Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1محله، نوعه، حجله، ملکه او ترصه د صلفحاد لورګانې وې. صلفحاد د حافر زوی ؤ، حافر د جلعاد زوی ؤ، جلعاد د ماخیر زوی ؤ، ماخیر د منسي زوی ؤ او منسي د حضرت یوسف زوی ؤ.
2یوه ورځ د هغه لورګانې د مقدسې خېمې دروازې ته لاړلې او هلته یې د حضرت موسیٰ، العازار کاهن، د اسراییلو نورو مشرانو او د اسراییلو د ټول قوم سره لیدنه کتنه وکړه. هغوی وویل:
4یوازې په دې خاطر چې هغه هیڅ زامن نه درلودل، ولې زمونږ د پلار نوم له خپلې طایفې څخه ورک شي؟ مونږ ته د خپل پلار د خپلوانو په منځ کې ځمکه راکړئ.>
5حضرت موسیٰ د هغوی دعوه څښتن ته وړاندې کړه
6او څښتن هغه ته وفرمایل:
8اسراییلیانو ته ووایه: کله چې یو سړی بې زویه مړ شي، د هغه لور ته به د هغه ځمکه په میراث پاتې شي.
9که چېرې هغه هیڅ لور ونلري، د هغه ورونو ته به ځمکه په میراث پاتې شي.
10مګر که چېرې هغه هیڅ ورونه ونلري، د هغه ترونو ته به ځمکه په میراث پاتې شي.
11که چېرې هغه ترونه ونلري، په هغه طایفه کې باید د هغه ترټولو نژدې خپلوان ته د هغه ځمکه ورکړل شي. د اسراییلو قوم باید دا د یو قانوني شرط په توګه رعایت کړي، لکه څنګه چې ما څښتن تاته حکم وکړ.>
12څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
13کله چې ته هغه ووینې، نو د خپل ورور هارون په شان به مړ شې،
14ځکه چې تاسو دواړو د صین په دښته کې زما د امر څخه سرکشي وکړه. هغه وخت چې ټول قوم په مریبه کې زما په ضد شکایت وکړ، تاسو د هغوی په مخکې زما د پاک قدرت احترام ونه کړ.> (مریبه په قادش کې د صین په دښته کې یوه چینه ده.)
15حضرت موسیٰ دعا وکړه:
17ستا قوم یو داسې نفر ته اړتیا لري چې په جګړه کې ورته لارښودنه وکړي. که نه، نو هغوی به د داسې مېږو په شان شي چې بې شپونه یو خوا او بل خوا سرګردانه ګرځي.>
18څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
19بیا یې د العازار کاهن او اسراییلیانو په مخ کې ودروه او یوشع د هغوی د نوي مشر په توګه وټاکه.
20د خپلو اختیاراتو څخه دې لږ څه هغه ته ورکړه، ترڅو د اسراییلو ټول قوم د هغه اطاعت وکړي.
21کله چې د څښتن څخه د لارښوونې د اخیستلو دپاره ضرورت پېښ شي نو یوشع باید العازار ته ورشي. العازار به د اوریم او تمیم په استعمالولو سره د هغه رضا معلومه کړي. په دې ډول به یوشع او د اسراییلو ټول قوم ته معلومه شي چې څه باید وکړي.>
22څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته حکم کړی ؤ، هغه هماغسې وکړل. هغه ی��شع د العازار کاهن او د ټول قوم په مخکې ودراوه،
23بیا هغه د یوشع په سر باندې خپل لاس کېښود او هغه یې د اسراییلو مشر وټاکه.