Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
45 verses
1په دې کتاب کې هغه خبرې دي چې حضرت موسیٰ د اسراییلو خلکو ته په هغه وخت کې کړې وې کله چې هغوی د اردن د سیند ختیځې خواته په دښته کې وو. هغوی سوف ته نژدې د اردن په دره کې وو یعنې د فاران د ښار چې په یو اړخ باندې ؤ او د توفل، لابان، حضیروت او د ديذهب ښارونو ترمنځ چې په بل اړخ باندې وو.
2(د ادوم د غرنۍ سیمې په لار د سینا د غره څخه تر قادش برنیع پورې د یوولسو ورځو فاصله ده.)
3د څلوېښتم کال د یوولسمې میاشتې په اوله ورځ وروسته له دې چې د اسراییلو قوم د مصر څخه لاړ، حضرت موسیٰ هغه ټول شیان چې څښتن د هغو په باره کې ورته حکم کړی ؤ چې قوم ته یې ووایي، هغوی ته وویل.
4دا کار وروسته له هغې وشو کله چې څښتن د اموریانو پادشاه سیحون ته چې د حشبون ښار یې پایتخت ؤ او د باشان پادشاه عوج ته چې د عشتاروت او ادرعي په ښارونو باندې یې حکومت کاوه ماتې ورکړه.
5حضرت موسیٰ په داسې وخت کې د خدای پاک قوانین بیان کړل چې قوم د اردن په ختیځ کې د موآب په سیمه کې ؤ.هغه وفرمایل:
7خېمې راټولې کړئ او کډه وکړئ. د اموریانو غرنۍ سیمې او ټولو شاوخوا سیمو، د اردن درې، غرنۍ سیمې، د غرونو لوېدیځو لمنو، جنوبي سیمې او د مدیترانې د بحیرې غاړې ته لاړ شئ. د کنعان ځمکې ته او د لبنان د غرونو په لار د فرات تر لوی سیند پورې لاړ شئ.
8دا ټوله هغه ځمکه ده چې د هغې د ورکولو وعده مې ستاسو د نیکونو یعنې د ابراهیم، اسحاق او یعقوب او د هغوی د اولادې سره کړې وه. لاړ شئ او هغه ځمکه ونیسئ.>
9حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل:
10زمونږ څښتن خدای ستاسو شمېر دومره زیات کړی دی لکه د اسمان د ستورو په شان.
11زمونږ د نیکونو څښتن خدای دې تاسو زر چنده زیات کړي او تاسو ته دې د خپلې وعدې سره سم برکت درکړي!
12خو زه په یوازې ځان نه شم کولی دا دروند مسئولیت په غاړه واخلم چې ستاسو شخړې حل کړم.
13د هرې قبیلې څخه پوه او تجربه لرونکي نفر انتخاب کړئ. زه به هغوی ستاسو مشران کړم.
14او تاسو وویل چې دا ښه کار دی.
15نو ما ستاسو د قبیلو څخه هغه پوه او تجربه لرونکي خلک واخیستل او په تاسو باندې مې د مشرانو په توګه وټاکل. ځینو د زرو نفرو مسئولیت په غاړه درلود، ځینو د سلو، ځینو د پنځوسو او ځینو د لسو نفرو مسئولیت په غاړه درلود. همدارنګه ما د ټولو قبیلو څخه نور مشران هم مقرر کړل.
16په هغه وخت کې ما قاضیانو ته دا لارښودنې ورکړې: هغو شخړو ته غوږ نیسئ چې ستاسو په خلکو کې رامنځته کیږي. په عادلانه ډول د هرې شخړې قضاوت کوئ، که دا یوازې ستاسو په خلکو پورې اړه لري یا په هغو بېګانه خلکو پورې چې ستاسو په منځ کې اوسیږي.
17په خپلو پرېکړو کې د هیچا پلوي مه کوئ، په هرچا باندې یوشان قضاوت کوئ، دا مهمه نه ده چې هغه بې وزلی وي یا قدرتمند. د هیچا څخه مه وېرېږئ ځکه کومې پرېکړې چې تاسو یې کوئ هغه د خدای پاک له خوا دي. که چېرې کومه دعوه ستاسو ��پاره ګرانه وي، ماته یې راوړئ او زه به یې پرېکړه وکړم.
18په هماغه وخت کې ما تاسو ته د نورو ټولو کارونو په باره کې چې تاسو یې باید سرته ورسوئ لارښودنې وکړې.
19څه چې زمونږ څښتن خدای مونږ ته امر کړی ؤ هغه مو سرته ورسول. مونږ د سینا د غره څخه د پراخې او د وېرې څخه ډکې دښتې په لار د اموریانو غرنۍ سیمې ته لاړو. کله چې مونږ قادش برنیع ته ورسېدو،
20-
21ما درته وویل: اوس تاسو د اموریانو غرنۍ سیمې ته راغلي یئ کومه چې زمونږ څښتن خدای، یعنې زمونږ د نیکونو خدای یې مونږ ته راکوي. وګورئ، دا هماغه سیمه ده. لکه څنګه چې هغه امر کړی دی، زړه نا زړه کېږئ مه او مه وېرېږئ، لاړ شئ او هغه ونیسئ.
22مګر تاسو ټول ماته راغلئ او ومو ویل: مخکې له دې چې هغې خاورې ته ورشو، راځئ چې څو نفره ولېږو چې هغه وګوري، ترڅو مونږ ته سمه لاره وښایي چې ورباندې لاړ شو او راته ووایي چې هلته څه ډول ښارونه دي.
23دا کار ماته ښه ښکاره شو، نو ما دولس نفره یعنې د هرې قبیلې څخه مې یو یو نفر انتخاب کړ.
24هغوی غرنۍ سیمې ته د اشکول تر درې پورې لاړل او هغه ځای یې وکاته.
25هغوی مونږ ته له هغې خوا څخه لږه مېوه راوړله چې هلته یې پیدا کړې وه او خبر یې راوړ چې کومه ځمکه چې زمونږ څښتن خدای یې مونږ ته راکوي هغه ډېره حاصلخېزه ده.
26مګر تاسو ونه غوښتل چې هغې خاورې ته ورننوزئ او د خپل څښتن خدای د امر د منلو څخه مو سرغړونه وکړه.
27تاسو په خپلو خېمو کې پاتې شوئ او وغورېدئ او ومو ویل: څښتن زمونږ څخه کرکه کوي. هغه مونږ د دې دپاره د مصر څخه راوویستلو چې اموریانو ته مو په لاس ورکړي، ترڅو مونږ ووژني.
28هلته ولې لاړ شو؟ مونږ وېرېږو. هغه نفر چې مونږ لېږلي وو مونږ ته وایي چې د هغه ځای خلک زمونږ څخه قوي او لوړ دي او هغوی په داسې ښارونو کې ژوند کوي چې دېوالونه یې اسمان ته رسیږي. حتیٰ هغوی په هغه ځای کې عناقیان هم ولیدل چې ډېر لوړ قدونه یې درلودل!
29مګر ما وویل: د هغو خلکو څخه مه وېرېږئ.
30-
31زمونږ څښتن خدای به ستاسو مشري وکړي او ستاسو دپاره به وجنګیږي لکه څنګه چې تاسو هغه په مصر او په دښته کې ولیدل چې همداسې یې وکړل. تاسو ولیدل چې هغه څنګه په خیریت سره دې ځای ته راوستلئ لکه څنګه چې یو پلار خپل زوی د یو ځای څخه بل ځای ته وړي.
32مګر زما د خبرو سره سره بیاهم تاسو په څښتن باندې اعتبار ونه کړ،
33که څه هم هغه همېشه ستاسو په مخ کې روان ؤ چې ستاسو دپاره یو ځای پیدا کړي چې خېمې په کې ودروئ. هغه به د شپې له خوا په اور کې ستاسو په مخ کې روان ؤ او د ورځې له خوا به په ورېځې کې روان ؤ د دې دپاره چې تاسو ته لاره وښایي.
34څښتن ستاسو شکایتونه واورېدل او په قهر شو، نو هغه قسم وخوړ او ویې فرمایل:
35ستاسو د دې خراب نسل څخه به هیڅوک هغې حاصلخېزې ځمکې ته داخل نه شي چې د هغې د ورکولو قسم مې ستاسو د نیکونو سره کړی ؤ.
36یوازې د یفنه زوی کالیب به ورداخل شي. هغه ماته وفادار پاتې شوی دی او زه به هغه او د هغه اولادې ته هغه ځمکه ورکړم چې هغه په کې ګرځېدلی ؤ.
37څښتن ستاسو په خاطر په ما باندې هم په قهر شو او راته ویې فرمایل: موسیٰ، حتیٰ ته به هم هغې ځمکې ته ورداخل نه شې.
38مګر خپل مرستیال د نون زوی یوشع تشویق کړه. هغه به د هغې خاورې په نیولو کې د اسراییلو مشري وکړي.
39بیا څښتن مونږ ټولو ته وفرمایل: ستاسو ماشومان به چې لا تر اوسه دومره کوچني دي چې د ښو او بدو ترمنځ فرق هم نه شي کولی هغې خاورې ته ورداخل شي، یعنې هغه ماشومان چې تاسو ویل چې ستاسو د دښمنانو له خوا به ونیول شي. زه به هغه ځمکه هغوی ته ورکړم او هغوی به یې ونیسي.
40مګر اوس تاسو بېرته وګرځئ او په هغې لار باندې چې سرې بحیرې ته ځي بېرته دښتې ته لاړ شئ.
41بیا تاسو ماته وویل: مونږ د خپل څښتن خدای د امر څخه سرغړونه وکړه، خو اوس غواړو چې د هغه د امر څخه اطاعت وکړو. لکه څنګه چې هغه مونږ ته فرمایلي دي مونږ به غرنۍ سیمې ته ورننوزو او وبه جنګېږو. نو تاسو خپلې وسلې راواخیستلې او داسې فکر مو کاوه چې په غرنۍ سیمه باندې حمله کول به آسانه وي.
42مګر څښتن ماته وفرمایل: هغوی ته خبرداری ورکړه چې حمله ونه کړي ځکه چې زه به د هغوی سره مل نه یم او هغوی ته به خپل دښمنان ماتې ورکړي.
43ما تاسو ته د څښتن خبرې وکړې، مګر تاسو ورته هیڅ توجه ونه کړه. د هغه په مقابل کې مو سرکشي وکړه او په غرور سره غرنۍ سیمې ته روان شوئ.
44بیا اموریان چې په هغې غرنۍ سیمه کې اوسېدل د مچیو په شان ستاسو په مقابل کې راووتل. هغوی د ادوم تر خاورې پورې په تاسو پسې شول او د حرمه په ښار کې یې درته ماتې درکړه.
45نو تاسو بېرته راستانه شوئ او څښتن ته مو د مرستې دپاره زارۍ وکړې، مګر هغه تاسو ته هیڅ توجه ونه کړه او غوږونه یې درباندې کاڼه کړل.
46نو بیا مونږ زیات وخت په قادش کې پاتې شو.