Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1لد لاوي د قبیلې خلک به د کاهنانو په شمول د نورو قبیلو سره هیڅ ځمکه ترلاسه نه کړي. د هغې په ځای به هغوی د هغو قربانیو یوه برخه چې څښتن ته وړاندې کیږي اخلي.
2هغوی دې هیڅ ځمکه ونلري لکه څنګه چې نورې قبیلې یې لري. د څښتن د وعدې سره سم د هغوی برخه دا امتیاز دی چې هغوی د څښتن کاهنان دي.
3کله چې غوایان یا پسونه قرباني کیږي، کاهنانو ته دې اوږه، ژامه او لری ورکول کیږي.
4هغوی ته دې د غلو دانو، شرابو، د زیتونو د تېلو او د پسونو د وړیو اولنی حاصل ورکول کیږي.
5ستاسو څښتن خدای ستاسو د ټولو قبیلو څخه د لاوي قبیله انتخاب کړه چې د تل دپاره د کاهنانو په توګه د هغه خدمت وکړي.
6هر لاوي چې زړه یې وغواړي کولی شي د اسراییلو د هر ښار څخه چې په کې اوسیږي هغه ځای ته ورشي چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي
7او کولی شي د نورو ټولو لاویانو په شان چې هلته خدمت کوي هغه هم هلته د خپل څښتن خدای د کاهن په توګه خدمت وکړي.
8که څه هم کېدای شي چې هغه د خپلې کورنۍ د مال د خرڅولو په وسیله پیسې ترلاسه کړې وي، هغه دې د نورو کاهنانو په اندازه خواړه ترلاسه کوي.
9کله چې تاسو هغې خاورې ته ورداخل شئ چې خپل څښتن خدای یې درکوي، د هغه ځای د قومونو د ناوړه رواجونو څخه پیروي مه کوئ.
10په خپلو قربانګاوو باندې خپل اولادونه په اور کې مه قرباني کوئ او خپل خلک مه پرېږدئ چې فال وګوري یا کوډو پسې وګرځي یا جادو وکړي
11یا تعويذ استعمال کړي. همدارنګه خلک مه پرېږدئ چې د مړو سره د مشورې کولو کوښښ وکړي.
12ستاسو څښتن خدای د هغو خلکو څخه کرکه کوي څوک چې داسې ناوړه کارونه کوي، نو په دې خاطر څښتن هغه قومونه ستاسو له مخې څخه لېرې کوي.
13څښتن ته پوره وفادار اوسئ.>
14بیا حضرت موسیٰ وفرمایل:
15د دې په ځای به هغه تاسو ته ستاسو د قوم څخه زما په شان یو نبي درولېږي او تاسو باید د هغه اطاعت وکړئ.
16په هغه ورځ چې تاسو د سینا د غره سره راغونډ شوئ نو ومو ویل چې مونږ نور نه غواړو د خپل څښتن خدای اواز واورو او دا وېروونکی اور ووینو ځکه مونږ وېرېږو چې مړه به شو.
17نو څښتن ماته وفرمایل: هغوی صحیح وایي.
18زه به هغوی ته د هغوی د خپل قوم څخه ستا په شان یو نبي ورولېږم. زه به ورته ووایم چې څه باید ووایي او هغه به قوم ته هغه څه وایي چې زه یې امر کوم.
19هغه به زما په نوم خلکو ته خبرې کوي او زه به هر هغه چاته سزا ورکړم چې هغه ته د اطاعت کولو څخه انکار وکړي.
20مګر که چېرې یو نبي جرأت وکړي او په داسې وخت کې زما په نوم یو پیغام واوروي چې ما ورته امر نه وي کړی، نو هغه باید مړ شي او هغه نبي هم باید مړ شي چې د نورو خدایانو په نوم خبرې کوي.
21کېدای شي چې ستاسو سره دا سوال پیدا شي چې مونږ څنګه پوهېدلی شو چې د نبي پیغام د څښتن له خوا څخه نه دی؟
22که چېرې یو نبي د څښتن په نوم خبرې وکړي او د هغه خبرې رښتیا نه شي، ��یا هغه د څښتن پیغام نه دی. هغه نبي له خپله ځانه دا خبرې کړې دي نو باید د هغه څخه ونه وېرېږئ.