Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1کله چې تاسو هغې خاورې ته ورننوزئ چې ستاسو د نیکونو څښتن خدای تاسو ته درکړې ده، نو ترڅو پورې چې ژوندي یئ په دې قوانینو باندې باید عمل وکړئ.
2مګر هغه قومونه چې هلته اوسیږي د نورو خدایانو عبادت کوي. نو کله چې تاسو هغه خاوره ونیوله باید د هغوی د عبادت ځایونه په بشپړه توګه وران کړئ یعنې هغه ځایونه چې په غرونو او په غونډیو باندې دي او یا د لویو ونو لاندې دي.
3د هغوی د قربانۍ ځایونه راوغورزوئ او هغه لویې تیږې چې د هغوی د عبادت دپاره استعمالیږي ټوټې ټوټې کړئ. د هغوی د اشیره بتان وسوزوئ او نور بتان یې راچپه کړئ ترڅو بیا هیڅکله په هغو ځایونو کې د هغو بتانو عبادت ونه شي.
4د خپل څښتن خدای عبادت په داسې ډول مه کوئ لکه څنګه چې دا خلک د خپلو خدایانو عبادت کوي.
5ستاسو د ټولو قبیلو د سیمو څخه به څښتن یو ځای انتخاب کړي او هلته باید تاسو د هغه حضور ته راشئ او د هغه عبادت وکړئ.
6تاسو باید هلته خپلې سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ، خپل عشر او هدیې، هغه سوغاتونه چې د نذر په توګه یې څښتن ته ورکوئ، خپلې رضاکارانه نذرانې او د خپلو پادو او رمو اولني زېږېدلي بچیان وړاندې کړئ.
7تاسو او ستاسو کورنۍ او نوکران به هلته د خپل څښتن خدای په حضور کې چې برکت یې درکړی دی خوراک کوئ او د هغو ښو شیانو دپاره به خوشالي کوئ چې تاسو د هغو دپاره کار کړی دی.
8په هغې خاوره کې چې تاسو یې نیسئ، باید داسې کارونه ونه کړئ لکه څنګه چې دلته یې کوئ. تر اوسه پورې تاسو ټول د خپلې خوښې په مطابق عبادت کوئ،
9ځکه چې تاسو لا تر اوسه هغې خاورې ته چې خپل څښتن خدای یې درکوي او تاسو په کې په سوله کې ژوند کولی شئ نه یئ داخل شوي.
10کله چې تاسو د اردن د سیند څخه تېر شئ، څښتن به تاسو پرېږدي چې هغه خاوره ونیسئ او هلته واوسېږئ. هغه به تاسو د خپلو ټولو دښمنانو څخه په امن کې وساتي او په سوله کې به ژوند کوئ.
11څښتن به د خپل عبادت دپاره یوازې یو ځای انتخاب کړي او تاسو باید هلته هغه ته هر هغه شی چې ما یې امر کړی دی راوړئ یعنې ستاسو سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ، عشر او هدیې او هغه خاص سوغاتونه چې د نذر په توګه یې څښتن ته ورکوئ.
12هلته د هغه په حضور کې د خپلو اولادونو، نوکرانو او د هغو لاویانو سره خوشالي کوئ چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي. په یاد لرئ چې لاویان به هیڅ خپله ځمکه ونلري.
13په هرځای کې چې ستاسو خوښه وي باید هلته خپلې قربانۍ وړاندې نه کړئ.
14تاسو باید یوازې په یو ځای کې هغه قربانۍ وړاندې کړئ یعنې هغه ځای چې څښتن به یې ستاسو د قبیلو څخه په یوې قبیلې کې انتخاب کړي. تاسو باید یوازې په هغه ځای کې خپلې سوزېدونکې نذرانې وړاندې کړئ او هغه ټول کارونه وکړئ چې ما یې درته امر کړی دی.
15مګر تاسو په ازادانه ډول کولی شئ چېرته چې اوسېږئ هلته حیوانات حلال کړئ او ویې خورئ. څومره چې څښتن درکوي هغه وخورئ. تاسو ټول که په مذهبي لحاظ پاک یئ یا ناپاک کولی شئ چې هغه داسې وخورئ لکه څنګه چې د هوسۍ یا د غرڅه غوښه خورئ.
16مګر د هغوی وینه باید ونه خورئ، تاسو باید هغه د اوبو په شان په ځمکه باندې توی کړئ.
17هیڅ شی چې تاسو یې څښتن ته وړاندې کوئ باید ستاسو د اوسېدلو په ځایونو ��ې ونه خوړل شي یعنې ستاسو د غلو دانو عشر، د شرابو یا د زیتونو د تېلو عشر، د پادو او رمو اولني زېږېدلي بچیان، هغه سوغاتونه چې څښتن ته یې د نذر په توګه ورکوئ، رضاکارانه نذرانې یا داسې نورې نذرانې.
18تاسو او ستاسو اولادونه دې ستاسو د نوکرانو او هغو لاویانو سره چې ستاسو په ښارونو کې اوسیږي دا نذرانې یوازې د خپل څښتن خدای په حضور کې یعنې د عبادت په هغه ځای کې وخورئ چې د هغه له خوا انتخاب کړای شوی دی. په هر کار کې چې کوئ یې د هغه په حضور کې خوشالي وکړئ.
19ترڅو پورې چې تاسو په خپله خاوره کې اوسېږئ، پام کوئ چې لاویان هېر نه کړئ.
20کله چې ستاسو څښتن خدای د خپلې وعدې سره سم ستاسو سیمه پراخه کړي، هر وخت چې هرڅومره غوښه وغواړئ تاسو یې خوړلی شئ.
21که چېرې د عبادت ځای ستاسو څخه لېرې وي نو لکه څنګه چې مې درته ویلي دي تاسو کولی شئ چې د خپلې پادې یا رمې یو حیوان چې څښتن درکړی وي حلال کړئ او غوښه یې په خپلو کورونو کې وخورئ.
22هرڅوک که په مذهبي لحاظ پاک وي یا ناپاک، کولی شي چې هغه غوښه داسې وخوري لکه څنګه چې د هوسۍ یا د غرڅه غوښه خوري.
23-
24پام کوئ چې وینه ونه خورئ، ځکه چې دا د هغه حیوان ژوند دی، نو پرېږدئ چې هغه د غوښې د خوړلو څخه مخکې د اوبو په شان په ځمکه باندې توی شي.
25که چېرې تاسو د دې امر اطاعت وکړئ، څښتن به خوشاله شي او ستاسو او ستاسو د اولادې هر کار به سم شي.
26هغه نذرانې او سوغاتونه چې څښتن ته یې د نذر په توګه ورکوئ، هغه ځای ته یوسئ چې څښتن یې د خپل عبادت دپاره انتخابوي.
27هلته هغه قربانۍ چې د څښتن په قربانګاه باندې په بشپړه توګه سوزول کیږي وړاندې کړئ. همدارنګه هغه قربانۍ هم وړاندې کړئ چې غوښه یې خورئ او وینه یې په قربانګاه باندې تویوئ.
28په وفادارۍ سره د دغو ټولو شیانو چې ما درته حکم کړی دی اطاعت کوئ نو ستاسو او ستاسو د اولادې هر کار به د تل دپاره سم وي، ځکه چې تاسو به هغه کارونه کوئ چې هغه صحیح وي او ستاسو څښتن خدای ورباندې خوشالیږي.
29څنګه چې تاسو د هغوی په خاوره باندې حمله وکړئ ستاسو څښتن خدای به هغه قومونه تباه کړي او تاسو به هغه ځای ونیسئ او په کې به اوسېږئ.
30کله چې څښتن هغه قومونه تباه کړل، پام کوئ چې د هغوی د مذهبي رواجونو څخه پیروي ونه کړئ ځکه چې دا به ستاسو دپاره یو وژونکی دام وي. د دې خبرې د معلومولو هڅه مه کوئ چې هغوی په کوم ډول د خپلو خدایانو عبادت کوي د دې دپاره چې تاسو هم همدا ډول عبادت وکړئ.
31د خپل څښتن خدای عبادت په هغه ډول مه کوئ لکه څنګه چې هغوی د خپلو خدایانو عبادت کوي، ځکه چې هغوی په خپل عبادت کې ټول هغه ناوړه کارونه کوي چې څښتن ورڅخه کرکه کوي. هغوی حتیٰ د قربانۍ په ځایونو باندې خپل اولادونه هم په اور کې قرباني کوي.
32ما چې کوم حکمونه تاسو ته درکړي دي په هغو باندې عمل کوئ. د هغو څخه مه څه کموئ او مه یې ورزیاتوئ.