Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل
2چې د اسراییلو قوم ته داسې حکم وکړي:
3جنوبي سرحد به د صین دښته او د ادوم شمال لوېدیځ سرحد وي. دا سرحد به د ارام د دریاب په جنوبي آخري سر کې شروع شي.
4له هغه ځای څخه به هغه د لوېدیځ خواته ورسیږي، مګر د جنوب خواته به وروګرځي چې د عقربیم غاښی، د صین کلی او د قادش برنیع ښار په کې شامل شي. له هغه ځای څخه به دا سرحد حصرادار او عصمون ته ورسیږي،
5چېرته چې به هغه د هغه خوړ په لوري وروګرځي کوم چې د مصر په سرحد کې دی او د مدیترانې په بحیره کې به ختم شي.
6د مدیترانې بحیره به لوېدیځ سرحد وي.
7شمالي سرحد به د مدیترانې په بحیره کې شروع شي بیا به د ختیځ په لور د هور غره ته ورسیږي.
8له هغې وروسته به هغه د حمات د غاښي په لار صدد ته ورسیږي.
9د صدد څخه به سرحد په ختیځ کې زفرون ته ورسیږي او په حصرعینان کې به ختم شي.
10ختیځ سرحد به په شمال کې په حصرعینان کې شروع شي بیا به جنوب خواته شفام
11او ربله ته ورسیږي چې د عین په ختیځې خوا کې دی. له هغه ځای څخه به هغه د جنوب په لور د جلیل د جهیل ختیځو غونډیو ته ورسیږي،
12بیا به د اردن د سیند په لار د ارام د دریاب د شمالي برخې آخري سرته ورسیږي. کومه ځمکه چې د هغو څلورو سرحدونو په منځ کې وي هغه به ستاسو شي.>
13نو حضرت موسیٰ اسراییلیانو ته داسې حکم وکړ:
14د روبین، جاد او د منسي نیمې قبیلې خپله ځمکه ترلاسه کړې ده چې د هغوی د کورنیو له مخې وېشل شوې ده.
15دا اریحا ته مخامخ د اردن د سیند په ختیځ کې ده.>
16څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
18د هرې قبیلې څخه یو یو مشر وټاکه چې د هغوی سره د ځمکې په وېشلو کې مرسته وکړي.
19-
28دا د هغوی د نومونو لست دی:د یهودا د قبیلې څخه - د یفنه زوی کالیبد شمعون د قبیلې څخه - د عمیهود زوی شموئیلد بنیامین د قبیلې څخه - د کسلون زوی الیدادد دان د قبیلې څخه - د یجلي زوی بقيد منسي د قبیلې څخه - د ایفود زوی حنیئیلد افرایم د قبیلې څخه - د شفطان زوی قموئیلد زبولون د قبیلې څخه - د فرناک زوی الیصافاند یساکار د قبیلې څخه - د عزان زوی فلتیئیلد اشیر د قبیلې څخه - د شلومي زوی اخیهوداو د نفتالي د قبیلې څخه - د عمیهود زوی فدهئیل.>
29دا هغه نفر دي چې څښتن ورباندې امر وکړ چې د اسراییلیانو دپاره د ځمکې په وېشلو کې د العازار او یوشع سره مرسته وکړي