Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1حضرت موسیٰ د اسراییلو د قبیلو مشرانو ته د څښتن دغه حکمونه ورکړل:
3که چېرې یوه پېغله چې د خپل پلار په کور کې اوسیږي څښتن ته کوم شی نذر ورکوي یا داسې وعده کوي چې د ځینو شیانو څخه به ځان لېرې ساتي،
4که چېرې د هغې پلار له هغې څخه خبر شي او څه ونه وایي، نو هغه باید خپل نذر ورکړي یا خپله وعده پوره کړي.
5مګر که چېرې د هغې پلار له هغې څخه خبر شي او هغه د نذر ورکولو څخه منع کړي، هغه د خپلې وعدې په پوره کولو باندې مجبوره نه ده. څښتن به هغه وبخښي ځکه چې پلار یې منع کړې ده.
6-
7فرض کړئ یوې پېغلې څښتن ته نذر منلی وي او یا یې کومه وعده کړې وي او بیا واده شي. که چېرې د هغې مېړه د نذر په هکله وروسته خبر شي او څه ونه وایي نو څه چې هغې ویلي دي هغه دې سرته ورسوي، که هغې یې نیت درلود یا نه.
8مګر که چېرې د هغې مېړه ورڅخه خبر شي او هغه د نذر د پوره کولو څخه منع کړي، نو هغه ښځه د خپلې وعدې په پوره کولو باندې مجبوره نه ده. څښتن به هغه وبخښي.
9کونډې او طلاق شوې ښځې باید هر هغه نذر او یا خپله وعده سرته ورسوي چې څښتن سره یې کړې ده.
10فرض کړئ یوه واده شوې ښځه څښتن ته یو نذر ومني او یا کومه وعده وکړي.
11که چېرې د هغې مېړه ورڅخه خبر شي او څه ونه وایي، نو هغې ښځې چې کومه وعده کړې یا هر نذر چې هغې منلی وي باید هغه سرته ورسوي.
12مګر که چېرې د هغې مېړه خبر شي او هغه د نذر د پوره کولو څخه منع کړي، نو هغه یې په سرته رسولو مجبوره نه ده. څښتن به هغه وبخښي، ځکه چې مېړه یې د نذر پوره کولو څخه منع کړې ده.
13د هغې مېړه دا حق لري چې کوم نذر هغې منلی دی او یا یې کومه وعده کړې ده، هغه تائید او یا باطل کړي.
14که چېرې د هغې مېړه په هماغه ورځ د نذر څخه خبر شي او څه ونه وایي، نو د هر شي نذر چې هغې منلی وي او یا یې وعده کړې وي هغه باید سرته ورسوي.
15مګر که چېرې د هغې مېړه دا نذر وروسته باطل کړي، نو د هغې ګناه به د هغه په غاړه وي.>
16دا هغه قوانین دي چې څښتن حضرت موسیٰ ته د هغو نذرونو په باره کې ورکړل چې د پېغلو له خوا چې د پلار په کور کې اوسیږي ورکول کیږي او د هغو ښځو له خوا چې واده شوې وي.