Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1د ابیب په میاشت کې خپل څښتن خدای ته د فسحې د اختر په لمانځلو سره د هغه احترام وکړئ، ځکه چې په همدې میاشت کې څښتن د شپې له خوا تاسو د مصر څخه راوویستلئ.
2د فسحې د اختر قربانۍ باید یو غویی، پسه یا وزه وي او تاسو باید دا په هغه ځای کې خپل څښتن خدای ته وړاندې کړئ چې هغه یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي.
3کله چې تاسو د قربانۍ غوښه خورئ، داسې ډوډۍ ورسره مه خورئ چې خمیره ولري. اووه ورځې باید تاسو د هغه وخت په شان فطیره ډوډۍ وخورئ کله چې تاسو په بیړه د مصر څخه وتلئ. دا ډوډۍ وخورئ، دا به د ځورېدلو د ډوډۍ په نوم یاده شي، نو ترڅو پورې چې تاسو ژوندي یئ، هغه ورځ به مو په یاد وي چې تاسو د مصر یعنې د ځورېدلو د ځای څخه راووتلئ.
4ستاسو په ټوله خاوره کې باید هیڅوک اووه ورځې خمیره ونلري او د هغه حیوان غوښه چې د اولې ورځې په ماښام حلال شوی وي باید په هماغه شپه وخوړل شي.
5تاسو باید د فسحې د اختر قرباني په هیڅ ښار کې چې خپل څښتن خدای یې درکوي وړاندې نه کړئ.
6دا قرباني باید یوازې په هغه ځای کې وړاندې شي چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي. د قربانۍ حیوان د لمرپرېواته په وخت کې حلال کړئ، ځکه چې تاسو له مصر څخه د لمرپرېواته په وخت کې راووتلئ.
7بیا د هغه غوښه پخه کړئ او د عبادت په ځای کې یې وخورئ او سهار خپلو خېمو ته ستانه شئ.
8په راتلونکو شپږو ورځو کې باید فطیره ډوډۍ وخورئ او په اوومه ورځ د خپل څښتن خدای د عبادت دپاره راغونډ شئ او په هغه ورځ هیڅ کار مه کوئ.
9د هغه وخت څخه چې تاسو د غلو دانو رېبل پیل کړئ اووه هفتې وشمېرئ
10-
11او بیا هغه ځای ته لاړ شئ چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي او د خپل څښتن خدای د احترام دپاره د لو کولو اختر ولمانځئ او د هغه په حضور کې خوشالي وکړئ. هغه ته د خپل وس په مطابق یوه رضاکارانه نذرانه راوړئ یعنې څومره چې څښتن تاسو ته درکړي وي د هماغې په مطابق یې راوړئ. خپل اولادونه او خپل نوکران د ځان سره بوځئ. لاویانو، بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو ته هم بلنه ورکړئ چې ستاسو سره ګډون وکړي.
12تاسو به په غور سره د دغو امرونو اطاعت کوئ. دا خبره مه هېروئ چې تاسو په مصر کې غلامان وئ.
13کله چې تاسو خپلې غلې دانې غوبل کړلې او خپل انګور مو وټکول، اووه ورځې د جونګړو اختر ولمانځئ.
14د خپلو اولادونو او نوکرانو او د هغو لاویانو، بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو سره چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي په دې اختر کې خوشالي وکړئ.
15په هغه ځای کې چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي اووه ورځې د دې اختر په لمانځلو سره د خپل څښتن خدای احترام وکړئ. تاسو به ډېر خوشاله شئ ځکه چې څښتن به ستاسو په ټولو حاصلاتو او په هر کار کې برکت واچوي.
16په هر کال کې درې اخترونه دي چې باید ټول نارینه اسراییلیان په کې هغه ځای ته لاړ شي چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي. هغه اخترونه دا دي: د فسحې اختر، د لو کولو اختر او د جونګړو اختر. هیڅوک دې څښتن ته تش لاس نه ورځي.
17څومره چې هغه حاصلات چې څښتن درکړي دي ډېر وي، هغومره باید ستاسو سوغات غټ وي.
18د خپلې هرې قبیلې دپاره په هر ښار کې چې ستاسو څښتن خدای یې تاسو ته درکوي، قاضیان او نور ماموران مقرر کړئ. هغوی دې په خلکو باندې د انصاف له مخې قضاوت کوي.
19هغوی دې په خپلو قضاوتونو کې بې انصافي یا طرفداري نه کوي او رشوت دې نه اخلي ځکه چې رشوت حتیٰ د پوهو او صادقانو خلکو سترګې هم ړندوي او د دې سبب ګرځي چې هغوی غلطې فیصلې واوروي.
20همېشه عادل او باانصافه اوسئ، ترڅو تاسو هغه خاوره ونیسئ چې خپل څښتن خدای یې درکوي او هلته خپل ژوند ته دوام ورکړئ.
21کله چې تاسو خپل څښتن خدای ته د قربانۍ ځای جوړوئ، د هغه په څنګ کې د لرګیو د اشیره بت مه ودروئ.
22همدارنګه د بت پرستۍ دپاره تیږې مه ودروئ، ځکه چې څښتن د دغو شیانو څخه کرکه کوي.