Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1په داسې حال کې چې اسراییلیانو د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ خېمې ودرولې، څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3دا ښارونه به د لاویانو وي او هغوی به هلته اوسیږي. د څړځای به د هغوی د غوایانو او د هغوی د نورو ټولو حیواناتو دپاره وي.
4څړځای باید د ښار د بیروني دېوالونو څخه هرې خواته څلورنیم سوه متره وغزول شي،
5ترڅو یوه مربع شکله سیمه جوړه شي چې هره خوا یې نهه سوه متره وي او ښار به یې په منځ کې وي.
6شپږ ښارونه چې تاسو یې هغوی ته ورکوئ هغه به د پناه اخیستلو ښارونه وي او یو نفر چې یو څوک یې په سهوې سره وژلی وي کولی شي چې هلته وتښتي. مګر تاسو باید لاویانو ته دوه څلوېښت نور ښارونه ورکړئ،
7نو هغوی به د شاوخوا څړځایونو سره ټول اته څلوېښت ښارونه ولري.
8د لاویانو د ښارونو شمېر باید په هره قبیله کې د هغې د سیمې د اندازې په مطابق معلوم کړای شي. لویې قبیلې به زیات ښارونه او کوچنۍ قبیلې به کم ښارونه ورکړي.>
9بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل چې
10د اسراییلو قوم ته داسې ووایي:
11د پناه اخیستلو ښارونه انتخاب کړئ چې داسې نفر د ساتنې دپاره ورتښتېدلی شي چې یو څوک یې په سهوې سره وژلی وي.
12هغه به په هغه ځای کې د وژل شوي نفر د خپلوانو د یو نفر څخه چې د بدل اخیستلو په لټه کې وي په امن کې اوسي. هیڅوک چې هغه په قتل باندې تورن شوی وي د علني محاکمې څخه پرته نه شي وژل کېدای.
13شپږ ښارونه انتخاب کړئ،
14درې د اردن ختیځې خواته او درې د کنعان په خاوره کې.
15دا به د اسراییلیانو او هغو بېګانه خلکو دپاره چې په موقت یا دایمي توګه اوسیږي د پناه اخیستلو ځایونه وي. هرڅوک چې په سهوې سره یو نفر مړ کړي هغه کولی شي چې د دې ښارونو څخه یو ښار ته وتښتي.
16-
18خو بیاهم، که چېرې څوک د اوسپنې، تیږې یا لرګي د وسلې څخه کار واخلي او یو نفر ووژني، نو هغه د هغه نفر د قتل په خاطر مجرم دی او باید ووژل شي.
19د وژل شوي نفر یو ډېر نژدې خپلوان دا مسئولیت لري چې قاتل ووژني. کله چې هغه پیدا کړي، باید ویې وژني.
20که چېرې څوک د کوم نفر سره کینه لري او هغه په ټېل وهلو یا په یو شي باندې په ویشتلو سره مړ کړي
21یا هغه په سوک ووهي، هغه د هغه نفر د قتل په اړه مجرم دی او باید ووژل شي. د وژل شوي نفر یو ډېر نژدې خپلوان دا مسئولیت لري چې قاتل ووژني. کله چې هغه راپیدا کړي نو باید ویې وژني.
22خو فرض کړئ څوک په سهوې سره یو داسې نفر مړ کړي چې د هغه سره کینه نه لري، که هغه په ټېل وهلو وي یا په کوم شي باندې په ویشتلو سره.
23یا د هغه فکر نه وي او یو داسې سړی په تیږه باندې په ویشتلو مړ کړي چې د هغه نیت نه وي چې هغه ژوبل کړي او د هغه دښمن نه وي.
24نو په داسې حالاتو کې دې د هغه ځای خلک د هغه چا په حق کې فیصله وکړي چې نفر یې مړ کړی دی، نه د مړي د خپلوانو څخه د هغه نفر په حق کې چې د بدل اخیستلو په لټه کې دی.
25ټولنه باید هغه سړی چې په قتل باندې تورن دی د وژل شوي نفر د خپلوان څخه خلاص کړي او هغه باید د پناه اخیستنې هغه ښار ته چې هغه ورتښتېدلی ؤ بېرته ولېږي. هغه باید د مشر کاهن تر مړینې پورې په هغه ښار کې واوسیږي.
26مګر که چېرې په قتل باندې تورن نفر د پناه اخیستلو ښار چې ورته تښتېدلی ؤ پرېږدي
27او د وژل شوي نفر ډېر نژدې خپلوان هغه پیدا کړي او ویې وژني، نو دغه بدل اخیستنه قتل نه دی.
28په قتل باندې تورن نفر باید د مشر کاهن تر مړینې پورې د پناه اخیستلو په ښار کې پاتې شي، خو وروسته بیا کولی شي چې خپل کور ته ستون شي.
29دا قوانین به په تاسو او ستاسو په اولادې باندې چې په هرځای کې اوسیږي عملي کیږي.
30په قتل باندې تورن نفر باید یوازې په هغه صورت کې مجرم وګڼل شي او ووژل شي چې دوه یا له هغه څخه زیات شاهدان شاهدي ورکړي. د قتل د تور د ثابتولو دپاره د یو نفر شاهدي ورکول کافي نه دي.
31قاتل باید ووژل شي. هغه د پیسو په ورکولو سره د دې جزا څخه نه شي خلاصېدلی.
32که چېرې څوک د پناه اخیستلو ښار ته تښتېدلی وي، نو هغه مه پرېږدئ چې د مشر کاهن د مړینې څخه مخکې خپل کور ته د بېرته ستنېدلو په خاطر بیه ادا کړي.
33-
34زه څښتن ستاسو اسراییلو د قوم په منځ کې اوسېږم، نو ستاسو خاوره باید پاکه وساتل شي. مګر کله چې قتل وشي نو د هغه په وینه باندې ځمکه پلیتیږي او ناپاکه کیږي. که چېرې داسې کیږي، قاتل باید ووژل شي نو ځمکه به بېرته پاکه شي. په اسراییلو کې دې قتل نه کیږي.>