Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3دا هغه نذرانې دي چې په اور باندې تیاریږي او باید څښتن ته د ورځنۍ سوزېدونکې نذرانې دپاره وړاندې شي: دوه یو کلن وري چې هیڅ عیب په کې نه وي.
4یو وری به په سهار کې قرباني کیږي او بل په ماښام کې.
5هر وری باید د یو کیلوګرام ښو اوړو سره چې یو لیتر د زیتونو سوچه تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي.
6دا هغه ورځنۍ سوزېدونکې نذرانه ده چې د اول ځل دپاره د سینا د غره په څنګ کې څښتن ته د یوې خوشالوونکې خوشبویۍ په توګه وړاندې شوې وه.
7په آخر کې د دغو دوو نذرانو سره یو یو لیتر د انګورو شربت د څښلو د نذرانې په توګه باید څښتن ته په قربانګاه باندې توی شي.
8دوهم وری په ماښام کې د غلې دانې او څښلو د هماغه شان نذرانې سره تیار کړئ کوم چې تاسو یې په سهار کې تیاروئ. دا یوه داسې نذرانه ده چې په اور باندې تیاریږي او یو داسې بوی دی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.
9-
10د هر سبت په ورځ باید تاسو د عادي ورځنیو نذرانو څخه علاوه دوه یو کلن وري وړاندې کړئ. په دغو وریو کې باید هیڅ عیب نه وي. هغه باید د څښلو د نذرانې او د دوو کیلوګرامه ښو اوړو سره چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي یعنې د غلې دانې د نذرانې سره یوځای وړاندې شي.
11د هرې میاشتې په اوله ورځ دوه ځوان غوایان، یو پسه او اووه یو کلن وري چې په ټولو کې هیڅ عیب نه وي، څښتن ته د سوزېدونکې نذرانې دپاره وړاندې کړئ.
12درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي باید د هر غویي سره د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي. دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د پسه سره وړاندې شي
13او یو کیلوګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر وري سره وړاندې شي. دا د سوزېدونکې نذرانې دپاره دي، دا یوه داسې نذرانه ده چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي.
14-
15د هر غویي سره دوه لیتره، د پسه سره یونیم لیتر او د هر وري سره یو لیتر د انګورو شربت د څښلو د نذرانې په توګه وړاندې کړئ. په آخر کې باید یو وز د ګناه د نذرانې په توګه څښتن ته وړاندې کړئ. دا هغه سوزېدونکې نذرانې دي چې د ورځنیو عادي نذرانو څخه علاوه باید د هرې میاشتې په اوله ورځ وړاندې شي.
16د هر کال د اولې میاشتې په څوارلسمه ورځ څښتن ته د احترام کولو په خاطر د فسحې اختر لمانځئ.
17په پنځلسمه ورځ به د فطیرې ډوډۍ اختر وي چې یوه هفته به دوام ومومي. په دې دوران کې باید فطیره ډوډۍ وخوړل شي.
18د دې اختر په اوله ورځ باید تاسو د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او په دې ورځ باید هیڅ ورځنی کار ونه کړئ.
19څښتن ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه دوه ځوان غوایان، یو پسه او اووه یو کلن وري چې په ټولو کې هیڅ عیب نه وي وړاندې کړئ.
20د هر غویي سره باید درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي. دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د پسه سره وړاندې شي
21او یو کیلوګرام اوړه چې تېل ورسره ګډ وي باید د هر وري سره وړاندې شي.
22همدارنګه یو وز د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کړئ او په دې ډول د قوم دپاره کفاره ادا کړئ.
23دا دې د عادي سهارنۍ سوزېدونکې نذرانې څخه علاوه وړاندې شي.
24په دې ډول د اوو ورځو دپاره هره ورځ د عادي سوزېدونکې نذرانې او د هغې د څښلو د نذرانې څخه علاوه د هغې نذرانې دپاره خواړه تیار کړئ چې په اور باندې تیاریږي. د هغې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
25په اوومه ورځ د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او هیڅ ورځنی کار مه کوئ.
26د لو کولو د اختر په اوله ورځ کله چې تاسو څښتن ته د نوې غلې دانې نذرانه وړاندې کوئ، باید د عبادت دپاره سره راغونډ شئ او هیڅ ورځنی کار دې ونه کړای شي.
27د دوه ځوانو غوایانو، یو پسه او اووه یو کلن وریو سوزېدونکې نذرانه چې ټول باید بې عیبه وي وړاندې کړئ. د هغې خوشبویي په څښتن باندې ښه لګیږي.
28د هر غویي سره دې درې کیلوګرامه ښه اوړه چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي او د هر پسه سره دوه کیلوګرامه اوړه چې تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه وړاندې شي
29او یو کیلوګرام د هر وري سره.
30همدارنګه یو وز د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کړئ او په دې ډول د قوم دپاره کفاره ادا کړئ.
31دغه نذرانې او د څښلو نذرانه دې د ورځنۍ سوزېدونکې نذرانې او د غلې دانې د نذرانې څخه علاوه وړاندې شي. ګورئ چې په هغو ټولو حیواناتو کې باید هیڅ عیب نه وي.