Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1تاسو د خپل څښتن خدای اولادونه یئ. نو کله چې د مړو دپاره ژاړئ، خپل ځانونه مه غوڅوئ یا د خپل کاکل ویښتان مه خرایئ.
2تاسو د خپل څښتن خدای یئ، هغه د هغو ټولو قومونو څخه چې د ځمکې په مخ باندې ژوند کوي تاسو د خپل قوم په توګه انتخاب کړي یئ.
3هیڅ داسې شیان مه خورئ چې څښتن هغه حرام اعلان کړي دي.
4تاسو کولی شئ چې د دغو حیواناتو غوښه وخورئ: غوایان، پسونه، وزې،
5هر ډول هوسۍ، غرني پسونه، ځنګلي وزې یا غرڅې
6یعنې هر هغه حیوان چې خلاص سوم ولري او شخوند هم وهي.
7مګر د هیڅ داسې حیوان غوښه باید ونه خوړل شي چې خلاص سومان نه لري او شخوند نه وهي. تاسو باید د اوښانو، سویو، یا د غرنیو سویو غوښه ونه خورئ. هغه باید ناپاک وګڼل شي، هغه شخوند وهي مګر خلاص سومان نه لري.
8د خوګ غوښه مه خورئ. خوګ باید ناپاکه وګڼل شي، هغه خلاص سومان لري مګر شخوند نه وهي. د دغو حیواناتو غوښه مه خورئ او حتیٰ د هغو مړو ته لاس هم مه وروړئ.
9تاسو کولی شئ هر ډول ماهیان چې وزرونه او پتري ولري وخورئ،
10مګر بل داسې شی چې په اوبو کې ژوند کوي او وزرونه او پتري ونلري خوړل یې روا نه دي، هغه باید ناپاک وګڼل شي.
11تاسو کولی شئ چې هر ډول پاک مرغان وخورئ.
12-
18مګر دا هغه ډول مرغان دي چې تاسو یې باید ونه خورئ: عقاب، ډول ډول ټپوسان، هر ډول باښې، هر ډول کارغان، شترمرغ، ډول ډول ګونګیان، د دریاب مرغان، لګ لګ، هر ډول ماهي خوړونکي مرغان، ملاچرګک او شوپرک.
19ټول وزر لرونکي حشرات ناپاک دي، هغه مه خورئ.
20تاسو کولی شئ چې هر ډول پاک حشرات وخورئ.
21د داسې حیوان غوښه مه خورئ چې په خپل مرګ مړ شي. تاسو کولی شئ چې دا هغو بېګانه خلکو ته چې ستاسو په منځ کې اوسیږي ورکړئ چې ویې خوري یا تاسو کولی شئ چې په نورو بېګانه خلکو باندې یې خرڅه کړئ. مګر تاسو د خپل څښتن خدای یئ، تاسو د هغه قوم یئ.یو سېرلی د خپلې مور په شیدو کې مه پخوئ.
22تاسو باید هر کال د خپلو پټیو د ټولو حاصلاتو لسمه برخه جدا کړئ.
23بیا هغه ځای ته لاړ شئ چې ستاسو څښتن خدای به یې د خپل عبادت دپاره انتخاب کړي او هلته د هغه په حضور کې د خپلو غلو دانو، شرابو او زیتونو د تېلو عشر او د خپلو پادو او رمو اولني زېږېدلي بچیان وخورئ. دا کار وکړئ ترڅو د همېش دپاره خپل څښتن خدای ته احترام کول زده کړئ.
24که چېرې د عبادت ځای ستاسو د کور څخه ډېر لېرې وي چې د خپلو هغو محصولاتو عشر چې څښتن تاسو ته په کې برکت درکړی دی هلته وړلی نه شئ، بیا داسې وکړئ
25چې خپل حاصلات خرڅ کړئ او د هغو پیسې د عبادت ځای ته یوسئ.
26په هر شي باندې چې تاسو غواړئ دا پیسې مصرف کړئ یعنې په غواګانو، پسونو، وزو، شرابو او بیرو باندې او د خپلو کورنیو سره یې هلته د خپل څښتن خدای په حضور کې وخورئ او خوشالي وکړئ.
27هغه لاویان مه هېروئ چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي، هغوی خپله ځمکه نه لري.
28د هر دریم کال په پای کې د خپلو ټولو حاصلاتو عشر راوړئ او په خپلو ښارونو کې یې ذخیره کړئ.
29هغه لاویانو ته چې ستاسو په منځ کې خپله ځمکه نه لري او همدارنګه هغو بېګانه خلکو، یتیمانو او کونډو ته چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي ورکړئ چې ویې خوري او ورباندې ماړه شي. نو بیا به ستاسو څښتن خدای تاسو ته په ټولو کارونو کې برکت درکړي.