Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ او همېشه د هغه د ټولو قوانینو څخه اطاعت کوئ.
2نن ورځ دا په یاد ساتئ چې دا تاسو وئ، نه ستاسو اولادونه چې د خپل څښتن خدای انتظام، د هغه لویي، قدرت، قوت،
3او معجزې مو لیدلې دي. تاسو ولیدل چې هغه د مصر د پادشاه فرعون او د هغه د ټول هېواد سره څه وکړل.
4تاسو ولیدل چې څښتن څنګه د مصریانو لښکرې د هغوی د اسونو او جنګي ګاډیو سره تباه کړې او هغوی یې په داسې وخت کې په سره بحیره کې غرق کړل کله چې تاسو یې تعقیبولئ. څښتن هغوی د داسې تباهۍ سره مخامخ کړل چې تر اوسه پورې دوام لري.
5تاسو پوهېږئ مخکې له دې چې تاسو دلته راورسېدلئ څښتن ستاسو دپاره په دښته کې څه وکړل.
6در په یاد کړئ چې هغه د روبین د قبیلې د الیاب په زامنو یعنې په داتان او ابیرام باندې څه وکړل. د ټولو خلکو په مخ کې ځمکه پرانیستل شوه او هغوی یې د خپلو کورنیو، خېمو او ټولو غلامانو او حیواناتو سره ژوندي تېر کړل.
7هو، تاسو هماغه خلک یئ چې دا ټول لوی لوی کارونه چې څښتن کړي دي، هغه مو لیدلي دي.
8د هغو ټولو قوانینو اطاعت کوئ چې نن مې درکړل. نو بیا به د دې قوت پیدا کړئ چې د اردن له سیند څخه تېر شئ او هغه خاوره ونیسئ چې تاسو ورننوزئ.
9تاسو به په هغه غني او حاصلخېزه خاوره کې ډېره موده ژوند وکړئ چې څښتن یې د ورکولو وعده ستاسو د نیکونو او د هغوی د اولادې سره کړې ده.
10کومه خاوره چې تاسو یې اوس نیسئ د مصر د خاورې په شان نه ده چې مخکې په کې اوسېدلئ. تاسو چې کله هلته تخم کاره، مجبور وئ چې پټیو ته د اوبو ورکولو دپاره ډېر زیار وباسئ.
11خو هغه خاوره چې تاسو ورداخلېږئ، هلته غرونه او درې دي او د باران په واسطه ورته اوبه ورکول کیږي.
12ستاسو څښتن خدای په دې ځمکه باندې پام کوي او ټول کال هغه تر خپل نظر لاندې ساتي.
13نو بیا د هغو امرونو اطاعت کوئ چې نن مې درکړل. د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ او د زړه له کومي د هغه خدمت کوئ.
14که چېرې داسې وکړئ نو هغه به د اړتیا په وخت یعنې په مني او پسرلي کې ستاسو په ځمکه باندې باران واوروي ترڅو تاسو ته غلې دانې، شراب او د زیتونو تېل درورسیږي
15او حیواناتو ته به مو واښه ورورسیږي. هرڅومره خواړه چې غواړئ تاسو ته به درورسیږي.
16پام کوئ. که نه، نو تاسو به وغولېږئ او بې لارې به شئ او د نورو خدایانو عبادت به وکړئ او هغو ته به سجده وکړئ.
17که چېرې تاسو داسې وکړئ نو څښتن به درباندې په قهر شي. هغه به درباندې باران ودروي، ستاسو ځمکه به وچه شي او فصلونه به په کې نه راشنه کیږي. که څه هم هغه ځمکه چې هغه یې تاسو ته درکوي ښه ده، خو تاسو به په کې ژر مړه شئ.
18دا قوانین په یاده زده کړئ او د هغو په هکله فکر کوئ. هغه ولیکئ او په خپلو مټو او تندیو باندې یې وتړئ چې د هغو په اطاعت کولو کې درسره مرسته وکړي.
19هغه خپلو اولادونو ته ورزده کړئ. هر وخت د هغو په هکله خبرې کوئ، که په کور کې یئ یا په لاره روان یئ یا ارام کوئ یا کار کوئ.
20دا قوانین د خپلو کورونو د دروازو په چوکاټونو او د خپلو ښارونو په دروازو باندې ولیکئ.
21بیا به تاسو او ستاسو ا��لاده په هغه خاوره کې ډېره موده ژوند وکړئ چې څښتن ستاسو د نیکونو سره د هغې د ورکولو وعده کړې ده. ترڅو پورې چې ځمکه او اسمان وي، تاسو به هلته ژوند کوئ.
22د هغو ټولو قوانینو چې ما درکړي دي په وفادارۍ سره اطاعت کوئ. د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ، د هغه هر امر په ځای کوئ او هغه ته وفادار اوسئ.
23بیا به څښتن هغه ټول قومونه ستاسو له مخې څخه لېرې کړي او تاسو به د هغو قومونو ځمکه ونیسئ چې ستاسو څخه لوی او قوي دي.
24په هرځای باندې چې تاسو قدم ږدئ هغه به ستاسو وي. ستاسو سیمه به د جنوبي دښتې څخه په شمال کې د لبنان تر غرونو پورې وغزیږي او د فرات د سیند څخه به چې په ختیځ کې دی د مدیترانې تر بحیرې پورې چې په لوېدیځ کې ده وغزیږي.
25د هغې خاورې هرځای ته چې تاسو لاړ شئ، ستاسو څښتن خدای به د خپلې وعدې سره سم د هغو خلکو په زړونو کې وېره واچوي چې ستاسو څخه ووېریږي او هیڅوک به ونه شي کولی چې ستاسو په مقابل کې ودریږي.
26زه نن تاسو ته دا فرصت درکوم چې د څښتن څخه برکت غواړئ یا غواړئ چې لعنت درباندې وشي.
27که چېرې د خپل څښتن خدای د امرونو څخه چې زه یې نن درکوم اطاعت وکړئ، برکت به ومومئ.
28خو که چېرې د دغو امرونو څخه سرغړونه وکړئ او د هغو نورو خدایانو عبادت وکړئ چې مخکې مو هیڅکله د هغو عبادت نه دی کړی، نو څښتن به درباندې لعنت ووایي.
29کله چې څښتن تاسو هغې خاورې ته ورولي چې تاسو یې نیسئ، نو د جرزیم د غره څخه به د برکت اعلان وکړئ او د عیبال د غره څخه به د لعنت اعلان وکړئ.
30(تاسو پوهېږئ چې دا دوه غرونه د اردن د سیند په لوېدیځ کې په هغې خاوره کې دي چې اوس د هغو کنعانیانو تر واکمنۍ لاندې ده چې د اردن په دره کې اوسیږي. دا غرونه د جلجال بلې خواته د موره مقدسو ونو ته نژدې دي.)
31تاسو به ژر د اردن د سیند څخه تېر شئ او هغه خاوره به ونیسئ چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي. کله چې تاسو هغه خاوره ونیسئ او په کې اوسېږئ،
32نو تاسو به په غور سره د هغو ټولو قوانینو اطاعت کوئ چې زه یې نن درکوم.