Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
44 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3بیا حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل:
4د اسراییلو د هرې قبیلې څخه زر تنه جنګ ته ولېږئ.>
5نو د هرې قبیلې څخه زر تنه انتخاب شول، ټول ۱۲۰۰۰ تنه د جګړې دپاره تیار شول.
6حضرت موسیٰ هغوی جګړې ته ولېږل او د العازار کاهن زوی فینحاس د هغوی سره ؤ. هغه د مقدسې خېمې څخه لږ سامان او سرني واخیستل چې د جګړې د اعلانولو د اشارې دپاره ووهل شي.
7څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، اسراییلیانو د مدیانیانو سره جګړه وکړه او د هغوی ټول نارینه یې ووژل.
8په هغو کې د مدیان پنځه پادشاهان یعنې اوي، راقم، صور، حور او رابع هم شامل وو. همدارنګه هغوی د بعور زوی بلعام هم وواژه.
9د اسراییلو خلکو د مدیانیانو ښځې او ماشومان ونیول، د هغوی ټولې پادې او رمې یې بوتللې او ټوله شتمني یې ورته لوټ کړه
10او د هغوی ټول ښارونه او کمپونه یې وسوزول.
11هغه ټول غنیمت چې هغوی نیولی ؤ او په هغه کې اسیران او حیوانات هم شامل وو واخیستل
12او هغه یې حضرت موسیٰ، العازار او د اسراییلو قوم ته هغه کمپ ته چې د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ ؤ راوړل.
13حضرت موسیٰ، العازار او د قوم ټول مشران د کمپ څخه د هغوی مخې ته ورووتل.
14حضرت موسیٰ د لښکرو په قوماندانانو باندې چې د جګړې څخه راستانه شوي وو، په قهر شو.
15له هغوی څخه یې پوښتنه وکړه:
16هغوی هغه څوک دي چې د بلعام په مشوره یې عمل کړی ؤ او زمونږ خلکو ته یې بلنه ورکړې وه چې د بعل فغور د خدای عبادت وکړي. ځکه څښتن مونږ ته سزا راکړه او په خپل قوم باندې یې وبا راوستله.
17نو اوس ټول هلکان ووژنئ او هره ښځه چې د کوم سړي سره یوځای شوې وي ووژنئ،
18مګر ټولې پېغلې انجونې ژوندۍ پرېږدئ او هغوی د خپلو ځانونو دپاره وساتئ.>
19بیا حضرت موسیٰ جنګیالیانو ته وفرمایل:
20همدارنګه هغه ټول کالي او ټول شیان چې د څرمنې، د وزو د وړیو او لرګیو څخه جوړ شوي وي هم پاک کړئ.>
21العازار کاهن هغو نفرو ته چې د جګړې څخه راستانه شوي وو وویل:
22سره زر، سپین زر، برنج، اوسپنه، قلعي او سرپ
23او نور ټول هغه شیان چې نه سوزي، باید په سره اور کې واچول شي او هغه به پاک شي. خو هغه هم باید د هغو اوبو په وسیله پاک شي کومې چې د پاکوالي دپاره استعمالیږي او هغه شیان چې په اور کې سوزي باید د اوبو په وسیله پاک شي.
24په اوومه ورځ باید خپل کالي ومینځئ، بیا به په مذهبي لحاظ پاک شئ او کمپ ته د ننوتلو اجازه به ولرئ.>
25څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
27هغه نیول شوي شیان په دوه مساوي برخو ووېشئ، یوه برخه یې هغو جنګیالیو ته چې جګړې ته تللي وو او بله برخه یې پاتې قوم ته ورکړئ.
28د هغو جنګیالیانو د برخې څخه چې په جګړه کې جنګېدلي دي، د هرو پنځو سوو اسیرانو، غوایانو، خرو، پسونو او یا وزو څخه یو یو څښتن ته د هغه د برخې په توګه بېل کړئ.
29هغه څښتن ته د خاصې اعانې په توګه العازار ته ورکړئ.
30د پاتې قوم له برخې څخه د هرو پنځوسو اسیرانو څخه یو او هماغه شان د پنځوسو غوایانو، خرو، پسونو او وزو څخه یو یو واخلئ او هغو لاویانو ته یې ورکړئ چې د مقدسې خېمې مسوولان دي.>
31څښتن چې کوم حکم کړی ؤ، حضرت موسیٰ او العازار هماغسې وکړل.
32-
35دا د هغو شیانو لست دی چې د جنګیالیانو له خوا نیول شوي وو، یعنې دا برسېره پر هغو شیانو دي کوم چې هغوی د خپلو ځانونو دپاره ساتلي وو: ۶۷۵۰۰۰ پسونه او وزې، ۷۲۰۰۰ غوایان، ۶۱۰۰۰ خره او ۳۲۰۰۰ پېغلې.
36-
40د جنګیالیانو په نیمایي برخه کې ۳۳۷۵۰۰ پسونه او وزې وې، چې له هغو څخه ۶۷۵ یې د څښتن برخه وه. ۳۶۰۰۰ په کې غوایان وو، چې له هغو څخه ۷۲ یې د څښتن برخه وه. ۳۰۵۰۰ په کې خره وو، چې له هغو څخه
41یې د څښتن برخه وه او ۱۶۰۰۰ په کې پېغلې شاملې وې، چې له هغو څخه ۳۲ تنه یې د څښتن برخه وه. ۴۱نو څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ، حضرت موسیٰ د څښتن ټوله برخه العازار کاهن ته ورکړه.
42-
46د قوم برخه کټ مټ هماغه شان وه لکه څنګه چې د جنګیالیانو وه: ۳۳۷۵۰۰ پسونه او وزې، ۳۶۰۰۰ غوایان، ۳۰۵۰۰ خره او ۱۶۰۰۰ پېغلې.
47له دې برخې څخه حضرت موسیٰ له هرو پنځوسو اسیرانو او حیواناتو څخه یو یو واخیست او هغه یې د څښتن د حکم له مخې لاویانو ته چې د مقدسې خېمې مسوولان وو، ورکړل.
48د لښکرو قوماندانان حضرت موسیٰ ته ورغلل
49او ورته ویې ویل:
50نو مونږ به د سرو زرو ګاڼې، بازوبندونه، بنګړي، ګوتې، غوږوالۍ او غاړکۍ چې مونږ هر یو نیولي دي راوړي دي. مونږ هغه څښتن ته د خپل ژوند د بیې د ادا کولو دپاره وړاندې کوو، ترڅو هغه زمونږ ساتنه وکړي.>
51حضرت موسیٰ او العازار هغه سره زر واخیستل چې ټول د ګاڼو په شکل کې وو.
52د قوماندانانو د ټولې اعانې وزن نژدې دوه سوه کیلوګرامه ؤ.
53په دې کې هغه شیان شامل نه وو کوم چې جنګیالیانو د خپلو ځانونو دپاره ساتلي وو.
54نو حضرت موسیٰ او العازار سره زر مقدسې خېمې ته راوړل ترڅو اسراییلیان هغه د یادګار په توګه وساتي چې څښتن د هغوی سره مرسته کړې وه.