Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
40 verses
1د روبین او جاد قبیلو ډېرې پادې او رمې درلودلې او هغوی ولیدل چې د یعزیر او جلعاد سیمې ډېر ښه څړځایونه لري.
2نو هغوی حضرت موسیٰ، العازار او د اسراییلو نورو مشرانو ته ورغلل او ورته ویې ویل:
3-
5مهرباني وکړئ دغه ځمکه مونږ ته د خپل جایداد په توګه راکړئ او مونږ دې ته مه مجبوروئ چې د اردن د سیند څخه تېر شو او هلته واوسېږو.>
6حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل:
7تاسو ولې د اسراییلیانو زړونه هغه وطن ته د ورتللو څخه توروئ چې څښتن هغوی ته ورکړی دی؟
8ستاسو پلرونو همداسې کار وکړ، کله چې ما هغوی د قادش برنیع څخه ولېږل چې هغه وطن وګوري.
9هغوی د اشکول تر درې پورې لاړل او هغه وطن یې وکاته، خو کله چې بېرته راستانه شول نو د خلکو زړونه یې هغه وطن ته د ورتګ څخه تور کړل چې څښتن هغوی ته ورکړی ؤ.
10څښتن په هغه ورځ په قهر شو او داسې وعده یې وکړه:
11په دې سبب چې هغوی د زړه له کومي زما څخه پیروي ونه کړه، نو زه قسم خورم چې د هغو نفرو څخه چې د مصر څخه راوتلي دي او عمر یې شل کاله یا زیات دی، هیڅوک هم نه شي کولی هغې خاورې ته ورداخل شي چې ما د ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره د هغې وعده کړې ده.
12په دوی کې پرته د یفنه قنزي د زوی کالیب او د نون د زوی یوشع څخه چې د زړه له کومي یې د څښتن پیروي وکړه، نور ټول شامل وو.
13څښتن په قوم باندې په قهر شو او هغوی یې مجبور کړل چې څلوېښت کاله په دښته کې سرګردانه وګرځي تر هغې چې هغه ټول نسل چې د هغه په مقابل کې یې ګناه کړې وه، مړ شي.
14نو اوس تاسو د خپلو پلرونو ځای نیولی دی، یعنې د ګناهکارو خلکو یو نوی نسل چې دې ته تیار یئ چې یو ځل بیا د اسراییلو په قوم باندې د څښتن غضب راولئ.
15اوس که چېرې تاسو د څښتن د پیروۍ څخه انکار وکړئ، هغه به یو ځل بیا دا ټول خلک په دښته کې پرېږدي او د هغوی د بربادۍ مسئولیت به ستاسو په غاړه وي.>
16د روبین او جاد خلکو په ځواب کې وویل:
17بیا به مونږ دې ته تیار شو چې خپل ځانونه په وسلو باندې سمبال کړو او د نورو اسراییلیانو په مخکې به ځو، ترڅو هغوی خپل ځای ته ورولو. زمونږ ښځې او ماشومان به د هغې خاورې د اوسېدونکو څخه په دېوال لرونکو ښارونو کې خوندي اوسیږي.
18مونږ به تر هغه وخته پورې خپلو کورونو ته ستانه نه شو ترڅو ټولو نورو اسراییلیانو د خپلې ټاکل شوې ځمکې ملکیت ترلاسه کړی نه وي.
19مونږ به د اردن د سیند په بله غاړه باندې د هغوی په منځ کې کومه ځمکه وانخلو، ځکه چې زمونږ برخه دلته د اردن په ختیځ کې ده.>
20حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل:
21ستاسو ټول جنګي نفر دې د اردن د سیند څخه تېر شي او د څښتن په امر دې تر هغې پورې زمونږ په دښمنانو باندې خپلې حملې ته دوام ورکړي ترڅو څښتن هغوی ته ماتې ورکړي
22او د اسراییلیانو سره مرسته وکړي چې د هغې خاورې ملکیت ترلاسه کړي. له هغې څخه وروسته تاسو کولی شئ چې خپل وطن ته ستانه شئ، ځکه چې تاسو به خپل تعهد د څښتن او نورو اسراییلیانو په وړاندې سرته رسولی وي. بیا به څښتن دا ومني چې د اردن د ختیځې خوا دا ځمکه به ستاسو وي.
23مګر که چېرې تاسو په خپلې وعدې باندې ونه درېږئ، نو زه تاسو ته دا خبرداری درکوم چې تاسو به د څښتن په مقابل کې ګناهکار اوسئ او د خپلې ګناه سزا به درکړل شي.
24نو د خپلو ښځو او اولادونو دپاره ښارونه او د خپلو رمو دپاره ځایونه جوړ کړئ. مګر کومه وعده چې تاسو کړې ده هغه سرته ورسوئ.>
25د روبین او جاد خلکو وویل:
26زمونږ ښځې او اولادونه، رمې او پادې به دلته د جلعاد په ښارونو کې پاتې شي.
27مګر زمونږ هغه نفر چې جګړې ته تیار دي هغوی به د اردن د سیند څخه تېر شي او د څښتن په امر به وجنګیږي.>
28نو حضرت موسیٰ العازار، یوشع او د اسراییلو نورو مشرانو ته دا حکمونه ورکړل:
30مګر که چېرې هغوی د اردن له سیند څخه تېر نه شي او تاسو سره جګړې ته لاړ نه شي، دوی به په کنعان کې ستاسو سره خپل ملکیت واخلي.>
31د جاد او د روبین خلکو په ځواب کې وویل:
32مونږ به د هغه تر قوماندې لاندې د کنعان خاورې ته داخل شو او جګړې ته به لاړ شو، ترڅو همدلته د اردن په ختیځ کې خپل ملکیت وساتو.>
33نو حضرت موسیٰ د جاد او روبین قبیلو او د حضرت یوسف د زوی منسي نیمې قبیلې ته د اموریانو د پادشاه سیحون او د باشان د پادشاه عوج ټوله سیمه ورکړه، چې په هغو کې ښارونه او د هغو شاوخوا سیمه هم شامل وو.
34د جاد قبیلې د دیبون، عطاروت، عروعیر،
35عطروت شوفان، یعزیر، یجبهه،
36بیت نمره او د بیت هاران ښارونه بیا ودان کړل. د هغو چارچاپېره یې دېوالونه جوړ کړل او د خپلو رمو د ساتلو دپاره یې ځایونه هم جوړ کړل.
37د روبین قبیلې د حشبون، الیعاله، قریتایم،
38سبمه او هغه ښارونه چې د نبو او بعل معون په نوم پېژندل کېدل بیا ودان کړل. دوی په هغو ټولو ښارونو باندې نوي نومونه کېښودل.
39د منسي د زوی ماخیر طایفې د جلعاد په خاوره باندې حمله وکړه او هغه یې ونیوله او اموریان یې له هغه ځایه وشړل.
40نو حضرت موسیٰ د جلعاد سیمه د ماخیر طایفې ته ورکړه او هغوی په کې اوسېدل.
41یائیر چې د منسي د قبیلې څخه ؤ حمله وکړه او څو کلي یې ونیول او په هغو باندې یې دا نوم کېښود د یائیر کلي.
42نوبح د قنات ښار د هغه د کلیو سره ونیوه او هغه یې د خپل ځان یعنې نوبح په نوم یاد کړ.