Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1بیا څښتن ماته وفرمایل: د اولنیو لوحو په شان د تیږو دوه لوحې تیارې کړه او د لرګیو یو صندوق جوړ کړه چې هغه په کې کېږدې. بیا ماته غره ته راوخېژه.
2زه به په دې لوحو باندې هغه خبرې ولیکم کومې چې په هغو لوحو باندې لیکلې شوې وې چې تا ماتې کړې او بیا هغه په صندوق کې کېږده.
3نو ما د غز له لرګیو څخه یو صندوق جوړ کړ او د اولنیو لوحو په شان مې د تیږو دوه لوحې تیارې کړې او غره ته مې وخېژولې.
4بیا څښتن په دې لوحو باندې هماغه خبرې ولیکلې کومې چې هغه اول ځل لیکلې وې، یعنې هغه لس حکمونه چې په هغه وخت کې هغه درکړل کله چې ستاسو سره یې د اور له منځ څخه خبرې وکړې. دا کار په هغه ورځ وشو چې تاسو د غره تر څنګ راغونډ شوي وئ. څښتن هغه لوحې ماته راکړې،
5بیا زه بېرته د غره څخه راکوز شوم. د څښتن د امر سره سم مې هغه لوحې په هماغه صندوق کې کېښودلې کوم چې ما جوړ کړی ؤ او د هماغه وخته راهیسې په کې پرتې دي.>
6(اسراییلیان د یعقان د خلکو د کوهیانو څخه روان شول او موسیره ته لاړل. هلته حضرت هارون وفات شو او ښخ کړای شو او د هغه زوی العازار د هغه په ځای کاهن شو.
7هغوی د هغه ځای څخه جدجوده ته او بیا یطبات ته سفر وکړ یعنې یوې خاورې ته چې د اوبو ویالې په کې وې.
8په هغه وخت کې څښتن د لاوي قبیله انتخاب کړله چې د لوظ صندوق یوسي، د کاهنانو په توګه د څښتن خدمت وکړي او د هغه په نوم برکت ورکړي. تر اوسه پورې دا د هغوی وظیفې دي.
9نو ځکه د لاوي قبیلې د نورو قبیلو په شان ځمکه ترلاسه نه کړه. ستاسو د څښتن خدای د وعدې سره سم څه چې هغوی ترلاسه کړل هغه د څښتن د کاهنتوب امتیاز ؤ.)
11بیا هغه ماته وفرمایل چې لاړ شم او ستاسو مشري وکړم ترڅو تاسو وکولی شئ هغه ځمکه ترلاسه کړئ چې هغه وعده کړې وه چې ستاسو نیکونو ته به یې ورکړي.
12د اسراییلو خلکو، ستاسو څخه خپل څښتن خدای څه غواړي؟ د هغه څخه ووېرېږئ او ټول امرونه یې په ځای کوئ. د هغه سره مینه کوئ او د زړه له کومي یې خدمت کوئ
13او د هغه د ټولو قوانینو اطاعت کوئ. زه نن دا قوانین تاسو ته ستاسو د ګټې په خاطر درکوم.
14ټول اسمانونه ستاسو د څښتن خدای دي. ځمکه او هرڅه چې په کې دي هغه هم د څښتن دي.
15خو څښتن ستاسو د نیکونو سره دومره زیاته مینه کوله چې تاسو یې د ځمکې په مخ د ټولو قومونو څخه انتخاب کړئ او تر نن ورځې پورې د هغه انتخاب شوی قوم یئ.
16نو بیا د څښتن اطاعت کوئ او نور سرزوري مه کوئ.
17ستاسو څښتن خدای د ټولو خدایانو او حاکمانو څخه ډېر قدرتمند دی. هغه لوی او قوي دی او د هغه څخه وېره په کار ده. هغه د چا پلوي نه کوي او همېشه عادلانه فیصلې کوي.
18څښتن د یتیمانو او کونډو د حقونو څخه دفاع کوي. هغه د هغو بېګانه خلکو سره مینه کوي چې زمونږ د قوم سره اوسیږي او هغوی ته خواړه او کالي ورکوي.
19نو بیا د هغو بېګانه خلکو سره مینه کوئ ځکه چې تاسو خپله یو وخت په مصر کې بېګانه وئ.
20د خپل څښتن خدای څخه وېره کوئ او یوازې د هغه عبادت کوئ. هغه ته وفادار اوسئ او یوازې د هغه په نوم قسم خورئ.
21د هغه ستاینه کوئ. هغه ستاسو خدای دی او تاسو هغه لوی لوی او عجیبه کارونه په خپلو سترګو ولیدل چې ستاسو دپاره یې کړي دي.
22کله چې ستاسو نیکونه مصر ته لاړل چې هلته واوسیږي، هغوی یوازې اویا تنه وو. مګر اوس ستاسو څښتن خدای ستاسو شمېر د اسمان د ستورو په شان زیات کړی دی.