Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1بلعام په دې یقین درلود چې څښتن به ورته وفرمایي چې اسراییلیانو ته بیا برکت ورکړه. نو هغه د فال څخه هیڅ کار وانه خیست چې معلومه کړي څښتن د هغه څخه څه غواړي چې ویې کړي، لکه څنګه یې چې دوه ځلې مخکې کړي وو. د دې په ځای یې د دښتې خواته وکتل
2او د اسراییلو خلک یې ولیدل چې قبیله په قبیله یې خېمې ودرولې وې. بیا د خدای پاک روح په هغه باندې نازل شو
3او بلعام دا پیغام ورکړ:
4چې اورېدلی شي خبرې د خدایڅوک چې رویا ویني د مطلق قادر خدای له خواڅوک چې پړمخې پرېوزي او خلاصې یې دي سترګې
5د اسراییلو قومهستاسو کمپ دی څومره ښکلی
6د خرماګانو د اوږدو قطارونو په شاند سیند په غاړه د باغونو په شانچې دي کرلي څښتن د عود د ونو په شاند سیند په غاړه د صبر د ونو په شان
7په دوی به وي باران پرېمانهپه آبي ځمکو کې کري به خپل تخمونهله اجاج څخه به لوی د دوی پادشاه ويوي به سرلوړې پادشاهي د هغه
8خدای دوی راوویستل له مصر څخهپه ډېر قوت سره جنګیږي دی هغوی دپارهخپل دښمنان تباه کوي هغهماتوي د دوی هډوکياو په غشو هغوی ولي
9دغه قوم د قوي زمري په شان دیچې ویده وي هیڅوک نه شي کړای جرأتچې یې راویښ کړيپه هغو به برکت وي څوک چې وایي برکت په اسراییلووي لعنت به په هغوی چې لعنت په اسراییلو باندې وایي>
10کله چې بالاق دا واورېدل، نو د قهره یې خپل لاسونه سره ومروړل او ویې ویل:
11اوس ځه ورک شه، خپل کور ته لاړ شه! ما ستا سره وعده کړې وه چې ښه انعام به درکړم، خو څښتن ورڅخه بې برخې کړې.>
12بلعام په ځواب کې وویل:
13چې حتیٰ که چېرې ته ماته خپله ماڼۍ چې د سرو زرو او سپینو زرو څخه ډکه ده هم راکړې، بیاهم زه نه شم کولی چې د څښتن د امر په خلاف کوم کار وکړم. زه به یوازې هغه څه وایم چې څښتن یې راته وایي.
14اوس زه بېرته خپلو خلکو ته ورځم، خو مخکې له دې چې لاړ شم، زه تاته د هغه څه په هکله یو خبرداری درکوم چې اسراییلیان به یې یوه ورځ ستا د قوم سره وکړي.>
15بیا بلعام دا پیغام ورکړ:
16چې اورېدلی شي خبرې د خدایاو هغه پوهه مومي د خدای تعالیٰ له خوا نهڅوک چې رویا ویني د مطلق قادر خدای له خواڅوک چې پړمخې پرېوزي او خلاصې یې دي سترګې
17خپلې رویا کې چې څه ما لیدليپېښ شوي نه دي لا تر اوسه پورېخو یوه ورځ به راښکاره شي لکه ستوري په شاند اسراییلو یو پادشاههغه به تاسو موآبیان ورک کړياو د شیث ټول قوم به له منځه یوسي
18هغه به ومومي بری په دښمنانو په ادوم کېاو د هغوی خاوره به کړي خپل ملکیتخو قوي به اسراییل شي
19پادشاهي به وکړي د اسراییلو پادشاهد هر ښار پاتې شوي ژوندي خلکبه له منځه یوسي>
20بیا بلعام په خپله رویا کې عمالیقیان ولیدل او دا پیغام یې ورکړ:
21هغه په خپله رویا کې قینیان ولیدل او دا پیغام یې ورکړ:
22مګر تاسو قینیان به شئ تباهآشوریان چې کله تاسو اسیران کړي>
23بلعام دغه پیغام ورکړ:
24رابه شي له سواحله د قبرسه کشتۍ ګانېرابه وړي خلک چې کړي فتح آشور او عابرخو په آخر کې به قبرس په خپله هم برباد شي>
25بیا بلعام راپاڅېده او بېرته خپل کور ته روان شو او بالاق هم لاړ.