Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1حضرت موسیٰ د اسراییلو ټول قوم راوغوښت او ورته ویې فرمایل:
2-
3زمونږ څښتن خدای د سینا د غره سره نه یوازې زمونږ د پلرونو سره لوظ وکړ، بلکه زمونږ ټولو سره یې چې تر نن ورځې پورې ژوندي یو وکړ.
4څښتن په هماغه غره باندې د اور له منځ څخه ستاسو سره مخامخ خبرې وکړې.
5په هغه وخت کې زه ستاسو او څښتن ترمنځ ودرېدم چې د هغه خبرې تاسو ته ورسوم، ځکه چې تاسو د هغه اور څخه وېرېدئ او غره ته نه ورختلئ.څښتن وفرمایل:
6زه ستاسو څښتن خدای یم چې تاسو مې له مصر څخه چې په کې غلامان وئ راوویستلئ.
7زما څخه پرته د بل خدای عبادت مه کوئ.
8د خپلو ځانونو دپاره د هیڅ شي په شکل چې هغه په اسمان کې یا په ځمکه باندې یا د ځمکې لاندې په اوبو کې وي بتان مه جوړوئ.
9هیڅ بت ته سجده یا عبادت مه کوئ ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یو غیرتي خدای یم. څوک چې زما څخه کرکه کوي زه به هغوی او د هغوی اولادې ته تر دریم او څلورم نسله پورې سزا ورکړم.
10مګر زه د هغو زرګونو نسلونو سره چې زما سره مینه کوي او زما امرونو ته غاړه ږدي مینه کوم.
11زما نوم د بدو مقصدونو دپاره مه استعمالوئ، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای به هغه چاته سزا ورکړم څوک چې زما نوم په غلطه استعمال کړي.
12لکه څنګه چې ما یعنې ستاسو څښتن خدای په تاسو باندې امر کړی دی، د سبت ورځ ولمانځئ او هغه مقدسه وګڼئ.
13تاسو د کار کولو دپاره شپږ ورځې لرئ،
14مګر اوومه ورځ د ارام کولو ورځ ده چې څښتن خدای ته وقف شوې ده. په دې ورځ به تاسو هیڅ کار نه کوئ، نه تاسو، نه ستاسو زامن یا لورګانې، نه غلامان، نه ستاسو غوایان یا خره یا نور حیوانات او نه هغه بېګانه خلک چې ستاسو په وطن کې اوسیږي. ستاسو غلامان باید ستاسو په شان استراحت وکړي.
15دا په یاد ولرئ چې تاسو په مصر کې غلامان وئ او ما یعنې ستاسو څښتن خدای په خپل لوی قدرت او قوت سره ازاد کړئ. نو ځکه تاسو ته امر کوم چې د سبت یعنې د ارام کولو ورځ لمانځئ.
16لکه څنګه چې زه، یعنې ستاسو څښتن خدای تاسو ته امر کوم، د خپل پلار او مور احترام کوئ ترڅو ستاسو ټول کارونه سم وي او په هغه خاوره کې چې زه یې درکوم زیات عمر ولرئ.
17قتل مه کوئ.
18زنا مه کوئ.
19غلا مه کوئ.
20د هیچا په ضد د دروغو شهادت مه ورکوئ.
21د بل سړي ښځې ته د طمعې په سترګه مه ګورئ. د هغه کور، ځمکې، غلامانو، غوایانو، خرو یا هرڅه چې هغه یې لري، ورته د طمعې په سترګه مه ګورئ.
22دا هغه حکمونه دي چې څښتن په هغه وخت کې تاسو ټولو ته درکړل کله چې د سینا د غره تر څنګ سره راغونډ شوي وئ او هغه په لوړ اواز سره د اور او ټینګې ورېځې له منځ څخه خبرې وکړې. هغه نور څه نه بلکه همدا حکمونه راکړل. بیا یې هغه د تیږو په دوو لوحو باندې ولیکل او ماته یې راکړل.
23کله چې ټول غره اور واخیست او تاسو هغه غږ واورېد چې د تیارې څخه راتله، نو ستاسو مشران او ستاسو د قبیلو رئیسان ماته راغلل
24او ویې ویل: کله چې مونږ د هغه خبرې واورېدلې چې د اور له منځ څخه یې کولې، مونږ ته خپل څښتن خدای خپله لویي او جلال راوښود! نن مونږ ولیدل چې د یو انسان دپاره که خدای پاک ورسره خبرې هم کړې وي دا ممکنه ده چې ژوندی پاتې شي.
25خو مونږ ولې خپل ځانونه د مرګ په خطر کې واچوو؟ هغه هیبتناکه اور به مونږ له منځه یوسي. مونږ یقین لرو که چېرې د خپل څښتن خدای غږ بیا واورو نو مړه به شو.
26آیا داسې یو انسان چې د اور له منځ څخه یې د حقیقي خدای خبرې اورېدلې وي کله ژوندی پاتې شوی دی؟
27حضرت موسیٰ، نژدې ورشه او زمونږ د څښتن خدای ټولو خبرو ته غوږ ونیسه. بیا بېرته راشه او هغه خبرې چې هغه درته وکړلې مونږ ته یې ووایه. مونږ به ورته غوږ ونیسو او وبه یې منو.
28کله چې څښتن دا خبرې واورېدلې، هغه ماته وفرمایل: ما د دغو خلکو خبرې واورېدلې، هغوی صحیح وایي.
29کاشکې هغوی همېشه داسې احساس ولري! کاشکې هغوی همېشه زما څخه ووېریږي او زما ټولو امرونو ته غاړه کېږدي، ترڅو د تل دپاره د هغوی او د هغوی د اولادې هر کار سم وي.
30لاړ شه او هغوی ته ووایه چې بېرته خپلو خېمو ته ورستانه شي.
31مګر موسیٰ، ته دلته زما سره پاتې شه. زه به تاته خپل ټول قوانین او امرونه درکړم. هغه قوم ته ورزده کړه، ترڅو هغوی په هغه خاوره کې ورته غاړه کېږدي چې زه یې ورکوم.
32د اسراییلو خلکو، تاسو باید په غور سره د خپل څښتن خدای هر امر په ځای کړئ. د هغه د هیڅ یو قانون څخه سرغړونه ونه کړئ.
33د هغو ټولو څخه پیروي وکړئ، ترڅو ستاسو ټول کارونه صحیح روان وي او په هغه وطن کې چې تاسو به یې ونیسئ، خپل ژوند ته دوام ورکړئ.