Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1کله چې ستاسو څښتن خدای تاسو هغې خاورې ته ورولي چې تاسو به یې ونیسئ، نو هغه به ډېر قومونه ستاسو له مخې څخه لېرې کړي یعنې حیتیان، جرجاشیان، اموریان، کنعانیان، فرزیان، حویان او یبوسیان. دا اووه قومونه ستاسو څخه لوی او ډېر قوي دي.
2کله چې ستاسو څښتن خدای دغه قومونه تاسو ته په لاس درکړل او تاسو هغوی ته ماتې ورکړه، نو هغوی ټول به وژنئ. د هغوی سره کوم تړون مه جوړوئ او نه ورباندې رحم وکړئ.
3د هغوی سره ودونه مه کوئ. خپلې لورګانې د هغوی زامنو ته مه ورکوئ او د هغوی لورګانې خپلو زامنو ته مه کوئ،
4ځکه چې بیا به هغوی ستاسو اولادونه د څښتن څخه د نورو خدایانو عبادت ته راواړوي. که چېرې داسې وشي نو څښتن به په تاسو باندې په قهر شي او تاسو به ژر له منځه یوسي.
5نو بیا داسې وکړئ چې د هغوی د قربانۍ ځایونه راوغورزوئ، هغه لویې تیږې چې د هغوی د عبادت دپاره استعمالیږي ټوټې ټوټې کړئ، د اشیره بتان یې راچپه کړئ او نور بتان یې وسوزوئ.
6داسې کار وکړئ ځکه چې تاسو د خپل څښتن خدای یئ. هغه د ځمکې پر مخ د ټولو قومونو څخه تاسو د خپل خاص قوم په توګه انتخاب کړئ.
7څښتن د دې په خاطر ستاسو سره مینه نه کوله او د دې په خاطر یې تاسو انتخاب کړي نه یئ چې ستاسو شمېر د نورو قومونو څخه زیات ؤ، بلکه ستاسو قوم د ځمکې پر مخ ترټولو کوچنی قوم ؤ.
8خو څښتن ستاسو سره مینه کوله او غوښتل یې چې په هغې وعدې باندې ودریږي چې ستاسو د نیکونو سره یې کړې وه. نو په دې خاطر هغه تاسو په خپل لوی قوت سره وژغورلئ او د مصر د پادشاه فرعون د غلامۍ څخه یې ازاد کړئ.
9زه ستاسو څخه غواړم په دې پوه شئ چې هغه څښتن خدای چې عبادت یې کوئ هغه حقیقي او وفادار خدای دی. که چېرې د هغه سره مینه وکړئ او امرونه یې ومنئ نو تاسو کولی شئ په هغه باندې باور ولرئ چې هغه به همېشه په خپل لوظ باندې ولاړ وي او ستاسو سره به مینه کوي.
10خو هغه خلک چې د هغه څخه کرکه کوي، هغوی ته به ژر داسې سزا ورکړي چې تباه شي.
11نو اوس په غور سره د هغو ټولو قوانینو څخه چې نن مې تاسو ته درکړل پیروي وکړئ.
12که چېرې تاسو دغو امرونو ته غوږ ونیسئ او په وفادارۍ سره د هغو اطاعت وکړئ، بیا به ستاسو څښتن خدای لکه څنګه یې چې زمونږ د نیکونو سره وعده کړې ده په خپل هغه لوظ باندې ودریږي چې ستاسو سره یې کړی دی او هغه به ستاسو سره په دوامداره توګه مینه کوي.
13هغه به ستاسو سره مینه وکړي او برکت به درکړي ترڅو ستاسو شمېر زیات شي او ډېر اولادونه مو پیدا شي. ستاسو په پټیو کې به برکت واچوي ترڅو تاسو غلې دانې، شراب او د زیتونو تېل ولرئ او د ډېرو پادو او رمو په درکولو سره به تاسو ته برکت درکړي. هغه به دا ټول برکتونه په هغه خاوره کې درکړي چې زمونږ د نیکونو سره یې وعده کړې وه چې تاسو ته به یې درکړي.
14په دنیا کې به د هیڅ قوم سره ستاسو په شان زیات برکت نه وي. ستاسو او ستاسو د حیواناتو څخه به هیڅ یو شنډ نه وي.
15څښتن به تاسو د ټولو ناروغیو څخه وساتي او هغه به تاسو په هیڅ داسې وېروونکې ناروغۍ باندې اخته نه کړي چې تاسو په مصر کې ورسره بلد وئ، بلکه ستاسو ټول دښمنان به ورباندې اخته کړي.
16هغه ټول قومونه له منځه یوسئ چې خپل څښتن خدای به یې تاسو ته په لاس درکړي او په هغوی باندې هیڅ رحم مه کوئ. د هغوی د خدایانو عبادت مه کوئ ځکه چې دا به ستاسو دپاره یو وژونکی دام وي.
17د ځان سره داسې مه وایئ چې د دې قومونو شمېر زمونږ څخه زیات دی او مونږ هغوی شړلی نه شو.
18د هغوی څخه مه وېرېږئ. هغه کارونه په یاد ساتئ چې ستاسو څښتن خدای په فرعون او د مصر په ټولو خلکو باندې وکړل.
19هغه هیبتناکه بلاګانې په یاد ساتئ چې تاسو په خپلو سترګو ولیدلې، هغه معجزې او عجیبه عجیبه کارونه او هغه لوی قدرت او قوت چې ستاسو څښتن خدای تاسو ورباندې ازاد کړئ. هغه به په هماغه ډول چې مصریان یې تباه کړل، دا ټول قومونه به چې تاسو اوس ورڅخه وېرېږئ هم تباه کړي.
20هغه به حتیٰ د هغوی په منځ کې سخته وېره پیدا کړي او هغه ټول خلک به له منځه یوسي چې تښتي او پټیږي.
21نو د دغو خلکو څخه مه وېرېږئ. ځکه چې ستاسو څښتن خدای ستاسو سره مل دی، هغه لوی او هیبتناکه خدای دی.
22ستاسو څښتن خدای به دا قومونه ورو ورو ستاسو له مخې څخه لېرې کړي. تاسو به ونشئ کولی چې هغوی په یو وار سره له منځه یوسئ ځکه که چېرې داسې وکړئ، د وحشي حیواناتو شمېر به زیات شي او دا به تاسو ته د خطر سبب وګرځي.
23څښتن به تاسو ته خپل دښمنان په لاس درکړي او په هغوی باندې به داسې سخته وېره راولي ترڅو چې تباه شي.
24هغه به د هغوی پادشاهان تاسو ته په لاس درکړي او تاسو به د هغوی نوم او نښان د ځمکې له مخ څخه ورک کړئ. هیڅوک به ونه شي کولی چې ستاسو په مقابل کې ودریږي، تاسو به هغوی له منځه یوسئ.
25د هغوی بتان وسوزوئ. هغو سرو او سپینو زرو ته چې دا بتان ورڅخه جوړ شوي دي د طمعې په سترګه مه ګورئ او هغه د خپلو ځانونو دپاره مه اخلئ. که چېرې داسې وکړئ، دا به وژونکی دام وي ځکه چې څښتن د بت پرستۍ څخه کرکه کوي.
26د دغو بتانو څخه هیڅ یو یې خپلو کورونو ته مه راوړئ. که نه، نو په تاسو باندې به هم هماغسې لعنت وویل شي لکه څنګه چې په هغو باندې ویل شوی دی. تاسو باید له دغو بتانو څخه کرکه وکړئ او په سپکه سترګه ورته وګورئ، ځکه چې په هغو باندې د څښتن لعنت ویل شوی دی.