Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1په آخر کې مونږ راوګرځېدو او د څښتن د امر سره سم په هغې لارې باندې چې سرې بحیرې ته ځي بېرته دښتې ته لاړو او ډېره موده د ادوم د غرنۍ سیمې په شاوخوا کې سرګردانه ګرځېدو.
2بیا څښتن ماته وفرمایل چې
3تاسو زیاته موده په هغو غونډیو کې سرګردانه وګرځېدئ، اوس د شمال خواته لاړ شئ.
4په خلکو باندې دغه امر وکړه: پام کوئ، ځکه چې تاسو به ژر د ادوم د غرنۍ سیمې له لارې چې ستاسو د لېرې خپلوانو یعنې د عیسو د اولادې ځمکه ده لاړ شئ. هغوی ستاسو څخه وېریږي،
5مګر تاسو به د هغوی سره جنګ نه پیل کوئ، ځکه چې زه به د هغوی د ځمکې څخه تاسو ته یو متر مربع ځمکه هم در نه کړم. ما ادوم د عیسو اولادې ته ورکړی دی.
6تاسو کولی شئ چې د هغوی څخه خواړه او اوبه په بیه واخلئ.
7یاد ساتئ چې خپل څښتن خدای څنګه تاسو ته په هر کار کې برکت درکړی دی. لکه څنګه به چې تاسو په دې پراخه دښته کې سرګردانه ګرځېدئ، هغه په تاسو باندې پام کاوه. په دغو څلوېښتو کالو کې هغه ستاسو سره ؤ او هرڅه چې ستاسو په کار وو، هغه درته رسېدل.
8مونږ د هغې سیمې په خوا کې تېر شو چې زمونږ د خپلوانو یعنې د عیسو د اولادې سیمه وه. هغه لاره مو پرېښودله چې د ایلت او عصیون جابر څخه د ارام دریاب ته ځي او شمال ختیځ خواته د موآب د دښتې په لور وګرځېدو.
9څښتن ماته وفرمایل: د موآب خلکو یعنې د لوط اولادې ته تکلیف ونه رسوئ او جنګ ورسره ونه کړئ. ما هغوی ته د عار سیمه ورکړې ده او تاسو ته به د هغوی د ځمکې څخه هیڅ یوه برخه در نه کړم.>
10(د ډېرو غټو خلکو قوي نسل چې د ایمیانو په نوم یادېده په عار کې اوسېده. هغوی د عناقیانو په شان لوړ قدونه درلودل کوم چې د ډېرو لوړ قدو خلکو بل نسل ؤ.
11هغوی هم د عناقیانو په شان د رفائیانو په نوم مشهور وو، مګر موآبیانو هغوی د ایمیانو په نوم یادول.
12حوریان په ادوم کې اوسېدل، مګر د عیسو اولادې هغوی وشړل. د هغوی قوم یې له منځه یووړ او په خپله هلته اوسېدل، لکه څنګه چې وروسته اسراییلیانو خپل دښمنان د هغې ځمکې څخه وشړل چې څښتن هغوی ته ورکړې وه.)
14له هغه وخت څخه چې مونږ د قادش برنیع څخه لاړو اته دېرش کاله تېر شوي وو. لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو، د هغه نسل ټول جنګي خلک مړه شول.
15څښتن تر هغه وخته پورې د هغوی مخالفت کاوه ترڅو چې ټول یې له منځه یوړل.
16کله چې هغوی ټول مړه شول،
17څښتن مونږ ته وفرمایل:
18نن به تاسو د موآب د سیمې څخه د عار په لاره باندې تېر شئ.
19بیا به د عمونیانو ځمکې ته ورنژدې شئ چې د لوط اولاده ده. هغوی ته تکلیف مه رسوئ او جنګ ورسره مه کوئ. هغوی ته مې خپله ځمکه ورکړې ده او د هغې څخه به تاسو ته هیڅ در نه کړم.>
20(دا سیمه هم د رفائیانو د خاورې په نوم مشهوره ده، یعنې د هغو خلکو په نوم چې هلته اوسېدلي وو. عمونیانو هغوی د زمزمیانو په نوم یادول.
21هغوی د عناقیانو په شان لوړ قدونه درلودل. هغوی ډېر وو او یو قوي نسل ؤ. مګر څښتن هغوی تباه کړل، نو عمونیانو د هغوی خاوره ونیوله او هلته اوسېدل.
22څښتن د ادومیانو یعنې د عیسو د اولادې دپاره چې د ادوم په غرنۍ سیمه کې اوسیږي همداسې کار کړی ؤ. هغه حوریان له منځه یوړل، نو ادومیانو د هغوی ځمکه ونیوله او هلته اوسېدل او تر اوسه پورې هلته ژوند کوي.
23په هغه ځمکه کې چې د مدیترانې د بحیرې په غاړه پرته وه، هغه خلک ځای په ځای شوي وو چې د کریت د جزیرې څخه وو. هغوی عویان چې د هغه ځای اصلي اوسېدونکي وو له منځه وړي وو او د هغوی ټوله ځمکه یې په جنوب کې د غزې تر ښاره پورې نیولې وه.)
25له همدې ورځې څخه به ستاسو وېره د ټولو خلکو په زړونو کې چې په هرځای کې اوسیږي واچوم. هرڅوک به ستاسو د نوم په اورېدلو سره له وېرې لړزیږي.
26بیا ما د قدیموت د دښتې څخه د حشبون پادشاه سیحون ته د سولې د لاندیني وړاندیز سره استازي ورولېږل:
27مونږ پرېږدئ چې ستاسو د هېواد څخه تېر شو. مونږ به مستقیم لاړ شو او د لارې څخه به یو خوا بل خوا نه ځو.
28تاسو په مونږ باندې خواړه او اوبه خرڅ کړئ او مونږ به د هغو بیه درکړو. خو یوازې دا اجازه راکړئ چې ستاسو د هېواد په لاره تېر شو،
29ترڅو د اردن د سیند څخه هغې ځمکې ته واوړو چې خپل څښتن خدای یې راکوي. د عیسو اولادې چې په ادوم کې اوسیږي او موآبیانو چې په عار کې اوسیږي، مونږ ته اجازه راکړه چې د هغوی د سیمې څخه تېر شو.
30مګر سیحون پادشاه نه پرېښودلو چې د هغه د هېواد په لاره تېر شو. زمونږ څښتن خدای د هغه زړه سخت کړی ؤ او هغه یې سرزوره کړی ؤ ترڅو مونږ وکولی شو هغه ته ماتې ورکړو او د هغه سیمه ونیسو چې تر اوسه پورې زمونږ سره ده.
31بیا څښتن ماته وفرمایل: ګوره، ما سیحون پادشاه او د هغه خلک ستاسو په مقابل کې کمزوري کړي دي، لاړ شئ او د هغه خاوره ونیسئ.
32سیحون د خپلو ټولو نفرو سره راووت چې د یاهص ښار ته نژدې زمونږ سره وجنګیږي،
33مګر زمونږ څښتن خدای هغه مونږ ته په لاس راکړ او مونږ هغه، د هغه زامن او د هغه ټول نفر ووژل.
34په عین وخت کې مونږ هر یو ښار ونیوه او هغه مو وران کړ او ټول نارینه، ښځې او ماشومان مو ووژل. هیڅوک مو ژوندی پرېنښود.
35مګر مونږ د هغوی حیوانات یوړل او ښارونه مو ورته لوټ کړل.
36زمونږ څښتن خدای مونږ پرېښودلو چې ټول ښارونه د عروعیر څخه نیولې چې د ارنون د درې په غاړه پروت دی او هغه ښار چې د درې په منځ کې دی تر جلعاد پورې ونیسو. د هیڅ یو ښار دېوالونو زمونږ په مقابل کې مقاومت نه درلود.
37مګر مونږ د عمونیانو سیمې یا د یبوق د سیند غاړې ته یا د غرنۍ سیمې ښارونو ته یا داسې بل ځای ته ورنژدې نه شو چې زمونږ څښتن خدای هغو ځایونو ته د ورتګ څخه منع کړي وو.