Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1څښتن ماته وفرمایل چې تاسو ته دغه ټول قوانین درکړم، ترڅو وکولی شئ په هغې خاورې کې د هغو اطاعت وکړئ کومه چې هغه یې درکوي. تاسو به ژر د اردن د سیند څخه تېر شئ او هغه خاوره به ونیسئ.
2ترڅو پورې چې تاسو ژوندي یئ، تاسو او ستاسو اولاده باید د خپل څښتن خدای عزت کوئ او د هغه د ټولو قوانینو اطاعت کوئ چې زه یې درکوم، ترڅو تاسو په هغه خاوره کې زیات عمر ولرئ.
3ای د اسراییلو خلکو، غوږ ونیسئ او په غور سره هغو قوانینو ته غاړه کېږدئ! بیا به ستاسو هر کار سم شي او ستاسو څخه به یو لوی قوم جوړ شي او زمونږ د نیکونو د څښتن خدای د وعدې سره سم به په هغې غني او حاصلخېزې خاوره کې واوسېږئ.
4ای د اسراییلو خلکو، غوږ ونیسئ! یوازینی خدای چې وجود لري هغه زمونږ څښتن خدای دی.
5د زړه له کومي په خپل ټول ځان او ټول قوت سره د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ.
6دا قوانین چې زه یې نن تاسو ته درکوم هغه هیڅکله مه هېروئ.
7هغه خپلو اولادونو ته ورزده کړئ. که په کور کې یئ یا په لاره روان یئ یا ارام کوئ یا کار کوئ هغه بیا بیا ووایئ.
8هغه ولیکئ او په خپلو مټو او تندیو باندې یې وتړئ چې د هغو په اطاعت کولو کې درسره مرسته وکړي.
9دا قوانین د خپلو کورونو د دروازو په چوکاټونو او د خپلو ښارونو په دروازو باندې ولیکئ.
10څښتن خدای ستاسو د نیکونو یعنې حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره وعده کړې وه چې هغه به تاسو ته دا ځمکه درکړي. اوس به هغه تاسو هلته ورولي او تاسو ته به لوی لوی ښارونه چې داسې ښې ودانۍ په کې وي چې تاسو خپله نه دي جوړې کړې درکړي.
11کورونه به د ښو ښو شیانو څخه ډک وي چې تاسو په کې نه وي ایښي او کوهیان به وي چې تاسو به نه وي کیندلي او د انګورو او د زیتونو باغونه به وي چې تاسو به نه وي کرلي. کله چې څښتن تاسو دې ځمکې ته ورولي او تاسو ته د خوراک دپاره هرڅه درورسیږي،
12پام کوئ چې څښتن به نه هېروئ چا چې تاسو د مصر څخه چې په کې غلامان وئ، راوویستلئ.
13د خپل څښتن خدای څخه ووېرېږئ. یوازې د هغه عبادت کوئ او یوازې د هغه په نوم قسم خورئ.
14نورو خدایانو یعنې د هغو قومونو خدایانو ته عبادت مه کوئ چې ستاسو په شاوخوا کې دي.
15که چېرې تاسو د نورو خدایانو عبادت وکړئ، د څښتن قهر به د اور په شان درباندې نازل شي او تاسو به د ځمکې له مخ څخه ورک کړي ځکه ستاسو څښتن خدای چې ستاسو په منځ کې حاضر دی، هغه غیرتي خدای دی.
16خپل څښتن خدای مه ازمایئ، لکه څنګه چې تاسو په مسا کې وازمایه.
17همېشه په غور سره د هغو ټولو قوانینو اطاعت کوئ چې تاسو ته یې درکړي دي.
18-
19هغه کارونه کوئ چې د څښتن په نظر کې صحیح او ښه دي، نو ستاسو هر کار به سم شي. بیا به وکولی شئ چې د هغې حاصلخېزې ځمکې ملکیت ترلاسه کړئ ځکه چې څښتن به ستاسو دښمنان وشړي، لکه څنګه چې هغه ستاسو د نیکونو سره وعده کړې ده.
20په راتلونکي کې به ستاسو اولادونه پوښتنه وکړي چې زمونږ څښتن خدای ولې په مونږ باندې امر کړی دی چې دغو ټولو قوانینو ته غاړه کېږدو؟
21بیا هغوی ته ووایئ: مونږ په مصر کې د فرعون غلامان وو او څښتن په خپل لوی قدرت ازاد کړو.
22مونږ په خپلو سترګو ولیدل چې معجزې یې وکړې او په مصریانو او فرعون او د هغه په ټولو درباریانو باندې یې وېروونکي کارونه وکړل.
23هغه مونږ د مصر څخه ازاد کړو چې دلته مو راولي او دا ځمکه راکړي لکه څنګه چې هغه زمونږ د نیکونو سره وعده کړې وه.
24بیا زمونږ څښتن خدای په مونږ باندې امر وکړ چې دغو ټولو قوانینو ته غاړه کېږدو او د هغه څخه ووېرېږو. که چېرې مونږ داسې وکړو، نو هغه به همېشه زمونږ په قوم باندې پام کوي او هغه به خوشبخته وساتي.
25که چېرې مونږ په وفادارۍ سره د خدای پاک هر امر ته غاړه کېږدو، هغه به زمونږ څخه خوشاله شي.