Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1وروسته له دې چې اسراییلیان د حضرت موسیٰ او حضرت هارون تر مشرۍ لاندې د مصر څخه لاړل، نو د هغوی د سفر مختلفې مرحلې په لاندې ډول وې:
2د څښتن په امر حضرت موسیٰ د هغه ځای نوم لیکه چې هرځل به هغوی خپلې خېمې په کې ودرولې.
3-
4اسراییلیان د اولې میاشتې په پنځلسمه ورځ د اولنۍ فسحې په سبا د مصر د رعمسیس د ښار څخه لاړل. یوه ورځ مخکې څښتن د مصر خدایانو ته سزا ورکړې وه او په هرې مصري کورنۍ کې یې هر مشر زوی وژلی ؤ. نو په داسې حال کې چې مصریانو مړي ښخول، هغوی اسراییلیان لیدل چې په ویاړ سره د هغوی د هېواد څخه تلل.
5د اسراییلو قوم د رعمسیس څخه لاړ او په سوکوت کې یې خېمې ودرولې
6او د هغه ځای څخه لاړل او په ایتام کې یې چې د دښتې په یوه څنډه کې پروت ؤ خېمې ودرولې.
7له هغه ځای څخه فم الحیروت ته چې د بعل صفون په ختیځ کې ؤ، بېرته راستانه شول او مجدل ته نژدې یې خېمې ودرولې.
8هغوی د فم الحیروت څخه لاړل، د سرې بحیرې څخه تېر شول، درې ورځې یې د ایتام په دښته کې سفر وکړ او په ماره کې یې خېمې ودرولې.
9بیا هغوی په ایلیم کې خېمې ودرولې چېرته چې د اوبو دولس چینې او اویا د خرما ونې وې.
10هغوی د ایلیم څخه لاړل او د سرې بحیرې په غاړه یې خېمې ودرولې.
11د سرې بحیرې څخه روان شول او د سین په دښته کې یې خېمې ودرولې.
12بیا د سین له دښتې څخه لاړل او په دفقه کې یې خېمې ودرولې.
13د دفقه څخه لاړل او په الوش کې یې خېمې ودرولې.
14د الوش څخه لاړل او په رفیدیم کې یې خېمې ودرولې، چېرته چې د خلکو دپاره د څښلو اوبه نه وې.
15هغوی د رفیدیم څخه لاړل او په آخر کې د سینا دښتې ته ورسېدل.
16-
36څنګه چې اسراییلیانو د سینا له دښتې څخه قادش ته چې د صین په دښته کې ؤ سفر کاوه، هغوی په دغو ځایونو کې خېمې ودرولې: قبروت هتاوه، حصیروت، رتمه، رمون فارص، لبنه، رسه، قهیلاته، د شافر غر، حراده، مقهیلوت، تاحت، تارح، متقه، حشمونه، مسیروت، بني یعقان، حورالجدجاد، یطبات، عبرونه، عصیون جابر او په آخر کې قادش.
37کله چې هغوی د قادش څخه لاړل، د هور د غره په څنګ کې یې د ادوم په سرحد کې خېمې ودرولې.
38دا هغه ځای دی چېرته چې څښتن په حضرت هارون کاهن باندې امر وکړ چې د غره سرته وخېژي. حضرت هارون هلته د پنځمې میاشتې په اوله ورځ څلوېښت کاله وروسته له دې چې اسراییلیان د مصر څخه تللي وو، مړ شو.
39په هغه وخت کې حضرت هارون د یوسلو درویشتو کالو په عمر ؤ.
40د عراد کنعاني پادشاه چې د کنعان په جنوب کې اوسېده واورېدل چې اسراییلیان راروان دي.
41-
47اسراییلیان د هور د غره څخه د موآب په لور روان شول. په لاره کې هغوی په دغو ځایونو کې خېمې ودرولې: صلمونه، فونون، اوبوت، عیی عباریم چې د موآب په سیمه کې ؤ، دیبون جاد، علمون دبلاتایم، د نبو غره ته نژدې یو ځای چې د عباریم په غرونو کې ؤ
48او په آخر کې د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ.
49د هغوی کمپ د بیت یشیموت څخه تر آبل شطیم پورې غزېدلی ؤ.
50کله چې د اسراییلو قوم د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په غاړه اریحا ته مخامخ خېمې ودرولې وې، څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل چې
51هغوی ته دا پیغام ورسوي:
52باید د هغه ځای ټول اوسېدونکي وشړئ. د هغوی ټول د تیږو او فلزي بتان او ټولې عبادتخانې له منځه یوسئ.
53هغه خاوره ونیسئ او په هغې کې واوسېږئ، ځکه چې هغه مې تاسو ته درکړې ده.
54هغه ځمکه د مختلفو قبیلو او طایفو ترمنځ د پچې په اساس ووېشئ، لویې طایفې ته زیاته ځمکه او کوچنۍ طایفې ته لږه ځمکه ورکړئ.
55که چېرې د هغه ځای ټول اوسېدونکي ونه شړئ، هغوی به ستاسو په سترګو کې د اغزیو او ستاسو په بدنونو کې به د کرکڼو په شان شي. هغوی به تل تاسو ته تکلیف درکوي.
56که چېرې تاسو هغوی ونه شړئ، زه به تاسو تباه کړم لکه څنګه چې مې د هغوی د تباه کولو پلان جوړ کړی دی.>