Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
40 verses
1هر کال د اوومې میاشتې په اوله ورځ تاسې د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او باید هیڅ ورځنی کار ونه کړئ. په هغې ورځ باید سرني ووهل شي.
2څښتن ته سوزېدونکې نذرانه یعنې یوه خوشبویي چې په هغه باندې ښه لګیږي وړاندې کړئ: یو ځوان غویی، یو پسه او اووه یو کلن وري، ټول باید بې عیبه وي.
3د غویي سره باید درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي. دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د پسه سره وړاندې شي
4او یو کیلوګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر وري سره وړاندې شي.
5همدارنګه یو وز د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کړئ او په دې ډول د قوم دپاره کفاره ادا کړئ.
6دا نذرانې دې د میاشتې د اولې ورځې د عادي سوزېدونکې نذرانې او د هغې د غلې دانې د نذرانې او ورځنۍ سوزېدونکې نذرانې او د هغې د غلې دانې د نذرانې او د څښلو د نذرانې څخه علاوه وړاندې شي. دا هغه نذرانې دي چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي او بوی یې په هغه باندې ښه لګیږي.
7د اوومې میاشتې په لسمه ورځ د عبادت دپاره راغونډ شئ. په دې ورځ روژه ونیسئ او کار مه کوئ.
8څښتن ته یوه سوزېدونکې نذرانه وړاندې کړئ، یعنې یوه خوشبویي چې په هغه باندې ښه لګیږي: یو ځوان غویی، یو پسه او اووه یو کلن وري، دا ټول باید هیڅ عیب ونلري.
9د غویي سره باید درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي. دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د پسه سره وړاندې شي
10او یو کیلوګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر وري سره وړاندې شي.
11همدارنګه علاوه د هغه وز څخه چې د خلکو د کفارې دپاره قرباني کیږي، د ورځنۍ سوزېدونکې نذرانې او د هغې د غلې دانې د نذرانې او د څښلو له نذرانې څخه یو وز د ګناه د نذرانې په توګه قرباني کړئ.
12د اوومې میاشتې په پنځلسمه ورځ د عبادت دپاره سره راغونډ شئ. اووه ورځې دا اختر څښتن ته د احترام کولو دپاره ولمانځئ او هیڅ ورځنی کار مه کوئ.
13په اوله ورځ څښتن ته دیارلس ځوان غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري چې په ټولو کې هیڅ عیب نه وي د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کړئ. د داسې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
14د هر غویي سره باید درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې کړئ. دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر پسه سره وړاندې کړئ
15او یو کیلوګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د دې څوارلسو وریو څخه د هر وري سره وړاندې کړئ.
16همدارنګه یو وز د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کړئ. دا دې د ورځنۍ سوزېدونکې نذرانې او د هغې د غلې دانې او څښلو د نذرانې څخه علاوه وړاندې شي.
17په دوهمه ورځ دولس ځوان غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري.
18-
19د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.
20په دریمه ورځ یوولس غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړ��ندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري.
21-
22د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.
23په څلورمه ورځ لس غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري.
24-
25د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.
26په پنځمه ورځ نهه غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري.
27-
28د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.
29په شپږمه ورځ اته غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري.
30-
31د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.
32په اوومه ورځ اووه غوایان، دوه پسونه او څوارلس یو کلن وري وړاندې کړئ، دا ټول دې هیڅ عیب ونلري.
33-
34د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.
35په اتمه ورځ د عبادت دپاره راغونډ شئ او هیڅ ورځنی کار مه کوئ.
36څښتن ته یو ځوان غویی، یو پسه او اووه یو کلن وري چې په ټولو کې کوم عیب نه وي د یوې سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کړئ. د داسې نذرانې بوی په هغه باندې ښه لګیږي.
37-
38د هغو سره نورې ټولې هغه نذرانې وړاندې کړئ چې د اولې ورځې دپاره ورته ضرورت ؤ.
39دا مقررات د سوزېدونکو نذرانو، د غلو دانو د نذرانو، د څښلو د نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو په باره کې دي چې تاسو یې باید په خپلو ټاکل شویو اخترونو کې څښتن ته ورکړئ. دا د هغو نذرانو څخه علاوه دي کوم چې تاسو یې د نذر د ورکولو یا د رضاکارانه نذرانو په توګه ورکوئ.>
40نو حضرت موسیٰ د اسراییلو قوم ته هغه ټول شیان وویل چې څښتن ورته حکم کړی ؤ.