Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1ہد هر اووم کال په پای کې باید تاسو د خپلو قرضدارانو قرضونه وروبخښئ.
2دا کار به په دې ډول کیږي: ستاسو څخه هرڅوک چې کوم بل اسراییلي ته یې پیسې په قرض ورکړې وي باید د هغه قرض وروبخښي. هغه دې د هغه اسراییلي څخه دا پیسې بېرته ونه غواړي، ځکه چې څښتن په خپله دا قرض بخښل شوی اعلان کړی دی.
3تاسو کولی شئ چې د یو بېګانه څخه خپل قرض واخلئ، مګر باید د خپلو خلکو څخه قرض بېرته ونه غواړئ.
4-
6په اسراییلو کې به هیڅوک غریب نه وي، په دې شرط چې تاسو د خپل څښتن خدای اطاعت وکړئ او په غور سره د هغه په ټولو حکمونو باندې چې زه یې نن درکوم عمل وکړئ. ستاسو څښتن خدای تاسو ته دا خاوره درکوي او هغه دا وعده کړې ده چې تاسو ته به په ټولو کارونو کې بری درکوي. تاسو به ډېرو قومونو ته پیسې په قرض ورکوئ، مګر د هیچا څخه به قرض اخیستلو ته اړ نه شئ. تاسو به په ډېرو قومونو باندې حکومت وکړئ، مګر هیڅ قوم به په تاسو باندې حکومت ونه کړي.
7که چېرې ستاسو د خاورې په کوم ښار کې چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي کوم بل اسراییلی وي چې محتاج وي، نو زړه مه سختوئ او د هغه سره د مرستې کولو څخه انکار مه کوئ،
8بلکه سخي اوسئ او څومره پیسو ته چې اړتیا ولري په قرض یې ورکړئ.
9پام کوئ چې د خپل ځان سره داسې ونه وایئ چې اووم کال به ژر راورسیږي بیا به زه ونشم کولی چې خپلې پیسې بېرته واخلم. که تاسو داسې فکر وکړئ نو دا به ډېره بده وي چې د هغه غریب سره د کومک کولو څخه انکار وکړئ. که چېرې د هغه سره کومک ونه کړئ هغه به ستاسو په ضد څښتن ته فریاد وکړي او تاسو به ګناهکار وګڼل شئ.
10هغه ته په وړیا توګه او د پېرزوینې له مخې ورکړئ نو څښتن به تاسو ته په هر کار کې برکت درکړي.
11همېشه به ځینې غریب او محتاج اسراییلیان موجود وي، نو زه تاسو ته امر کوم چې د هغوی سره د سخاوت څخه کار واخلئ.
12که چېرې کوم نارینه یا ښځینه عبرانی خپل ځان په تاسو باندې د غلام په توګه خرڅ کړي او شپږ کاله ستاسو خدمت وکړي، نو په اووم کال باید هغه پرېږدئ چې ازاد شي او لاړ شي.
13د ازادېدلو په وخت کې هغه تش لاس مه لېږئ.
14څومره چې څښتن د برکت په توګه درکړي دي د هغو څخه د سخاوت له مخې ورکړئ یعنې پسونه، وزې، غلې دانې او شراب.
15په یاد لرئ چې تاسو په مصر کې غلامان وئ او خپل څښتن خدای ازاد کړئ، نو په دې خاطر زه نن تاسو ته دا امر درکوم.
16مګر کېدای شي چې ستاسو غلام ونه غواړي چې لاړ شي. کېدای شي چې هغه تاسو او ستاسو د کورنۍ سره مینه ولري او ورته بهتره وي چې ستاسو سره پاتې شي.
17بیا هغه د خپل کور دروازې ته بوځئ او هلته د هغه غوږ په رینه باندې سوری کړئ، بیا به هغه ټول عمر ستاسو غلام وي. د ښځینه غلامانو سره هم همداسې کوئ.
18کله چې تاسو یو غلام ازادوئ نو خفه کېږئ مه. آخر هغه د مزدور په نیمه بیه شپږ کاله ستاسو خدمت کړی دی. که چېرې داسې وکړئ نو تاسو ته به خپل څښتن خدای په هر کار کې برکت درکړي.
19د خپل څښتن خدای دپاره د خپلو پادو او رمو څخه ټول اولني زېږېدل شوي نران بېل کړئ. د اولنیو زېږېدل شویو غوایانو څخه کار مه اخلئ او اولني زېږېدل شوي پسونه مه سکولئ.
20هر کال باید تاسو او ستاسو کورنۍ د هغو غوښه د څښتن په حضور کې یعنې په هغه ځای کې وخورئ چې هغه یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي.
21مګر که چېرې په حیواناتو کې کوم عیب وي، هغه معیوب یا ړوند وي یا کوم بل غټ عیب ولري، تاسو باید هغه خپل څښتن خدای ته قرباني نه کړئ.
22تاسو کولی شئ چې د داسې حیواناتو غوښه په خپل کور کې وخورئ. تاسو ټول که په مذهبي لحاظ پاک یئ یا ناپاک کولی شئ چې د هغو حیواناتو غوښه داسې وخورئ لکه څنګه چې د هوسۍ یا غرڅه غوښه خورئ.
23خو تاسو باید هیڅکله د حیوان وینه ونه خورئ، بلکه هغه د اوبو په شان په ځمکه باندې توی کړئ.