتن خدای په لاس درکړي، بیا د هغه ټول سړي ووژنئ.
14مګر تاسو کولی شئ چې د هغه ښار ښځې، ماشومان، حیوانات او نور ټول شیان د غنیمت په توګه د ځان دپاره واخلئ. تاسو کولی شئ چې د خپلو دښمنانو هر شی استعمال کړئ. څښتن هغه تاسو ته درکړی دی.
15تاسو باید د هغو ښارونو سره چې د وعده شوې ځمکې څخه لېرې دي همداسې چلند وکړئ.
16مګر کله چې تاسو په هغه خاوره کې چې خپل څښتن خدای یې درکوي، ښارونه ونیسئ د هغه ځای ټول خلک او حیوانات ووژنئ.
17د څښتن د حکم په مطابق ټول خلک په بشپړه توګه له منځه یوسئ یعنې حیتیان، اموریان، کنعانیان، فرزیان، حویان او یبوسیان.
18هغوی ووژنئ، ترڅو په تاسو باندې د هغو ټولو ناوړه شیانو په درزده کولو سره د څښتن په مقابل کې ګناه ونه کړي چې هغوی یې خپلو خدایانو ته په عبادت کې کوي.
19کله چې تاسو یو ښار د زیات وخت دپاره تر محاصرې لاندې نیسئ او د هغه په م��ابل کې جنګېږئ چې ویې نیسئ، نو د هغه ځای د مېوې ونې مه وهئ ځکه چې تاسو کولی شئ د هغو مېوه وخورئ. ونې یې له منځه مه وړئ ځکه چې ونې ستاسو دښمنان نه دي.
20کېدای شي چې تاسو د زینو او برجونو د جوړولو دپاره لرګیو ته اړتیا ولرئ چې دېوالونو ته په ختلو او د ښار په نیولو کې درسره مرسته وکړي. خو یوازې د هغو ونو څخه کار واخلئ چې په دې پوهېږئ چې هغه د مېوې ونې نه دي.