Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1یوه ورځ د جلعاد د طایفې د کورنیو مشران حضرت موسیٰ او د اسراییلو نورو مشرانو ته ورغلل. (جلعاد د ماخیر زوی، ماخیر د منسي زوی او منسي د حضرت یوسف زوی ؤ.)
2هغوی وویل:
3مګر دا خبره یاد ساته، که چېرې هغوی د بلې قبیلې د سړیو سره ودونه وکړي، د هغوی جایداد به د هماغې قبیلې شي او زمونږ دپاره ټاکل شوې برخه به کمه شي.
4د بېرته ورکولو په کال کې کله چې ټول خرڅ شوی جایداد خپل اصلي خاوند ته بېرته ورکړل شي، د صلفحاد د لورګانو ځمکه به د هغې قبیلې په دایمي جایداد باندې ورزیاته شي په کومې کې چې هغوی واده شوې دي او دا به زمونږ د قبیلې په تاوان تمام شي.>
5نو حضرت موسیٰ د څښتن له خوا د اسراییلو قوم ته دغه حکم ورکړ. هغه وفرمایل:
6او څښتن فرمایي چې د صلفحاد لورګانې ازادې دي چې د هرچا سره چې وغواړي واده کولی شي خو یوازې په خپله قبیله کې.
7په دې ډول به د هر اسراییلي جایداد د هغه د خپلې قبیلې پورې تړلی پاتې شي.
8هره ښځه چې د اسراییلو په یوه قبیله کې ځمکه په میراث اخلي باید د هماغې قبیلې د سړي سره واده وکړي. په دې ډول به ټولو اسراییلیانو ته د خپلو نیکونو جایداد په میراث کې ورسیږي
9او د یوې قبیلې ځمکه دې بلې قبیلې ته نه ورکول کیږي. هره قبیله دې خپل ملکیت وساتي.>
10-
11د صلفحاد لورګانو محلې، ترصې، حجلې، ملکې او نوعې د څښتن اطاعت وکړ او د خپلو ترونو د زامنو سره یې ودونه وکړل
12او د منسي په قبیلې کې پاتې شوې. نو د هغوی جایداد د هغوی د پلار په قبیله کې پاتې شو.
13دا هغه اصول او مقررات دي چې څښتن د حضرت موسیٰ په وسیله د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ اسراییلیانو ته ورکړل.