Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1بیا مونږ شمال ته د باشان په لور روان شو او عوج پادشاه د خپل ټول لښکر سره راووت چې د ادرعي ښار ته نژدې زمونږ سره وجنګیږي.
2مګر څښتن ماته وفرمایل: د هغه څخه مه وېرېږه. زه هغه، د هغه نفر او د هغه ټوله سیمه تاته درکوم. د هغه سره هماغه شان چلند وکړه لکه څنګه چې دې د اموریانو د پادشاه سیحون سره چې حشبون یې پایتخت ؤ کړی ؤ.
3نو څښتن عوج پادشاه او د هغه لښکر هم مونږ ته په لاس راکړ او هغوی ټول مو ووژل.
4په عین وخت کې مونږ د هغه ټول ښارونه ونیول، یو ښار هم زمونږ څخه پاتې نه شو. ټول ښارونه چې مونږ ونیول شمېر یې شپېتو ته رسېده، یعنې د ارجوب ټوله سیمه چې د باشان پادشاه عوج ورباندې حکومت کاوه.
5دغو ټولو ښارونو لوړ دېوالونه او داسې دروازې درلودلې چې په سیخونو باندې بندېدلې. همدارنګه ډېر داسې کلي هم وو چې دېوالونه یې نه درلودل.
6مونږ ټول ښارونه وران کړل او ټول نارینه، ښځې او ماشومان مو ووژل. مونږ د حشبون پادشاه سیحون په ښارونو کې هم همداسې کړي وو.
7مونږ حیوانات یوړل او ښارونه مو لوټ کړل.
8په هغه وخت کې مونږ د اردن د سیند په ختیځ کې د هغو دوو اموریایي پادشاهانو څخه د ارنون د سیند څخه د حرمون تر غره پورې ځمکه ونیوله.>
9(صیدونیان د حرمون غر د سریون په نوم یادوي او اموریان یې د سنیر په نوم یادوي.)
11(عوج پادشاه په رفائیانو کې آخرنی نفر ؤ. د معیاري اندازې په مطابق د هغه تابوت چې له تیږو څخه جوړ شوی ؤ څلور متره اوږد ؤ او نژدې دوه متره پلن ؤ. هغه تر اوسه پورې د عمونیانو د ربه په ښار کې شته.)
13پاتې جلعاد او ټول باشان چې عوج ورباندې حکومت کړی ؤ یعنې د ټول ارجوب سیمه مې هم د منسي نیمې قبیلې ته ورکړ.>(باشان د رفائیانو د هېواد په نوم یادېده.
14یائیر چې د منسي د قبیلې څخه ؤ، هغه د ارجوب ټوله سیمه یعنې د باشان سیمه د جشور او معکې تر سرحده پورې ونیوله. د هغې سیمې کلي یې په خپل نوم یاد کړل او تر اوسه پورې د یائیر د کلیو په نوم یادیږي.)
16د روبین او جاد قبیلو ته مې د جلعاد څخه د ارنون تر سینده پورې سیمه ورکړه. هغه سیند د هغوی جنوبي سرحد ؤ او د یبوق سیند د هغوی شمالي سرحد ؤ. د یبوق د سیند یوه برخه د عمونیانو سرحد ؤ.
17د لوېدیځې خوا څخه د هغوی سیمه د اردن تر سیند پورې یعنې د جلیل د جهیل څخه د ارام تر دریاب او د پیسګاه د غره تر لمنې پورې غزېدلې وه.
18په عین وخت کې ما هغوی ته دا حکم وکړ: زمونږ څښتن خدای تاسو ته دا ځمکه د اردن په ختیځ کې درکړې ده چې ویې نیسئ. نو اوس خپلو جنګي نفرو ته وسلې ورکړئ او د اسراییلو د نورو قبیلو څخه یې مخکې د اردن بلې غاړې ته ولېږئ چې د هغوی سره د هغوی د ځمکې په نیولو کې مرسته وکړي.
19خو ستاسو ښځې، ماشومان او همدارنګه ستاسو حیوانات به چې ډېر زیات دي په هغو ښارونو کې پاتې کیږي چې ما تاسو ته درکړي دي.
20کله چې څښتن ستاسو په شان نورو اسراییلیانو ته ارامي ور په برخه کړي او کله چې هغوی هغه ځمکه ونیسي چې څښتن یې ورته د اردن د سیند په بله غاړه باندې ورکوي نو بیا تاسو کولی شئ بېرته دې ځمکې ته چې تاسو ته مې درکړې ده راستانه شئ.
21بیا مې یوشع ته داسې حکم وکړ: تا هغه ټول کارونه په خپلو سترګو لیدلي دي چې زمونږ څښتن خدای په هغو دوو پادشاهانو یعنې سیحون او عوج باندې وکړل. هغه به د هغو نورو ټولو خلکو سره هم همداسې وکړي چې ته یې په وطن باندې حمله کوې.
22د هغوی څخه مه وېرېږئ ځکه چې زمونږ څښتن خدای به ستاسو دپاره وجنګیږي.
23په هغه وخت کې ما داسې زارۍ وکړې:
24څښتن تعالیٰ، زه پوهېږم چې تا ماته یوازې د خپلې لویۍ او قدرت څرګندول پیل کړل. په اسمان کې او په ځمکه باندې هیڅ داسې خدای نشته چې داسې لوی لوی کارونه وکولی شي کوم چې تا کړي دي!
25څښتنه، ما پرېږده چې د اردن د سیند څخه تېر شم او هغه حاصلخېزه ځمکه ووینم چې په بله غاړه باندې پرته ده او ښایسته غرنۍ سیمه او د لبنان غرونه ووینم.
26مګر څښتن ستاسو په خاطر په ما باندې په قهر ؤ او ماته یې غوږ نه نیوه. د دې په ځای هغه وفرمایل: بس کړه! بیا د دې خبرې یادونه ونه کړې!
27د پیسګاه د غره څوکې ته وخېژه او د شمال او جنوب، ختیځ او لوېدیځ خواته وګوره. څه چې درته ښکاري هغه په غور سره وګوره، ځکه چې ته به هیڅکله د اردن د سیند څخه تېر نه شې.
28یوشع ته لارښوونې وکړه. د هغه عزم قوي کړه، ځکه چې هغه به خلک بلې غاړې ته پورې باسي چې هغه ځمکه ونیسي چې ته یې وینې.
29نو مونږ په هغې درې کې پاتې شو چې د بیت فغور ښار ته مخامخ وه.>