Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1له وبا څخه وروسته څښتن حضرت موسیٰ او د حضرت هارون کاهن زوی العازار ته وفرمایل:
3په هغه وخت کې د اسراییلو ټول قوم د موآب په ډاګونو کې اریحا ته مخامخ د اردن د سیند په غاړه خېمې ودرولې وې.نو حضرت موسیٰ او العازار کاهن د اسراییلو مشرانو ته د دې سرشمېرنې په باره کې داسې لارښوونه وکړه:
4دا هغه اسراییلیان دي چې د مصر څخه راوتلي وو:
5د روبین د قبیلې څخه (روبین د حضرت یعقوب مشر زوی ؤ): د حنوک، فلو،
6حصرون او کرمي طایفې،
7د دې طایفو شمېر ۴۳۷۳۰ تنه نارینه وو.
8د فلو اولاده: الیاب
9او د هغه زامن نموئیل، داتان او ابیرام. (دا هماغه داتان او ابیرام دي چې د قوم له خوا انتخاب شوي وو، مګر هغوی د حضرت موسیٰ او حضرت هارون سره مخالفت وکړ او د قورح د پیروانو سره یوځای شول او د څښتن په مقابل کې یې سرکشي وکړه.
10ځمکه پرانیستل شوه او هغوی یې د قورح سره ژوندي تېر کړل. په هماغه وخت کې اور20 ۰ تنه له منځه یوړل. هغوی نورو اسراییلیانو ته د خبرداري په توګه وو.
11مګر د قورح زامن ونه وژل شول.)
28د حضرت یوسف قبیلې چې هغه د دوو زامنو یعنې منسي او افرایم پلار ؤ.
51په لست کې د اسراییلو د ټولو نفرو شمېر ۶۰۱۷۳۰ تنه ؤ.
52څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
57د لاوي په قبیلې کې دا طایفې شاملې وې: جرشون، قهات، مراري،
58او همدارنګه د لبني، حبرون، محلي، موشي او قورح طایفې. قهات د عمرام نیکه ؤ.
59د عمرام د ښځې نوم یوکابد ؤ چې د لاوي د اولادې څخه وه او په مصر کې زېږېدلې وه. د عمرام او یوکابد درې اولادونه وو، یعنې حضرت هارون، حضرت موسیٰ او مریم.
60حضرت هارون د ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار پلار ؤ.
61مګر ناداب او ابیهو په هغه وخت کې مړه شول کله چې هغوی څښتن ته ناپاکه اور وړاندې کاوه.
62د لاوي په قبیله کې ۲۳۰۰۰ تنه نارینه وو او په هغو کې داسې هلکان هم وو چې عمر یې لږ تر لږه یوه میاشت ؤ. د نورو قبیلو سره د هغوی نومونه په لست کې نه وو ځکه چې هغوی ته په کنعان کې ځمکه نه ورکول کېدله.
63په هغه وخت کې چې اسراییلیانو د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ خېمې ودرولې وې، حضرت موسیٰ او العازار هغوی وشمېرل.
64د هغو خلکو څخه چې حضرت موسیٰ او حضرت هارون د سینا په دښته کې شمېرلي وو، یو هم ژوندی پاتې نه ؤ.
65څښتن فرمایلي وو چې پرته د یفنه د زوی کالیب او د نون زوی یوشع څخه نور ټول به په دښته کې مړه شي.