Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1خپل څښتن خدای ته داسې غویی او پسه مه قرباني کوئ چې کوم عیب په کې وي، څښتن له دې کار څخه کرکه کوي.
2-
3ستاسو څښتن خدای تاسو ته د اوسېدلو دپاره ښارونه درکوي. خو وروسته کېدای شي یو سړی یا یوه ښځه په دې ښارونو کې د نورو خدایانو یا حتیٰ د لمر، سپوږمۍ یا ستورو ته عبادت شروع کړي. خو ما تاسو ته خبرداری درکړی دی چې د نورو خدایانو عبادت به نه کوئ، ځکه هرڅوک چې هغوی ته عبادت کوي هغه د څښتن د امر څخه سرغړونه کوي او هغه لوظ ماتوي چې څښتن ستاسو سره کړی دی.
4که چېرې تاسو داسې خبر واورئ، نو د هغې په هکله پوره څېړنه وکړئ. که چېرې دا خبره رښتیا وي چې په اسراییلو کې داسې بد کار شوی دی،
5نو بیا هغه نفر د ښار څخه دباندې بوځئ او سنګسار یې کړئ چې مړ شي.
6خو بیاهم هغه دې یوازې په هغه صورت کې ووژل شي چې دوه یا زیات شاهدان د هغه په ضد شاهدي ورکړي. که چېرې یوازې یو شاهد وي، هغه دې نه وژل کیږي.
7اول باید شاهدان تیږې ګوزارې کړي او بیا دې نور ټول خلک هغه نفر سنګسار کړي. په دې ډول به تاسو د دې بدکارۍ څخه خلاص شئ.
8کېدای شي چې داسې دعوې وي چې د محلي قاضیانو دپاره یې فیصله کول ډېر ګران وي، لکه د جایداد د حقونو یا د چا د ټپي کولو دعوې یا داسې دعوې چې د قتل او د داسې مرګ ترمنځ فرق په کې شامل وي چې په سهوې سره شوی وي. کله چې داسې کار کیږي نو د عبادت هغه ځای ته ځئ چې ستاسو د څښتن خدای له خوا انتخابیږي.
9نو خپله دعوه لاوي کاهنانو او د هغه وخت قاضي ته وړاندې کوئ او هغوی پرېږدئ چې د دعوې فیصله وکړي.
10هغوی به خپله فیصله واوروي او تاسو باید کټ مټ هماغسې وکړئ څنګه چې هغوی یې درته وایي.
11د هغوی فیصله ومنئ او په لارښوونو باندې یې پوره عمل وکړئ.
12هرڅوک چې دا جرأت وکړي چې د قاضي یا هغه کاهن د امر څخه سرغړونه وکړي چې ستاسو د څښتن خدای خدمت کوي، هغه دې ووژل شي. په دې ډول به تاسو د اسراییلو څخه دا بدکاري لېرې کړئ.
13بیا به ټول خلک له دې څخه خبر شي او وبه وېریږي او بل هیڅوک به دا جرأت ونه کړي چې داسې عمل وکړي.
14کله چې تاسو هغه ځمکه ونیسئ چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي او هلته اوسېږئ، نو وبه وایئ چې مونږ هم لکه د خپل شاوخوا قومونو په شان پادشاه غواړو.
15ګورئ، کوم سړی چې تاسو د پادشاه په توګه انتخابوئ باید هغه څوک وي چې د څښتن له خوا انتخاب شوی وي. هغه باید ستاسو د قوم څخه وي. کوم بېګانه سړی خپل پادشاه نه کړئ.
16د پادشاه لښکر باید زیات اسونه ونلري او هغه باید مصر ته خلک د دې دپاره ونه لېږي چې هلته اسونه په بیه واخلي ځکه چې څښتن فرمایلي دي چې د هغه قوم دې هیڅکله هلته بېرته نه ځي.
17پادشاه باید ډېرې ښځې ونلري ځکه چې هغوی به هغه ولمسوي چې د څښتن په مقابل کې بې وفا شي. باالاخره، پادشاه باید د دې هڅه ونه کړي چې په زیاته اندازه سره زر او سپین زر لاس ته راوړي.
18کله چې هغه پادشاه شي، هغه دې د دې قوانینو د نسخې یو نقل جوړ کړي چې اصلي نقل یې د لاوي کاهنانو سره دی.
19د قوانینو دا نقل دې د هغه سره وي او ټول عمر دې هغه لولي ترڅو د څښتن احترام کول زده کړي او په وفادارۍ سره د هغو ټولو امرونو اطاعت وکړي چې په ��ې قوانینو کې راغلي دي.
20په دې کار سره به هغه داسې فکر نه کوي چې هغه د نورو اسراییلیانو په پرتله ښه سړی دی او د څښتن د امرونو څخه به هیڅ سرغړونه نه کوي. بیا به هغه او د هغه اولاده د ډېرو کلونو دپاره په اسراییلو باندې حکومت وکړي.