Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1ای د اسراییلو خلکو واورئ! تاسو به ژر د اردن د سیند څخه تېر شئ چې هغې خاورې ته ورننوزئ او هغه قومونه وشړئ چې ستاسو څخه لوی او قوي دي. د هغوی ښارونه لوی لوی دي او داسې دېوالونه لري چې اسمان ته رسیږي.
2د دې قومونو څخه ځینې یې د عناقیانو اولاده ده. تاسو پوهېږئ چې هغوی څومره لوړ قدي او قوي خلک دي او تاسو اورېدلي دي چې هیڅوک هغوی ته په جنګ کې ماتې نه شي ورکولی.
3مګر اوس به تاسو په خپله ووینئ چې ستاسو څښتن خدای به د قوي اور په شان ستاسو په مخ کې روان شي. کله چې تاسو په هغوی باندې حمله وکړئ هغه به هغوی ته ماتې ورکړي، نو د څښتن د وعدې سره سم به تاسو هغوی وشړئ او ژر به یې له منځه یوسئ.
4-
6کله چې ستاسو څښتن خدای د دې قومونو په شړلو کې ستاسو سره مرسته وکړي او د هغوی هغه حاصلخېزه خاوره ونیسئ، نو داسې فکر ونه کړئ چې هغه دا کار په دې خاطر وکړ چې تاسو داسې ښه خلک یئ. تاسو ښه خلک نه یئ، تاسو سرزوري خلک یئ! نه، څښتن په دې خاطر ستاسو سره مرسته کوي چې هغه قومونه چې هلته اوسیږي هغه بدکاره قومونه دي او په دې خاطر چې هغه غواړي خپله هغه وعده پوره کړي چې ستاسو د نیکونو حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره یې کړې ده.
7دا خبره هیڅکله هېره نه کړئ چې تاسو خپل څښتن خدای په دښته کې څنګه په قهر کړ. د هغې ورځې څخه نیولې چې تاسو د مصر څخه لاړئ تر هغې ورځې پورې چې دلته راورسېدلئ، د هغه په مقابل کې مو سرکشي کړې ده.
8تاسو حتیٰ د سینا د غره سره هم څښتن په قهر کړ. هغه مو دومره په قهر کړ چې غوښتل یې تاسو تباه کړي.
9زه غره ته وختلم چې د تیږو لوحې راواخلم چې څښتن ورباندې هغه لوظ لیکلی ؤ چې ستاسو سره یې کړی ؤ. هلته څلوېښت شپې او ورځې پاتې شوم او نه مې څه وخوړل او نه مې څه وڅښل.
10بیا څښتن ماته د تیږو دوه لوحې راکړې چې په خپل لاس یې هغه ټولې خبرې ورباندې لیکلې وې چې ستاسو سره یې د اور له منځ څخه په هغه ورځ کړې وې چې د غره په څنګ کې راغونډ شوي وئ.
11هو، د هغو څلوېښتو شپو او ورځو څخه وروسته څښتن ماته د تیږو دوه لوحې راکړې چې هغه لوظ یې ورباندې لیکلی ؤ.
12بیا څښتن ماته وفرمایل: پاڅه، همدا اوس د غره څخه کوز شه ځکه چې ستا قوم چې د مصر څخه دې راوویست فاسد شوی دی او بد کار یې کړی دی. هغوی لا پخوا زما د امرونو څخه سرغړونه کړې ده او د ځانونو دپاره یې یو فلزي بت جوړ کړی دی.
13څښتن ماته دا هم وفرمایل: ما دا خلک لیدلي دي چې هغوی څومره سرزوري دي.
14پرېږده چې هغوی له منځه یوسم ترڅو د هغوی نومونه د ځمکې له مخ څخه ورک شي. بیا به زه تا د یو داسې قوم پلار کړم چې د دوی څخه به لوی او قوي وي.
15نو زه بېرته د غره څخه راکوز شوم. په داسې حال کې چې د غره څخه د اور لمبې پورته کېدلې، ما د تیږو هغه دوه لوحې په خپلو لاسونو کې نیولې وې چې لوظ ورباندې لیکل شوی ؤ.
16ما ولیدل چې تاسو لا پخوا د خپل څښتن خدای د هغه امر څخه سرغړونه کړې وه چې هغه درکړی ؤ او د ځانونو دپاره مو د خوسي په څېره کې د فلزي بت په جوړولو سره د هغه په مقابل کې ګناه کړې وه.
17نو هلته مې ستاسو په مخکې د تیږو هغه دوه لوحې وغورزولې او ټوټې ټوټې مې کړې.
18نو زه یو ځل بیا د څښتن په حضور کې څلوېښت شپې او ورځې پړمخې پرېوتم او خوراک او څښاک مې ونه کړ. ما دا کار د دې دپاره وکړ چې تاسو د څښتن په مقابل کې ګناه کړې وه او هغه مو په قهر کړی ؤ.
19زه د څښتن د سخت قهر څخه ووېرېدم ځکه چې هغه دومره ډېر په قهر ؤ چې تاسو تباه کړي، مګر یو ځل بیا یې زما دعا قبوله کړه.
20څښتن په حضرت هارون باندې هم دومره په قهر ؤ چې هغه ووژني، نو په هماغه وخت کې مې د حضرت هارون دپاره هم دعا وکړه.
21ما هغه خوسی چې تاسو د سرو زرو څخه جوړ کړی ؤ او ستاسو د ګناه نتیجه وه راواخیست او اور ته مې واچاوه. بیا مې هغه ټوټې ټوټې کړ، په ګرد مې بدل کړ او د هغه ګرد مې په هغې ویالې کې وغورزاوه چې د غره څخه رابهېدله.
22کله چې تاسو په تبعیره، مسا او قبروت هتاوه کې وئ تاسو هلته هم خپل څښتن خدای په قهر کړ.
23بیا کله چې هغه تاسو د قادش برنیع څخه ولېږلئ او داسې حکم یې وکړ چې لاړ شئ او هغه خاوره ونیسئ چې څښتن تاسو ته درکوله، نو د هغه په مقابل کې مو سرکشي وکړه. تاسو نه په هغه اعتبار وکړ او نه مو د هغه اطاعت وکړ.
24له هغه وخته راهیسې چې څښتن تاسو پېژندلي یئ، تاسو د هغه په مقابل کې سرکشي کوئ.
25نو زه د څښتن په حضور کې هغه څلوېښت شپې او ورځې پړمخې پرېوتم ځکه زه پوهېدم چې هغه ستاسو د تباه کولو اراده لري.
26او ما داسې دعا وکړه: څښتن تعالیٰ، خپل قوم یعنې هغه قوم چې تا په خپل لوی قدرت او قوت سره وژغوره او د مصر څخه دې راوویست، مه تباه کوه.
27خپل خدمتګاران یعنې حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب در په یاد کړه او د دې قوم سرزورۍ، بدکارۍ او ګناه ته مه ګوره.
28که نه، نو مصریان به وایي چې تا نه شو کولی خپل قوم هغې ځمکې ته بوځې چې تا ورسره وعده کړې وه. هغوی به وایي چې تا د دې دپاره خپل قوم دښتې ته یووړ چې هغوی ووژنې ځکه چې ته ورڅخه کرکه کوې.
29آخر دا هغه خلک دي چې تا د خپل قوم په توګه انتخاب کړل او کوم چې تا په خپل لوی قدرت او قوت سره د مصر څخه راوویستل.