Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1په وفادارۍ سره د هغو ټولو قوانینو څخه پیروي وکړئ چې نن یې تاسو ته درکوم ترڅو ژوند وکړئ، شمېر مو زیات شي او هغې خاورې ته چې د هغې وعده څښتن ستاسو د نیکونو سره کړې ده ورننوزئ او هغه ونیسئ.
2در په یاد کړئ چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې ستاسو څښتن خدای څنګه تاسو ته په دښته کې په دې اوږده سفر کې لارښودنه وکړه. په تاسو باندې یې سختۍ راوستلې چې ومو ازمایي ترڅو هغه پوه شي چې ستاسو په زړونو کې څه دي او د هغه په حکمونو باندې عمل کوئ یا نه.
3هغه په تاسو باندې لوږه راوستله او بیا یې د خوراک دپاره من درکړ، یعنې هغه خواړه چې تاسو او ستاسو نیکونو مخکې هیڅکله خوړلي نه وو. هغه د دې دپاره دا کار وکړ چې تاسو ته دا خبره درزده کړي چې انسان یوازې په ډوډۍ نه بلکه په هره خبره باندې ژوندی دی چې د څښتن د خولې څخه راوزي.
4د دغو څلوېښتو کلونو په دوران کې ستاسو کالي نه دي زاړه شوي او نه مو پښې پړسېدلې دي.
5په یاد لرئ چې ستاسو څښتن خدای تاسو اصلاح کوي او داسې سزا درکوي لکه څنګه چې یو پلار خپلو اولادونو ته تربیه ورکوي.
6نو بیا هغه کار کوئ چې څښتن یې درباندې امر کړی دی یعنې د هغه د قوانینو په مطابق ژوند کوئ او د هغه څخه وېرېږئ.
7ستاسو څښتن خدای تاسو یوې حاصلخېزې ځمکې یعنې داسې ځمکې ته راولي چې سیندونه او چینې لري او د ځمکې لاندې داسې ویالې لري چې اوبه یې درو او غونډیو ته راوزي،
8یوه داسې ځمکه چې غنم او اوربشې، انګور، اینځر، انار، زیتون او شات په کې پیدا کیږي.
9دا داسې وطن دی چې خواړه په کې پرېمانه دي او د هیڅ شي کمی په کې نشته. د دې ځای تیږې د اوسپنې څخه ډکې دي او د غونډیو څخه یې مس راویستلی شئ.
10هرڅه چې تاسو غواړئ وخورئ هغه به درورسیږي او تاسو به د هغې حاصلخېزې ځمکې دپاره چې ستاسو څښتن خدای درکړې ده د هغه شکر ادا کړئ.
11پام کوئ چې تاسو به هیڅکله خپل څښتن خدای نه هېروئ. هیڅکله د هغه د هغو قوانینو څخه سرغړونه ونه کړئ چې نن یې تاسو ته درکوم.
12کله چې تاسو ته د خوراک دپاره هرڅه درورسیږي او د اوسېدلو دپاره ښه ښه کورونه ودان کړئ
13او کله چې ستاسو پادې او رمې، ستاسو سپین زر او سره زر او نور ټول شیان زیات شي،
14نو پام کوئ چې تاسو به نه مغروره کېږئ او خپل څښتن خدای به چې تاسو یې د مصر د غلامۍ څخه ازاد کړئ نه هېروئ.
15هغه د هغې پراخې او وېروونکې دښتې په لاره تاسو بوتللئ چې زهرجن ماران او لړمان په کې وو. هغه په هغې وچې او بې اوبو ځمکه کې د کلک ګټ څخه ستاسو دپاره اوبه راوویستلې.
16هغه په دښته کې تاسو ته د خوراک دپاره من درکړ چې داسې خواړه وو چې ستاسو نیکونو هیڅکله خوړلي نه وو. له دې کبله هغه په تاسو باندې سختۍ راوستلې چې تاسو وازمایي، ترڅو په آخر کې هغه تاسو ته د ښو ښو شیانو سره برکت درکړي.
17نو بیا باید هیڅکله داسې فکر ونه کړئ چې تاسو په خپل قدرت او قوت سره خپل ځانونه شتمن کړي دي.
18په یاد ولرئ چې دا ستاسو څښتن خدای دی چې تاسو ته دا توان درکوي چې شتمن شئ. څښتن ځکه دا کار کوي چې هغه نن هم هغه لوظ ته وفادار پاتې دی چې ستاسو د نیکونو سره یې کړی ؤ.
19-
20زه نن تاسو ته خبرداری درکوم که چېرې تاسو خپل څښتن خدای هېر کړئ او د نورو خدایانو عبادت وکړئ، نو څښتن به تاسو لکه د نورو قومونو په شان چې تاسو به ورسره جنګ کوئ له منځه یوسي.