Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
47 verses
1بیا حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل:
2زما امرونو ته هیڅ شی ورزیات او هیڅ شی ورڅخه کم نه کړئ. د خپل څښتن خدای د امرونو څخه چې ما درکړي دي اطاعت وکړئ.
3تاسو په خپله ولیدل چې څښتن د فغور غره ته نژدې څه وکړل. څښتن هغه ټول خلک له منځه یوړل چې هلته یې د بعل عبادت کاوه،
4مګر له تاسو څخه چې څوک ستاسو څښتن خدای ته وفادار وو، هغوی تر نن ورځې پورې ژوندي دي.
5ما د خپل څښتن خدای د وینا سره سم تاسو ته ټول قوانین درزده کړي دي. د هغو اطاعت په هغه خاوره کې کوئ چې تاسو به ورداخل شئ او هغه به ونیسئ.
6په وفادارۍ سره د هغو اطاعت وکړئ، نو دا کار به نورو قومونو ته دا خبره په ډاګه کړي چې تاسو څومره پوه خلک یئ. کله چې هغوی د دغو ټولو قوانینو په هکله واوري، داسې به وایي: دا لوی قوم څومره حکمت او پوهه لري!
7بل هیڅ قوم چې هرڅومره لوی وي داسې خدای نه لري چې هغوی ته د ضرورت په وخت کې دومره نژدې وي لکه څنګه چې مونږ ته خپل څښتن خدای نژدې دی. هرکله چې مونږ د مرستې دپاره سوال وکړو، هغه یې قبلوي.
8بل هیڅ قوم چې هرڅومره لوی وي داسې عادلانه قوانین نه لري لکه کوم چې ما تاسو ته نن درزده کړي دي.
9-
10ډېر پام کوئ ترڅو پورې چې تاسو ژوندي یئ هغه څه چې تاسو په خپلو سترګو لیدلي دي هېر یې نه کړئ. خپلو اولادونو او لمسیو ته د هغې ورځې په باره کې ووایئ چې کله تاسو د سینا د غره سره د خپل څښتن خدای په حضور کې ولاړ وئ چې هغه ماته وفرمایل: د اسراییلو قوم راغونډ کړه. زه غواړم چې هغوی زما خبرې واوري چې ترڅه وخته پورې هغوی ژوندي وي زما احترام او اطاعت به کوي او خپلو اولادونو ته یې هم ورزده کړي چې همداسې وکړي.
11خپلو اولادونو ته ووایئ چې تاسو څرنګه لاړئ او د هغه غره په لمنه کې ودرېدلئ چې هلته ټینګه ورېځ او توره تیاره وه او اور ورڅخه اسمان ته پورته کېده.
12هغوی ته ووایئ چې څښتن څنګه ستاسو سره د اور له منځ څخه خبرې وکړې، څنګه تاسو د هغه خبرې واورېدلې مګر د هغه څېره مو ونه لیدله.
13هغه درته وفرمایل د دې دپاره چې په هغه لوظ باندې ودرېږئ چې هغه ستاسو سره کړی دی څه باید وکړئ. تاسو باید د هغو لسو حکمونو اطاعت وکړئ چې هغه د تیږو په دوو لوحو باندې لیکلي دي.
14څښتن ماته وفرمایل چې تاسو ته هغه ټول قوانین درزده کړم چې باید په هغه خاوره کې یې اطاعت وکړئ چې نژدې ده چې حمله ورباندې وکړئ او هغه ونیسئ.
15-
18کله چې څښتن د سینا په غره باندې ستاسو سره د اور له منځ څخه خبرې وکړې، تاسو هیڅ یوه څېره ونه لیدله. نو بیا پام کوئ چې تاسو به د ځانونو دپاره د هیڅ شي په شکل کې بت نه جوړوئ، که هغه د سړي په شکل وي یا د ښځې، د حیوان یا مارغه، خزندې یا د ماهي په شکل او په دې کار به ځانونه نه ګناهکاروئ.
19کله چې تاسو اسمان ته ګورئ او لمر، سپوږمۍ او ستوري وینئ نو وسوسه کېږئ مه چې هغو ته سجده وکړئ یا یې عبادت وکړئ. ستاسو څښتن خدای دا شیان د دنیا د نورو قومونو دپاره پیدا کړي دي چې عبادت یې وکړي.
20مګر تاسو هغه قوم یئ چې هغه د مصر څخه راوویست، یعنې له اوره ډک داش څخه. هغه د دې دپاره راوویستلئ چې ستاسو څخه خپل قوم جوړ کړي لکه څنګه چې نن یئ.
21څښتن ستاسو په خاطر په ما باندې په قهر شو، قسم یې وخوړ او ویې فرمایل: ته نه شې کولی د اردن د سیند څخه هغې حاصلخېزې ځمکې ته واوړې چې زه یې خپل قوم ته ورکوم.
22نو زه موسیٰ به په دې خاوره کې مړ شم او هیڅکله به د سیند څخه تېر نه شم، مګر تاسو دې ته نژدې یئ چې ورڅخه تېر شئ او هغه حاصلخېزه ځمکه ونیسئ.
23پام کوئ هغه لوظ به نه هېروئ چې ستاسو څښتن خدای تاسو سره کړی دی. د هغه د امر اطاعت وکړئ چې تاسو به د خپل ځانونو دپاره هیڅ ډول بت نه جوړوئ،
24که چېرې تاسو د نورو خدایانو عبادت وکړئ، نو ستاسو څښتن خدای غیرتي خدای دی او هغه د داسې اور په شان دی چې هر شی یې مخې ته ورشي له منځه یې وړي.
25کله چې په هغه وطن کې ډېره موده واوسېږئ او اولادونه او لمسیان مو پیدا شي نو د هیڅ شي په شکل کې به د بت په جوړولو سره ګناه نه کوئ. دا د څښتن په نظر کې بد کار دی او هغه به په دې کار په قهر شي.
26زه همدا نن اسمان او ځمکه ستاسو په مقابل کې شاهدان نیسم، که چېرې زما څخه نافرماني وکړئ، نو ژر به د هغې ځمکې له مخ څخه ورک شئ. تاسو به په هغه خاوره کې ډېره موده ژوند ونه کړئ کومه چې د اردن په بله غاړه باندې پرته ده او تاسو یې نیسئ. تاسو به بېخي تباه شئ.
27څښتن به تاسو په نورو قومونو کې خپاره کړي چې ستاسو څخه به یوازې څو تنه په کې ژوندي پاتې شي.
28تاسو به هلته د داسې خدایانو عبادت کوئ چې د انسانانو په لاسونو جوړ شوي وي، داسې خدایان چې د لرګیو او تیږو څخه جوړ شوي وي چې لیدلی یا اورېدلی نه شي او څه خوړلی یا بوی کولی نه شي.
29مګر که چېرې هلته د خپل څښتن خدای د لټولو پرېکړه وکړئ او تاسو هغه د زړه له کومي ولټوئ، نو هغه به ومومئ.
30کله چې تاسو د ستونزو سره مخامخ شئ او دا ټول شیان درباندې راشي، نو آخر به څښتن ته رجوع وکړئ او د هغه اطاعت به وکړئ.
31هغه زړه سواندی خدای دی. هغه به ستاسو څخه مخ نه اړوي او نه به تاسو تباه کړي او هغه لوظ به هېر نه کړي چې هغه په خپله ستاسو د نیکونو سره کړی دی.
32تېر شوي وخت ته وګورئ یعنې هغه وخت چې تاسو پیدا شوي نه وئ او له هغه وخت څخه چې خدای پاک د ځمکې په مخ انسانان پیدا کړل. ټوله دنیا ولټوئ، آیا داسې لوی لوی کارونه مخکې کله شوي دي؟ آیا داسې شیان چا کله اورېدلي دي؟
33آیا داسې قوم شته چې کوم خدای د هغه سره د اور له منځ څخه خبرې کړې وي او هغه یې ستاسو په شان اورېدلې وي او ژوندی پاتې شوی وي؟
34آیا کوم خدای داسې جرأت کړی دی چې لاړ شي او د بل قوم څخه هغه قوم راواخلي کوم چې د هغوی سره غلامان وو او خپل قوم ورڅخه جوړ کړي لکه څنګه چې ستاسو څښتن خدای په مصر کې ستاسو دپاره وکړ؟ هغه ستاسو د سترګو په وړاندې د خپل لوی قدرت او قوت څخه کار واخیست. هغه آفتونه او جنګ راوست، معجزې یې وښودلې او عجیبه عجیبه کارونه یې وکړل او وېروونکې پېښې یې رامنځته کړې.
35څښتن دا شیان د دې دپاره دروښودل چې تاسو ته دا خبره ثابته کړي چې یوازې هغه خدای دی او بل خدای نشته.
36هغه تاسو پرېښودئ چې د اسمان څخه د هغه غږ واورئ، ترڅو تاسو په سمه لاره برابر کړي. هغه په ځمکه باندې تاسو ته خپل وېروونکی اور وښود او تاسو د اور له منځ څخه د هغه خبرې واورېدلې.
37د دې په خاطر چې هغه ستاسو د نیکونو سره مینه درلودله، نو د هغوی څخه وروسته یې د هغوی اولاده یعنې تاسو انتخاب کړئ او په خپل لوی قدرت یې په خپله د مصر څخه راوویستلئ.
38اوس تاسو د نورو قومونو سره چې ستاسو څخه قوي دي مخامخ یئ، خو څښتن لا د مخه د خپلې خاورې څخه د هغوی په شړلو شروع کړې ده او هغه تاسو ته درکوي.
39نو همدا نن یاد ساتئ او هیڅکله دا خبره هېره نه کړئ چې څښتن د اسمانونو او ځمکې خدای دی. بل خدای نشته.
40د هغه د هغو ټولو قوانینو اطاعت کوئ چې نن مې تاسو ته درکړل، نو ستاسو او ستاسو د اولادې هر کار به سم وي. تاسو به په هغه وطن کې چې ستاسو څښتن خدای یې تاسو ته د تل دپاره درکوي اوږد ژوند ولرئ.>
41بیا حضرت موسیٰ د اردن د سیند په ختیځ کې درې ښارونه جدا کړل
42چې داسې سړی هلته وتښتي او خوندي پاتې شي چې په سهوې سره یې یو داسې نفر وژلی وي چې دښمن یې نه وي. هغه کولی شي چې د دغو ښارونو څخه یو ښار ته وتښتي او خپل ژوند وژغوري.
43د روبین د قبیلې دپاره د باصر ښار ؤ چې د دښتې په لوړه جلګه باندې پروت ؤ. د جاد د قبیلې دپاره راموت ؤ چې د جلعاد په سیمه کې پروت ؤ او د منسي د قبیلې دپاره د جولان ښار ؤ چې د باشان په سیمه کې پروت ؤ.
44حضرت موسیٰ د اسراییلو قوم ته د خدای پاک قوانین ورکړل.
45-
46هغه دا قوانین هغوی ته د هغه وخت څخه وروسته ورکړل چې هغوی د مصر څخه راوتلي وو او د اردن د سیند ختیځ خواته په دره کې وو چې د بیت فغور ښار ته مخامخ وه. دا د اموریانو د پادشاه یعنې د سیحون په سیمه کې وه چې د حشبون ښار یې پایتخت ؤ. مګر حضرت موسیٰ او د اسراییلو قوم هغه ته ماتې ورکړه.
47هغوی د سیحون او د باشان د پادشاه یعنې د عوج خاوره ونیوله. عوج د اموریانو بل پادشاه ؤ چې د اردن په ختیځ کې اوسېده.
48دا خاوره د عروعیر د ښار څخه چې د ارنون د سیند په غاړه پروت ؤ، په شمال کې د سریون یعنې د حرمون تر غره پورې غزېدلې وه.
49په هغې کې د اردن د سیند ټوله ختیځه سیمه د ارام تر دریاب او د پیسګاه د غره تر لمنې پورې شامله وه.