Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1افرض کړئ ستاسو په منځ کې یو نبي یا یو څوک راپیدا شي چې خوبونه تعبیروي او تاسو ته د کومې معجزې یا کوم عجیبه کار په باره کې پېشګویي وکړي.
2که چېرې هغه نښه یا هغه عجیبه کار چې د هغه په باره کې یې خبرې کړې وي رښتیا شي او هغه ووایي: راځئ چې د نورو خدایانو څخه پیروي او عبادت وکړو (هغه خدایان چې مخکې مو د هغو عبادت نه دی کړی)،
3نو تاسو باید د هغه نبي یا د خوب تعبیروونکي خبرو ته غوږ ونه نیسئ. ستاسو څښتن خدای په تاسو باندې د دې دپاره ازمایښت کوي چې دا معلومه کړي چې د هغه سره د زړه له کومي مینه کوئ او که نه.
4د څښتن څخه پیروي کوئ او د هغه څخه وېره کوئ. د هغه د امرونو څخه اطاعت کوئ، عبادت یې کوئ او ورته وفادار اوسئ.
5مګر هغه خوب تعبیروونکی یا نبي ووژنئ چې تاسو ته وایي چې د څښتن یعنې هغه چا په مقابل کې سرکشي وکړئ چې تاسو یې د مصر څخه چې په کې غلامان وئ ازاد کړئ. داسې خلک بدکاره دي او هڅه کوي چې تاسو د هغې لارې څخه واړوي چې څښتن یې تاسو ته د پیروۍ کولو امر کړی دی. د دې دپاره چې تاسو خپل ځانونه له دې بدکارۍ څخه خلاص کړئ، نو هغوی باید ووژل شي.
6حتیٰ کېدای شي چې خپل ورور یا خپل زوی یا خپله لور یا ښځه چې تاسو ورسره مینه کوئ یا خپل ترټولو نژدې ملګری په پټه تاسو دې ته تشویق کړي چې د نورو خدایانو عبادت وکړئ، یعنې د هغو خدایانو چې تاسو او ستاسو نیکونو یې هیڅکله عبادت نه دی کړی.
7کېدای شي چې د هغوی څخه کوم یو تاسو دې ته تشویق کړي چې د هغو خلکو د خدایانو عبادت وکړئ چې ستاسو سره نژدې اوسیږي یا د هغو خلکو چې ستاسو څخه لېرې اوسیږي.
8مګر هغه مه پرېږدئ چې تاسو تشویق کړي، حتیٰ غوږ هم ورته مه نیسئ. په هغه باندې رحم مه کوئ یا زړه ورباندې مه سوزوئ او د هغه راز پټ مه ساتئ.
9هغه ووژنئ! اول یې تاسو سنګسار کړئ او بیا نور ټول خلک پرېږدئ چې سنګسار یې کړي.
10هغه سنګسار کړئ چې مړ شي! ځکه چې د دې هڅه یې کړې ده چې تاسو د خپل څښتن خدای څخه واړوي چا چې تاسو د مصر څخه چې په کې غلامان وئ ازاد کړئ.
11نو د اسراییلو ټول قوم به د دې پېښې څخه خبر شي، نو هغوی به ووېریږي او بیا به هیڅوک داسې بد کار ونه کړي.
12کله چې تاسو په هغو ښارونو کې واوسېږئ چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي، کېدای شي تاسو واورئ
13چې ستاسو د قوم ځینې خوشې خلکو د خپل ښار خلک بې لارې کړي دي چې د داسې خدایانو عبادت وکړي چې مخکې تاسو هیڅکله د هغو عبادت نه وي کړی.
14که چېرې تاسو داسې اوازې واورئ، د هغو په هکله پوره څېړنه وکړئ او که چېرې هغه رښتیا وي او داسې بده پېښه شوې وي،
15بیا د هغه ښار ټول خلک او د هغوی ټول حیوانات هم ووژنئ او هغه ښار په بشپړه توګه وران کړئ.
16د هغه ځای د اوسېدونکو ټول مال او جایداد راوړئ او د ښار په چوک کې یې انبار کړئ. بیا هغه ښار د هرڅه سره چې په کې دي خپل څښتن خدای ته د نذرانې په توګه وسوزوئ. هغه باید د تل دپاره کنډواله پاتې شي او بیا هیڅکله ودان نه شي.
17-
18د هغو شیانو څخه چې باید له منځه یوړل شي هیڅ شی هم د ځان دپاره مه ساتئ، نو بیا به د څښتن سخت قهر سوړ شي او په تاسو باندې به رحم وکړي. که چېرې تاسو د هغه د ټولو امرونو چې ما نن درکړي د�� اطاعت وکړئ او د هغه غوښتنې ومنئ، هغه به په تاسو باندې رحم وکړي او لکه څنګه چې یې ستاسو د نیکونو سره وعده کړې ده، ستاسو څخه به یو لوی قوم جوړ کړي.