Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1هغه ځمکې چې بني اسراییلو د کنعان په خاوره کې ترلاسه کړې، العازار کاهن، د نون زوی یوشع او د قوم مشرانو د هغوی ترمنځ ووېشلې.
2لکه څنګه چې څښتن د موسیٰ په وسیله امر کړی ؤ، د اردن د سیند په لوېدیځ کې د نهو قبیلو او نیمې قبیلې سیمې د پچې اچولو په وسیله وټاکل شوې.
3-
4موسیٰ پخوا هغه ځمکه چې د اردن د سیند په ختیځ کې وه نورو دوه نیمو قبیلو ته ورکړې وه. (د یوسف اولاده په دوو قبیلو وېشل شوې وه: د منسي او افرایم قبیلې.) خو موسیٰ لاویانو ته د سیمې هیڅ کومه برخه نه وه ورکړې. د هغې په ځای هغوی ښارګوټي ترلاسه کړل چې په کې واوسیږي او د خپلو پادو او رمو دپاره څړځایونه.
5نو اسراییلیانو د څښتن د امر له مخې چې موسیٰ ته یې کړی ؤ ځمکه ووېشله.
6یوه ورځ د یهودا د قبیلې یو څو نفره په جلجال کې یوشع ته راغلل. د هغو څخه یو نفر کالیب د قنزي یفنه زوی هغه ته وویل:
7زه څلوېښت کلن وم کله چې د څښتن خدمتګار موسیٰ له قادش برنیع څخه ولېږلم چې د دې خاورې جاسوسي وکړم. نو څه چې ما لیدلي وو د هغو په باره کې مې هغه ته حقیقت ووایه.
8خو زما سره چې کوم نفر تللي وو، هغوی زمونږ خلک دې خاورې ته د تللو څخه ووېرول. خو ما په وفادارۍ سره د خپل څښتن خدای مقصد سرته ورساوه.
9په هماغه ورځ زه بېرته راغلم او موسیٰ راته وویل: څرنګه چې ته څښتن خدای ته وفادار وې نو زه وعده کوم چې په کومه خاوره کې چې ته ګرځېدلی یې، هغه به د تل دپاره ستا او ستا د اولادې شي.
10یوشع، پنځه څلوېښت کاله مخکې څښتن موسیٰ ته ویلي وو چې دا وعده وکړي او اوس زه پنځه اتیا کلن یم. که څه هم اسراییل په دښته کې یو ځای او بل ځای ګرځېدل، خو لکه څنګه چې څښتن ویلي وو، هغه په دې ټول وخت کې زه ژوندی وساتلم.
11زه نن هم د هماغه وخت په شان چې موسیٰ ولېږلم قوي یم. کوم قوت چې ما په هغه وخت کې درلود، اوس یې هم لرم او د جګړې او نورو کارونو دپاره تیار یم.
12اوس دغه غرنۍ سیمه چې په هغه ورځ څښتن زما سره د هغې وعده کړې وه ماته راکړه. تا په خپله په هغه ورځ واورېدل چې لوړ قدي عناقیان هلته اوسیږي او د هغوی ښارونه لوی دي او دېوالونه لري، خو لکه څنګه چې څښتن ویلي دي هغه به زما سره مرسته وکړي چې هغوی وشړم.>
13بیا یوشع کالیب ته برکت ورکړ او هغه ته یې د حبرون ښار د هغه د ملکیت په توګه ورکړ.
14نو حبرون تر اوسه پورې د کالیب د اولادې ملکیت دی، ځکه چې هغه په وفادارۍ سره د اسراییلو د څښتن خدای اطاعت کړی ؤ.
15له دې څخه مخکې حبرون د اربع د ښار په نوم یادېده. اربع د عناقیانو په منځ کې یو لوی اتل ؤ.نو بیا په هېواد کې ارامي شوه.