Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1کله چې ستاسو څښتن خدای هغه خلک تباه کړي چې ځمکه یې تاسو ته درکوي او تاسو د هغوی ښارونه او کورونه ونیسئ او په کې واوسېږئ،
2-
3هغه سیمه په دریو برخو ووېشئ. په هرې برخې کې یو داسې ښار انتخاب کړئ چې خلک وکولی شي د خوندي پاتې کېدلو دپاره لاړ شي. دغو ښارونو ته لارې جوړې کړئ ترڅو خلک وکولی شي په اسانۍ سره هغو ځایونو ته ورورسیږي. بیا که څوک یو نفر ووژني هغه به وکولی شي چې د دې ښارونو څخه کوم یو ته وتښتي او خوندي پاتې شي.
4که چېرې څوک په سهوې سره یو نفر ووژني چې د هغه دښمن نه ؤ، هغه کولی شي چې دغو ښارونو ته وتښتي او خپل ژوند وژغوري.
5د مثال په ډول، که چېرې دوه تنه د لرګیو د ماتولو دپاره ځنګل ته لاړ شي او په داسې حال کې چې یو تن ونه په تبر وهي، د تبر سر د لاستي څخه ووزي او بل نفر ورباندې ووژل شي، بیا هغه کولی شي چې د دغو دریو ښارونو څخه یو ښار ته وتښتي او خپل ژوند وژغوري.
6که چېرې د پناه اخیستلو ښار ډېر لېرې وي نو کېدای شي چې هغه بدل اخیستونکی چې ډېر په قهر دی وکولی شي په هغه قاتل پسې ورورسیږي او هغه ووژني. که څه هم اولنی قتل یوه تصادفي پېښه وه خو هغه به ووژل شي.
7په دې خاطر زه تاسو ته حکم کوم چې د پناه اخیستلو دپاره درې ښارونه بېل کړئ.
8کله چې ستاسو څښتن خدای ستاسو سیمه پراخه کړي لکه څنګه چې هغه ستاسو نیکونو ته فرمایلي وو او هغه ټوله ځمکه درکړي چې د هغوی سره یې وعده کړې ده،
9بیا باید تاسو درې نور ښارونه انتخاب کړئ. (هغه به په دې شرط دا ځمکه درکړي چې تاسو هغه ټول امرونه په ځای کړئ چې زه یې نن درکوم او د خپل څښتن خدای سره مینه وکړئ او همېشه د هغه د تعلیم سره سم ژوند وکړئ.)
10دا کار وکړئ ترڅو بې ګناه خلک مړه نه شي او تاسو په هغه خاوره کې چې څښتن یې درکوي د هغوی د وژلو مجرم نه شئ.
11مګر فرض کړئ یو نفر خپل دښمن په سړه سینه په قصدي توګه په قتل رسوي او بیا د هغو ښارونو څخه یو ښار ته د خوندي پاتې کېدو دپاره وتښتي.
12په هغه صورت کې دې د قاتل د ښار مشران هغه راوغواړي او د وژل شوي نفر خپلوان ته دې چې د قتل د بدل اخیستلو مسئولیت په غاړه لري وسپاري ترڅو ووژل شي.
13په هغه باندې هیڅ رحم مه کوئ. تاسو باید اسراییل د بې ګناه وینې توئېدلو د جرم څخه پاک کړئ، ترڅو ستاسو هر کار په ښه ډول پرمخ لاړ شي.
14په هغه خاوره کې چې څښتن یې تاسو ته درکوي، هلته له مخکې څخه تیږې ودرول شوې دي چې ستاسو او ستاسو د ګاونډیانو د پټیو ترمنځ د جایداد حد په نښه کړي. نو هغه تیږې مه بېځایه کوئ.
15د دې دپاره یو شاهد بس نه دی چې په یو چا باندې د جرم تور ثابت کړي، دوه یا درې شاهدان ضرور دي چې په یو چا باندې جرم ثابت کړي.
16که چېرې څوک دا هڅه وکړي چې بل چاته د درواغو د تور لګولو په وسیله زیان ورسوي،
17هغه دواړه دې هغه ځای ته لاړ شي چېرته چې د څښتن عبادت کیږي او د کاهنانو او د هغه وخت د قاضیانو له خوا دې ورباندې قضاوت وشي.
18قاضیان باید د دعوې پوره څېړنه وکړي او که چېرې چا په خپل اسراییلي ورور باندې د درواغو تور لګولی وي،
19هغه ته دې هغه سزا ورکړل شي چې تورن شوي نفر ته به ورکړل شوې وای. په دې ډول به تاسو خپل ځانونه د دې بدکارۍ څخه خلاص کړئ.
20بیا به نور ټول خلک د دې پېښې څخه خبر شي او وبه وېریږي او هیڅوک به بیا هیڅکله داسې بد کار نه کوي.
21په داسې صورت کې هیڅ رحم مه کوئ: د ژوند په بدل کې سزا ژوند دی، د سترګې په بدل کې سترګه، د غاښ په بدل کې غاښ، د لاس په بدل کې لاس او د پښې په بدل کې پښه.