Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1کله چې اسراییلیان په شطیم کې اوسېدل، ځینو سړیو د موآبي ښځو سره زنا کول پیل کړل.
2دغو ښځو بیا هغه سړي هغو مراسمو ته راوبلل چې د هغوی خدایانو ته په کې نذرانې وړاندې کېدلې. هغو سړیو د قربانیو غوښه وخوړله او د موآبي خدایانو عبادت یې وکړ.
3څښتن په اسراییلیانو باندې په قهر شو ځکه چې هغوی د بعل فغور د خدای عبادت کړی ؤ.
4نو هغه حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
5حضرت موسیٰ هغو اسراییلیانو ته چې د قاضیانو په توګه یې کار کاوه وفرمایل:
6یو اسراییلي سړي د حضرت موسیٰ او ټول قوم په مخ کې چې هغوی د مقدسې خېمې په دروازه کې ژړل، یوه مدیانۍ ښځه خپل کور ته راوستله.
7د العازار زوی او د حضرت هارون کاهن لمسي فینحاس هغه ولیدل او د خلکو د ګڼې ګوڼې څخه لاړ. هغه یوه نېزه راواخیستله
8او د هغه سړي پسې خېمې ته ورننوت او د هغه په بدن او د ښځې په ګېډه کې یې ومنډله. په دې ډول څښتن هغه وبا بنده کړه چې اسراییلیان یې له منځه وړل،
9مګر وبا لا له مخکې څخه ۰۰۰ نفره وژلي وو.
10څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
12نو ورته ووایه چې زه د هغه سره داسې لوظ کوم چې د همېش دپاره به اعتبار ولري.
13هغه او د هغه اولاده به د تل دپاره زما کاهنان وي، ځکه چې هغه د خپل خدای د عزت دپاره غیرت وکړ او د اسراییلیانو دپاره یې کفاره ادا کړه.>
14د هغه اسراییلي نوم چې د مدیانۍ ښځې سره ووژل شو، د سالو زوی زمري ؤ او هغه د شمعون د قبیلې یو مشر ؤ.
15د ښځې نوم کزبي ؤ. د هغې پلار صور د مدیانیانو د طایفو یو مشر ؤ.
16څښتن حضرت موسیٰ ته امر وکړ:
18دا د هغه بد کار له کبله چې تاسو سره یې وکړ چې په فغور کې یې وغولولئ چې بعل فغور ته عبادت وکړئ او د کزبي له کبله چې د یو مدیاني مشر لور وه او په فغور کې د وبا په وخت کې ووژل شوه.>